۱۴۰۱/۱۰/۰۳

د فکري او فرهنګي مبارزې اړتيا!

دا معلومه خبره ده چي په نظامي برخه کي مجاهدينو د نړۍ په سطحه تاريخ وګټی او د امريکا غوندي لوی نړيوال زبر ځواک يې مات کړ چي په نتيجه کي يې هيواد هم آزاد کړ او د امريکا لاسپوځی نظام يې هم ړنګ کړ.
خو پدې خاطر چي دلته امريکايانو د نظامي يرغل ترڅنګ فکري او فرهنګي يرغل هم کړی وو دېته ډېره اړتيا سته چي موږ د هيواد د استقلال وروسته خپله فکري او فرهنګي مبارزه نوره هم چټکه کړو ځکه آمريکايانو زموږ د ډېرو هيوادوالو فکرونه هم اشغال کړيوه او ددوی د فکري انحراف په موخه يې دلته ډېر زياد لګښتونه کړيدي چي د سمي کتني او پوره څېړني وروسته ددې خبري حقيقت سړي ته ښه په ډاګه کيږي.
د هيواد د مځکنۍ آزادۍ سره فکري اشغال سکوت دی خو ختم ندی، فکري اشغال پټ دی خو ورک ندی او اشغال سوي فکرونه چوپ دي خو آرام ندي ناست نو ځکه موږ ټولو ته په خاصه توګه فرهنګي مبارزينو او د ا.ا په رسمي چوکاټ کي مسئولينو او منسوبينو ته دا لازمه ده چي په هره برخه کي خپل فرهنګي فعاليتونه او خدمتونه څو برابره ډېر کړو او په لوړه کچه د منظم پلان له مخي د امريکائيتوب او سيکولرتوب ټغر د هيواد څخه ټول کړو.
اوس خو الحمدلله ټلويزيونونه، راډيوګاني، مجلې، ورځپاڼي، جوماتونه او ټولنيزي شبکې ټولي زموږ په واک کي دي، که موږ و غواړو هرډول مثبته استفاده ورڅخه کولای سو او ټولني ته هر ډول خپروني وړاندي کولای سو.
په هيواد کي الحمدلله موږ ډېر ښه با احساسه پوهان خلګ لرو چي په تخنيکي او نشراتي برخو کي ښه مسلکي کار کولای سي د هغوی څخه  بايد استفاده وکړو او په فکري او فرهنګي ميدان کي کار ورڅخه واخلو ترڅو مو په هيواد کي فکرونه هم برابر سي او د مسخ سوو فکرونو ناوړه پلانونه هم شنډ سي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

هیچ نظری موجود نیست: