۱۳۹۷/۱۲/۲۸

د نوروز د لمانځلو پر حراموالی باندی دلائل:

1. دنوروز په لمانځلوکی دکفارو دنفسی غوښتنومتابعت دئ ، پداسی حال کی چی مسلمان دهغوۍ دنفسی غوښتنودمتابعت څخه صراحتامنع سوئ دئ.
• وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145]
ژباړه: کچیری (بالفرض) ته د دوۍ (کفارو) دنفسی غوښتنومتابعت وکړې وروسته تردې چی تاته علم درکړل سوئ دئ نویقینا پدې وخت کی ته دظالمانوڅخه یې.
• وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48]
ژباړه: اوته متابعت ددوۍ دنفسی غوښتنو مکوه دهغه څه نه چی تاسوته د حق څخه راغلئ دئ ، ستاسوڅخه هریوه ته می لاره اوطریقه جوړه کړیده.
• يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 – 2]
ژباړه: ائ پیغمبره دالله څخه وویریږه، د کافرانو اومنافقینوپیروی مکوه یقینا چی الله پوه اوحکمت والادئ ، او دهغه څه متابعت وکړه چی تاته دالله له لوری د وحی په توګه راغلی دی یقینا چی الله پاک په هغه څه باندی ښه خبردئ چی تاسویې کوئ.

2. د نوروز په لمانځلو باندی ځان دکفارو غوندی جوړل دی ، اومسلمان صراحتا ددې څخه منع سوئ دئ چی ځان دی دکفاروغوندی جوړکړی.
• وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19]
ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یې هیرکړئ دئ نو دوۍ ځانونه هیرکړیدی، دوۍ هغه خلګ دی چی د الله د اطاعت څخه وتلی دی.
• أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحدید]
آیا ندئ نیژدې سوئ هغه خلګوته چی إیمان یې راوړئ دا چی د دوۍ زړونه د الله د ذکر لپاره اوهغه حق ته چی پردوۍ نازل سوئ دئ وویریږی ، اود هغوخلګو په ډول نسی کوم چی دوۍ ته مخکی کتاب ورکړل سو ، بیا پردوۍ باندی زمانه اوږده سوه (یعنی ددوۍ او أنبیاؤ ترمینځ ډیره زمانه تیره سوه) نو د دوۍ زړونه کلک سوه اوډیرئ د دوۍ فاسقان دی.

3.  دنوروز په لمانځلوکی دکفارو لوری ته شوق اومیلان دئ اوالله پاک مسلمانان ددې څخه په ښکاره منع کړئ دئ ، فرق نلری که میلان دوۍ ته په دوستۍ باندی وی ، که د اسلام په هکله ددوۍ دخبره په منلوباندی وی اوکه د دوۍ په کارونوباندی په خوشاله کیدلوباندی وی.
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[هود113]
ژباړه: تاسومیلان مکوئ هغوکسانوته چی ظلم یې کړئ(کافران سویدی) نو اوربه مو مسه کړی ، اوتاسولره بغیرله الله نه هیڅ دوست نسته بیابه ستاسوهیڅ نصرت ونسی.

4. دنوروز په لمانځلوکی دکفاروسره مشابهت دئ ، اودهغه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت منع کړئ دئ.
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذی 2695]
ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده د نیکه څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه ندئ هغه څوک چی ځان دغیرسره زموږ(چی کافران دی) مشابه کوی ، دیهودو اونصاراووسره مشابهت مکوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ».[سنن ابی داود 4033]
ژباړه: هرڅوک چی ځان دیوقوم سره مشابه کړئ دئ د هماغه قوم څخه شمیرل کیږی.

5. د نوروز ورځی پرلمانځلو باندی عملا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا بندیزلګیدلئ دئ:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ».
ژباړه: انس رضی الله عنه فرمایی: کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغئ، د مدینې خلګو دوې ورځی لمانځلې اوپه هغو کی یې لوبی کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کومی ورځی دی؟ دوۍ ورته وویل: موږ دجاهلیت په وخت کی (یعنی مخکی تراسلامه) دا ورځی لمانځلې اولوبی موپکښې کولې. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله پاک تاسوته ددغه دوو ورځو په بدل کی دوې نوری ورځی چی تردغه دوو ورځو ډیری ښې دی درکړی چی دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث ددې جزء " قدابدلکم بهما" له ورایه ښکاری چی د لوې اوکوچنی اخترونو ورځی دهغو دوو ورځو په بدل کی ورکول سویدی، معلومه خبره ده چی د بدل ورکولو وروسته ، مبدل منه چی هغه پخوانۍ ورځی دی وروسته پرخپل حال باندی پاته کیدلائ نسی. نو دنوروز اومیزان ورځی حرامی سوی پرځای یې دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی کښیښودل سوې.

6. د نوروز د ورځی لمانځل صحابه کرامو غندلئ اومسلمانان یې دلمانځلوڅخه ویرولی دی.
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: ((من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة)) [ سـنن البيهقي الكبرى: 9/234،]
ژباړه: دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دئ چی هرڅوک دکفارو په ښارونوکی بناء وکړی ، د دوۍ نوروز اومیزان ولمانځی اود دوۍ سره ځان مشابه کړی ترڅوچی پردغه حالت باندی مړکیږی نو دغه سړئ به د دوۍ سره حشرکیږی.
• عن عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.
(رواه البخاري في تاريخه،والبيهقي)
ژباړه: حضرت عمر رضی الله عنه فرمایی: دالله پاک د دښمنانو داخترونوڅخه ځانونه وساتئ.
معلومه خبره ده چی " نوروز" د الله ددښمنانو اختردئ.

7. فقهاء کرامو دقرآن اوحدیث څخه په استنباط د نوروز د ورځی لمانځل حرام بللئ دئ.
• قال المظهر : وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير]
ژباړه: مظهرویلی دی: پدې خبره کی دلیل دئ پردې باندی چی د نوروز اومیزان د ورځو تعظیم منع سوئ دئ، ابوحفص حنفی ویلی دی: څوک چی د نوروز د تعظیم په نیت یوکافرته یوه هګۍ ورکړی دئ پدې باندی کافرسو.
• ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.(مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية)
ژباړه: کافرکیږی په ورتلو سره ونوروزته د مجوسیانو اوپه موافقت باندی د دوۍ سره په هغه کارونوکی چی دوۍ یې پدې ورځ کی کوی. او کافرکیږی په رانیولوسره د یوشی د نوروز په ورځ کوم چی بله ورځ یې نه رانیوئ البته پخاطر ددې تعظیم د نوروز نه پخاطر دخوړلو اوچیښولو، همدا راز کافرکیږی کافرته په سوغات ورکولو پدې ورځ کی کڅه هم یوه هګۍ وی البته پخاطر دتعظیم ددې ورځی.
دنوروز لمانځل حرام دی کڅه هم دکافرانو اومجوسیانو په نیب باندی نوی ، ځکه چی دکافرسره پداسی شیانوکی مشابهت کول نیت نه غواړی ، که په نیت باندی وی هغه خوعلماء لیکی چی سړئ ورباندی کافرکیږی اوکه بغیرله نیته وی نوحکم یې حراموالئ دئ.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: