۱۴۰۴/۱۰/۲۹

د اسلام ګټي۱۷:

اسلام په هر خیر او اصلاح باندې امر کوي او له هر شر او زیان څخه منع کوي. د کائناتو لپاره هيڅ داسې وړوکې او یا لویه ګټه نسته مګر دا چې اسلام يې په اړه لارښوونه کړېده، هېڅ خیر نسته مګر دا چې اسلام د هغه د لاسته راوړلو لپاره دلالت کړی دی او هېڅ شر نشته مګر دا چې اسلام يې په اړه خبرداری ورکړی دی.

اسلام د الله تعالی په توحید او پر هغه په ایمان امر کوي، د علم او پوهې پر ترلاسه کولو ټینګار کوي، په خبرو او کړنو کې پر عدالت او رښتینولۍ امر کوي، د خپلوانو، ګاونډیانو، ملګرو او د ټولو مخلوقاتو سره د نېکۍ، خپلوي پالنې او احسان امر کوي او له دروغو، ظلم، سخت‌زړتوب، د والدینو نافرمانۍ، بخل او بد اخلاقۍ څخه منع کوي.

اسلام په وفا امر کوي او له خیانت او دوکې څخه منع کوي، په نصیحت، یووالي، اتفاق، مینې، یو بل سره د محبت او پر يو بل د انفاق امر کوي، له دښمنۍ، کرکې، تفرقې، بد چلند او په ناحقه د مال خوړلو څخه منع کوي.

همدارنګه د حقونو د اداء  کولو امر کوي او د هغو د ضد څخه منع کوي، په هر هغه څه امر کوي چې پېژندل سوی، پاک، ګټور او د شریعت، عقل او فطرت له مخې غوره وي او له هر فحشا، منکر او ناپاک کار څخه منع کوي چې د شریعت، عقل او فطرت له مخې بد وي.

اسلام د نېکۍ او تقوا په کارونو کې د یو بل سره د مرستې امر کوي د ګناه او تېري په کارونو کې له مرستې څخه منع کوي، د مخلوقاتو سره د عقيدتي او عبادتي تړاو او د هغوی لپاره د عمل کولو څخه منع کوي او یوازې د الله تعالی عبادت کولو او پر الله تعالی باندې د عقيدې درلودلو ته بلنه ورکوي.

اسلام د دین، نفس، عزت، عقل او مال د ټولو پر ساتني ټينګار کوي، دا دین د هرې زمانې او هرې جغرافيا لپاره جوړ دی، د هر امت او هر قشر لپاره مناسب دی، د دې دین پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انساني کمال په هر صفت کې تر ټولو لوړ مقام لري، له همدې امله د ټولو مخلوقاتو سردار ګرځېدلی دی.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: