۱۴۰۴/۰۹/۲۴

سياسي ارتداد:

سياسي ارتداد هغه فکري يا عملي بدلون دی چې د اسلام مرجعيت په حکومت او قانون جوړونه کې ردوي، يا شريعت د دولت او ټولنې د چارو له ادارې څخه ليري ګڼي البته چې پر دې باندې يا باور ولري او يا يې نظري منلي وي او يا هم د الله تعالی په حاکميت باندې ايمان ونه لري.

په لاندې ډول د سياسي ارتداد ځينو بېلګو ته اشاره کولای سو:
۱ ـ دا باور درلودل چې اسلامي شريعت په اوسني عصر کې د حکومت لپاره مناسب نه دی، لکه څوک چې د اسلام احکام د تېر وخت لپاره ګڼي او د اوسني وخت د دولتي کارونو د تنظيم لپاره يې مناسب نه ګڼي.

۲ ـ دا باور درلودل چې وضعي قوانين پر شريعت غوره دي، يا دا چې وضعي قوانين د الله تعالی تر حکم عادلانه يا ګټو دي.

۳ ـ دا باور درلودل چې د الله د حکم او د خلکو د حکم تر منځ مساوات شتون لري، په دې باور چې د شريعت پلي کول يا پرېښودل اختياري خبره ده کوم الزام پکې نسته.

۴ ـ دا باور درلودل چې اسلام يوازې په فردي عباداتو پورې محدود دی او د دې څخه انکار کول چې اسلام د ژوند بشپړ نظام دی، چې سياست او حکومت هم پکې شامل دي.
مولوي  نورالحق مظهري

د اسلام ګټي7:

د اسلام بله ګټه دا ده چې په اسلام باندې د انسان نيکۍ څو برابره ډېريږي؛ په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِذَا أَحْسَنَ أَحَدُكُمْ إِسْلاَمَهُ فَكُلُّ حَسَنَةٍ يَعْمَلُهَا تُكْتَبُ لَهُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِمِئَةِ ضِعْفٍ وَكُلُّ سَيِّئَةٍ يَعْمَلُهَا تُكْتَبُ لَهُ بِمِثْلِهَا.(صحيح البخاري: 42) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې يو څوک ستاسې، خپل اسلام ښه کړي نو هره نيکي چې کوي  هغه په لس برابر ورته حسابل کيږي تر اوه سوه برابره او هره بدي چې کوي په يو برابر ورته حسابل کيږي.
دا د اسلام برکت او ارزښت دی چې د انسان هره نيکي څو برابره ورته حسابل کيږي آن تر دې چې تر اوه سوه برابره هم نيکي رسيږي په داسي حال کي چې د چا سره ايمان نه وي د هغه هيڅ عمل بېله ايمانه الله تعالی ته د قبول وړ نه دی که څه ډېر لوی عمل وي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري