۱۴۰۴/۱۰/۳۰

د اسلام ګټي18:

اسلام په ډېرو لويو او سترو ځانګړنو مشتمل دی چې له هغو څخه ځینی یې دا دي:
۱ ـ اسلام د الله تعالی له لوري نازل شوی دین دی. الله تعالی د خپل نبي ﷺ په ستاينه کې فرمايي: وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى * إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى.(النجم:3 – 4) ژباړه: هغه له خپلې خوښې خبرې نه کوي، دا يوازې وحي دي چې ورباندې نازلېږي.
۲ ـ اسلام د ژوند ټول نظامونه او د انسان هراړخيز چلند په بشپړ ډول رانغاړي او د ټولو لپاره مکمل دستور لري.
۳ ـ اسلام د هر مکلف لپاره دی که هغه د پېريانو څخه وي او که د انسانانو څخه وي، په هره زمانه کې چې وي او په هر ځای کې چې وي مکان،  الله تعالی فرمايي:  قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا.(الاعراف: 158)  ووايه: اې خلکو! بېشکه زه تاسو ټولو ته د الله رسول يم.
۴ ـ اسلام د ثواب او عذاب له پلوه اخروي جزا لري سربېره پر دې چې دنيوي جزا او مکافات هم لري.
۵ ـ اسلام هڅه کوي چې انسانان د انساني کمال تر ټولو لوړي ممکنې درجې ته ورسوي؛ دا د اسلام مثالي اړخ دی، خو په عين حال کې د انسان له فطرت او واقعي حالت څخه هم غفلت نه کوي او دا د اسلام واقعي اړخ دی.
۶ ـ اسلام په خپلو عقيدو، عباداتو، اخلاقو او نظامونو کې منځنی (اعتدالي) دين دی: الله تعالی فرمايي: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا.(البقرة: 143) ژباړه: او همداسې مو تاسې يو منځنی امت ګرځولي ياست.
دا د اسلام ښکلي ځانګړنې دي چې بل هيڅ دين يې نه لري، نو ځکه ويلای سو په ټولي نړۍ او ټوله زمانه کې اسلام بې مثاله او بې همتا دين دی هر څوک يې بايد د ټولو اساساتو سره د ځان لپاره انتخاب کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۱۰/۲۹

هغه شيان چې ايمان په ضعيفه کيږي:

۱ – د ګناهونو په کولو او د توبې په ځنډولو سره د انسان ايمان ضعيفه کيږي.

۲ – په عباداتو کې د بې غورۍ په کولو سره د انسان ايمان ضعيفه کيږي؛ په دې معنی سره چې عبادات په سمه طريقه نه کوي بلکې بېله دې چې د زړه توجه او وېره پکې وي هسي ځان ورڅخه فارغ کوي لکه د نن زمانې د ځينو خلکو لمونځونه.

۳ – د الله تعالی د ذکر او ياد څخه په غفلت باندې د انسان ايمان ضعيفه کيږي.

۴ – د نيکو انسانانو سره د رابطې په قطع کولو او د دوی څخه د ځان په ليري کولو سره د انسان ايمان ضعيفه کيږي.

۵ – په دنيا باندې په ډېر مصروف کېدلو او د آخرت په هېرولو سره د انسان ايمان ضيفه کيږي.
مولوي نورالحق مظهري

د اسلام ګټي۱۷:

اسلام په هر خیر او اصلاح باندې امر کوي او له هر شر او زیان څخه منع کوي. د کائناتو لپاره هيڅ داسې وړوکې او یا لویه ګټه نسته مګر دا چې اسلام يې په اړه لارښوونه کړېده، هېڅ خیر نسته مګر دا چې اسلام د هغه د لاسته راوړلو لپاره دلالت کړی دی او هېڅ شر نشته مګر دا چې اسلام يې په اړه خبرداری ورکړی دی.

اسلام د الله تعالی په توحید او پر هغه په ایمان امر کوي، د علم او پوهې پر ترلاسه کولو ټینګار کوي، په خبرو او کړنو کې پر عدالت او رښتینولۍ امر کوي، د خپلوانو، ګاونډیانو، ملګرو او د ټولو مخلوقاتو سره د نېکۍ، خپلوي پالنې او احسان امر کوي او له دروغو، ظلم، سخت‌زړتوب، د والدینو نافرمانۍ، بخل او بد اخلاقۍ څخه منع کوي.

اسلام په وفا امر کوي او له خیانت او دوکې څخه منع کوي، په نصیحت، یووالي، اتفاق، مینې، یو بل سره د محبت او پر يو بل د انفاق امر کوي، له دښمنۍ، کرکې، تفرقې، بد چلند او په ناحقه د مال خوړلو څخه منع کوي.

همدارنګه د حقونو د اداء  کولو امر کوي او د هغو د ضد څخه منع کوي، په هر هغه څه امر کوي چې پېژندل سوی، پاک، ګټور او د شریعت، عقل او فطرت له مخې غوره وي او له هر فحشا، منکر او ناپاک کار څخه منع کوي چې د شریعت، عقل او فطرت له مخې بد وي.

اسلام د نېکۍ او تقوا په کارونو کې د یو بل سره د مرستې امر کوي د ګناه او تېري په کارونو کې له مرستې څخه منع کوي، د مخلوقاتو سره د عقيدتي او عبادتي تړاو او د هغوی لپاره د عمل کولو څخه منع کوي او یوازې د الله تعالی عبادت کولو او پر الله تعالی باندې د عقيدې درلودلو ته بلنه ورکوي.

اسلام د دین، نفس، عزت، عقل او مال د ټولو پر ساتني ټينګار کوي، دا دین د هرې زمانې او هرې جغرافيا لپاره جوړ دی، د هر امت او هر قشر لپاره مناسب دی، د دې دین پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انساني کمال په هر صفت کې تر ټولو لوړ مقام لري، له همدې امله د ټولو مخلوقاتو سردار ګرځېدلی دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري