۱۳۹۷/۱۲/۲۸

زموږ پیغام:

موږ چی هرچاته د ګناه د پریښودلو خبره کوو هدف مو د مسئولیت آداء کول او خیرخواهی ده.
دا د هر مسلمان دنده ده چی ښه او بد کارونه خپله وپیژنی او بیا یې نوروته هم ورزده کړی، خلګ پر ښه کاورنو باندی امرکړی او د بدو کارونو څخه یې را وګرځوی، بل مسلمان ته د ځان په سترګه وګوری کوم شئ چی د ځان لپاره خوښوی هغه دی د بل مسلمان لپاره هم خوښ کړی او چی کوم شئ د ځان لپاره نه خوښوی هغه دی د بل مسلمان لپاره هم نه خوښوی.
موږ که غلو ته د غلا پریښودلو خبره کوو، رشوت خوارو ته د رشوت پریښودلو خبره کوو، دوکه باز او چلبازوته د دوکې پریښودلو خبره کوو، ناپوه ته د پوهی زدکولو خبره کوو،‌ فاحش اوبې ستره ته د ستر اوحیاء خبره کوو،‌ ظالم ته دظلم د پریښودلو خبره کوو، مبتذلو رسنیو ته د اصلاح او سمون خبره کوو او داسی نورو بې لاری إنسانانو ته د هدایت اوسمیدلو خبری کوو دا ټول ددې لپاره چی له یوې خوا خپل دینی، اسلامی، انسانی او ایمانی مسئولیت پوره سرته ورسوو او له بلی خوا د نورو مسلمانانو سره د خپلی خواخوږۍ او زړه سوي درلودل ثابت کړو.
زموږ دوستی او دښمنی د هیچا سره د مال، ‌شخصی ګټو، دنیوی شهرت،‌ حسد اوبخل، چوکۍ او نورو بې اعتباره شیانو پر اساس نده بلکی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث پربنیاد ده چی فرمایی: هیڅوک ستاسو څخه کامل مسلمان نسی کیدلائ ترڅو چی د خپل مسلمان ورور لپاره هغه شئ خوښ نکړی کوم چی د ځان لپاره یې خوښوی.
چی کله موږ د ځان لپاره ښه ژوند، د الله پاک رضایت، نیک اعمال او جنت غواړو نو د بل مسلمان لپاره یې هم غواړو او چی د ځان لپاره خراب ژوند، د الله پاک قهر،‌ ګناهونه او دوږخ نه غواړو نو د بل مسلمان لپاره یې هم نه غواړو.
دا مو د ټول ژوند کړنلاره ده نه یې پریږدو، نه یې بدلوو او نه هم ورڅخه ستړی کیږو.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: