۱۳۹۷/۱۲/۲۸

ښه او بد سیاست:

حقیقی او سم سیاست زور ماتوي خو دروغجن سیاست بیا په زور سمیږي پدې خاطر موږ وینو چی د ریښتینی سیاست خاوندان د نړۍ سره ډغری وهي، امپراطورۍ ماتوي او تاریخونه ګټي خو دروغجن سیاست والا یا په غلامۍ کی مري او یاهم ډیر ناوخته د اصلاح یونیفورم اغوندی او ښې خبري په پخوانۍ خوله کی شخوندوی.
دروغجن سیاست والا تل دمادیاتو پسې روان وی، د ترازو پلې ته ګوری هره خوا چی درنه سوه هماغه ستایې په خوله یوشئ وایی او په زړه کی یې نورشیان راګرځی.
خو دحق سیاست خاوندان د غره غوندی ثابت او مستحکم وی د اصلاح په موخه او شرعی ضرورت لپاره پر مدارات باور لری خو په مداهنت باندی هیڅ وخت ځان نه بدناموی او دخپل دین سره هیڅکله خیانت نکوی.
ریښتینی سیاست والا هیڅ منفی زورته نه تسلمیږی خو دروغجن سیاست والا د زور په لیدلو د ښه توب تظاهر کوی او ځان ښه ښکاره کوی.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: