۱۴۰۱/۱۰/۰۳

د ځانه څخه بې عزم او بې ارادې خلګ مه جوړوئ!

ژباړه: د حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د ځانه څخه بې موقفه ( بې ارادې ) مه جوړوئ چي تاسو وایاست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو ظلم کوی موږ هم ظلم کوو. بلکي د عزم او ارادې خاوندان وسئ که خلګو ښه کول تاسو هم باید ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسو نو بیا ظلم مه کوئ.
توضیح: یعني د ځانه څخه داسي بې موقفه، بې عزمه او بې ارادې خلګ مه جوړوئ چي په هرشي کي بېله دې چي د ځانه سره فکر وکړی او مثبت په نظر کي ونیسی نورو خلګو ته ګوری او ځانونه داسي بولی چي که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو بد کول موږ هم بد کوو. بلکي ځانونه د عزم، موقف او ارادې خاوندان و بولئ د سالم عقل څخه په استفاده پر ځان باندي باور ولرئ او ځانونه داسي جوړ کړئ چي که خلګو ښه کارونه کول تاسو هم ښه کارونه وکړئ او که خلګو بد کارونه کول تاسو نو بیا بدکارونه او ظلم مه کوئ.
ددې حدیث څخه له ورایه ښکاري چي انسان باید هیڅ وخت په بدکارو کي په نورو خلګو پسې ولاړ نسي، او هیڅ وخت د بدکار په کولو کي د نورو خلګو کړه وړه د ځان لپاره دلیل و نه ګرځوي بلکي په ښه کارونو کي دي په خلګو پسې ځي خو په بدو کارونو کي دي په نورو خلګو پسې نه ځي.
همداسي ددې حديث څخه ښکاري چي انسان بايد د ځانه څخه خپلواک او مستقل نظر او پاليسي ولري او تل د نورو فکر ته و نه ګوري.
عن حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلاَ تَظْلِمُوا.[سنن ترمذی۲۱۳۸]
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

هیچ نظری موجود نیست: