۱۴۰۱/۱۰/۰۳

اسلام د اعتدال دين دی:

ژباړه: ای خلګو ځانونه په دين کي د سختۍ څخه وساتئ ځکه ستاسو مخکي خلګ په دين کي سختۍ هلاک کړه.
يعني دين پر ځان او خلګو باندي سخت مه نيسئ، هر شي ته هماغه شرعي مرتبه ورکړئ او په احکامو کي شرعي مراتب مه سره ګډوئ.
په شريعت کي د شرعي دلائلو پر بنسټ د کولو لپاره مختلف مراتب شتون لري لکه فرض، واجب، سنت، مستحب او مباح؛ د نه کولو لپاره هم مختلف مراتب سته لکه حرام، مکروه تحريمي او مکروه تنزيهي.
کله چي د انسان څخه دغه مراتب ګډوډ سي نو يا سختي ورڅخه کيږي يا سستي ځکه نو موږ بايد هر شي ته هماغه ټاکل سوې مرتبه ورکړو؛ که مباح او مستحب د سنت، واجب او فرض مرتبې ته ورسوو يا مکروه تنزيهي ته د حرام مرتبه ورکړو نو يقينا موږ په دين کي سختي کړېده او که فرض، واجب او سنت ته د مباح او مستحب په سترګه وګورو بيا نو يقينا موږ په دين کي سستي کړېده.
بله بڼه د سستۍ او سختۍ دا ده چي موږ منصوصي مسائلو ته د اجتهادي په سترګه او اجتهادي مسائلو ته د منصوصي په سترګه وګورو يعني که موږ په منصوصي مسائلو کي داسي تساهل وکړو لکه په اجتهادي مسائلو کي چي کيږي نو يقينا موږ په دين کي ډېره سستي کړېده او که په اجتهادي مسائلو کي تشدد وکړو او هغو ته د منصوصي مسائلو مرتبه ورکړو نو بيا يقنا چي موږ سختي او تشدد کړی دی.
اسلام د تشدد او سستۍ تر مينځ معتدل دين دی ځکه نو بايد موږ مسلمانان ځانونه د تشدد او سستۍ دواړو څخه وساتو او په اجتهادي مسائلو کي ځانونه معصوم او نور خلګ ګناهکار و نه بولو بلکي د اختلاف په زغملو سره ځانونه د نورو د تضليل، تشريک او تبديع څخه را وګرځوو.
همداسي زمانې او شرايطو ته په کتلو سره د تحکيم، تقنين او اجراء په برخو کي ښه معتدل او سالم سياست غوره کړو ترڅو د هر ډول صريحي نيمګړتياوو او هر اړخيزو مفاسدو څخه وساتل سو.
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ.[سنن ابن ماجة3029]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

هیچ نظری موجود نیست: