۱۳۹۷/۱۲/۲۸

د مال اهمیت:

ژباړه: سفیان ثوری رضی الله عنه فرمایی: په تیرو وختونو کی مال ښه نوو خو اوس مال د مسلمان لپاره ډال دئ او که دغه دینارونه نوای نو پاچاهانو به زموږ څخه لاس پاکی جوړ کړیوای. بیا فرمایی: د چاسره چی یو څه د مال وی نو هغه دی سم وکاروی ځکه اوس داسی زمانه ده چی مال ته د چا اړتیا پیداسی نو هغه به لومړئ هغه کس وی چی دین د مال لپاره مصرفوی. بیا یې وویل: حلال مال د اسراف لپاره ندئ.
د سفیان ثوری رحمه الله د خبری څخه معلومیږی چی پداسی وخت کی چی خلګ مال ته اړتیا ډیره ولری او مالونه د حاکمانو او بخیلانو سره وی نو د هرچا لپاره مال ښه شئ دئ خو دا خبره ورسره معتبره ده چی مال باید دحلالی لاری څخه لاسته را وړل سی.

وَعَنْ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: كَانَ الْمَالُ فِيمَا مَضَى يُكْرَهُ، فَأَمَّا الْيَوْمَ فَهُوَ تُرْسُ الْمُؤْمِنِ. وَقَالَ: لَوْلَا هَذِهِ الدَّنَانِيرُ لَتَمَنْدَلَ بِنَا هَؤُلَاءِ الْمُلُوكُ.
وَقَالَ: مَنْ كَانَ فِي يَدِهِ مِنْ هَذِهِ شَيْءٌ فَلْيُصْلِحْهُ، فَإِنَّهُ زَمَانٌ إِنِ احْتَاجَ كَانَ أَوَّلَ مَنْ يَبْذُلُ دِينَهُ. وَقَالَ: الْحَلَالُ لَا يَحْتَمِلُ السَّرَفَ. [شَرْحِ السُّنَّةِ]

هیچ نظری موجود نیست: