۱۴۰۲/۰۳/۰۷

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

پنځم ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي په مسلمان کي د نورو کفري ثقافتونو سره د مقابلې روحيه پيدا کيږي؛ پدې خاطر چي تل اهل باطل او کفار د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره فکري او فرهنګي جګړې پر مخ باندي وړي او په اصطلاح هره جګړه د مسلمانانو د بې لاري کولو لپاره هر چيري په مختلفو طريقو سره شروع کوي، نو يواځنی شی چي مسلمان د کفري ثقافت او فرهنګ سره مقابلې ته هڅوي او آماده کوي هغه اسلامي ثقافت دی، اسلامي ثقافت مسلمان ودېته جوړوي چي د کفري فرهنګ سره مقابله وکړي او د ځان اصيل فرهنګ وساتي.
که تاريخ او روانو حالاتو ته وګورو نو دا به له ورايه راته معلومه سي چي د اسلامي هويت لپاره مبارزه او په اسلامي نړۍ کي د اسلامي فرهنګ دفاع هغه خلګو کړې او کوي يې چي په اسلامي تعليماتو باندي روزل سوي وي او په اسلامي روحيه باندي سمبال وي.
همدا راز دا هم ښکاره حقيقت دی چي په اسلامي هيوادونو کي د هيواد، اسلام او اسلامي ټولني سره هغه خلګو خيانت کړی وي چي د اسلامي تعليماتو دښمنان وي او يا هم په اسلامي تعليماتو کي د نورو په لمسون د مستقيم مسير څخه اووښتي وي او د شخصي منافعو او مادياتو لپاره يې  هر څه شا ته غورځولي وي.
په اسلامي تعليماتو باندي په انسان کي مثبت احساس پيدا کيږي، د انسان غيرت را پورته کيږي او په فکري لحاظ يې ويښتوب په برخه کيږي چي په نتيجه کي د رښتيني مسلمانۍ نمونه جوړيږي او د اسلامي ارزښتونو په دفاع کي هر ډول قربانۍ ته پوره آماده کيږي.
په اسلامي تعليماتو باندي سمبال انسان د اسلام دفاع، د شريعت تنفيذ، د اسلامي شعايرو احترام، د اسلامي عقيدې پر اساس ولاء اوبراء ته ژمنتيا، اسلامي ټولني ته خدمت او په ښوونيز نظام کي د اسلامي ثقافت عملي کول د ځان اساسي او ايماني دندي بولي او په هر وخت او حالت کي يې د عملي کولو لپاره کار کوي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: