۱۴۰۴/۱۰/۳۰

د اسلام ګټي18:

اسلام په ډېرو لويو او سترو ځانګړنو مشتمل دی چې له هغو څخه ځینی یې دا دي:
۱ ـ اسلام د الله تعالی له لوري نازل شوی دین دی. الله تعالی د خپل نبي ﷺ په ستاينه کې فرمايي: وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى * إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى.(النجم:3 – 4) ژباړه: هغه له خپلې خوښې خبرې نه کوي، دا يوازې وحي دي چې ورباندې نازلېږي.
۲ ـ اسلام د ژوند ټول نظامونه او د انسان هراړخيز چلند په بشپړ ډول رانغاړي او د ټولو لپاره مکمل دستور لري.
۳ ـ اسلام د هر مکلف لپاره دی که هغه د پېريانو څخه وي او که د انسانانو څخه وي، په هره زمانه کې چې وي او په هر ځای کې چې وي مکان،  الله تعالی فرمايي:  قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا.(الاعراف: 158)  ووايه: اې خلکو! بېشکه زه تاسو ټولو ته د الله رسول يم.
۴ ـ اسلام د ثواب او عذاب له پلوه اخروي جزا لري سربېره پر دې چې دنيوي جزا او مکافات هم لري.
۵ ـ اسلام هڅه کوي چې انسانان د انساني کمال تر ټولو لوړي ممکنې درجې ته ورسوي؛ دا د اسلام مثالي اړخ دی، خو په عين حال کې د انسان له فطرت او واقعي حالت څخه هم غفلت نه کوي او دا د اسلام واقعي اړخ دی.
۶ ـ اسلام په خپلو عقيدو، عباداتو، اخلاقو او نظامونو کې منځنی (اعتدالي) دين دی: الله تعالی فرمايي: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا.(البقرة: 143) ژباړه: او همداسې مو تاسې يو منځنی امت ګرځولي ياست.
دا د اسلام ښکلي ځانګړنې دي چې بل هيڅ دين يې نه لري، نو ځکه ويلای سو په ټولي نړۍ او ټوله زمانه کې اسلام بې مثاله او بې همتا دين دی هر څوک يې بايد د ټولو اساساتو سره د ځان لپاره انتخاب کړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: