۱۴۰۳/۰۵/۱۳

د دين په ټولو شعبو کې د يو بل سره مرسته وکړئ:

د اسلام مبارک دين د څلورو شعبو له لاري ساتل شوی او پرمختګ يې کړی دی؛ د دعوت او تبليغ له  لاري، د جهاد او قتال له لاري، د تعليم او تدريس له لاري او د تزکيې او تصوف له لاري.

په اسلام کې داسي وېش ندی راغلی چې څوک به يوه طريقه چلوي او بل څوک به بله طريقه چلوي بلکې په څلور واړو کې خدمت د هر مسلمان دنده او وظيفه ده لکه پخوانيو خلکو ته چې الله تعالی داسي قوت ورکړی وو چې څلور واړه طريقې به يې هم مهاله پرمخ بيولې خو زموږ د زمانې خلک چې ضعيف شوي او په يوه يا دوو  طريقو کې خدمت کوي د نورو طريقو د لارويانو سره بايد مرسته وکړي.

که څوک د جهاد لاره غوره کوي بايد د مبلغ، مدرس او متصوف سره هم مرسته وکړي، که څوک د تبليغ پر مسير روانيږي بايد د مدرس، مجاهد او متصوف سره هم مرسته وکړي، که څوک د تدريس وظيفه انتخابوي بايد د مجاهد، مبلغ او متصوف سره هم مرسته وکړي او که څوک تزکيې او تصوف ته مخه کوي بايد د مدرس، مجاهد او مبلغ سره هم مرسته وکړي.

دا د اسلام اعجاز دی چې د پرمختګ  لپاره يې الله تعالی دومره ډېري لاري پيدا کړي دي که غواړو چې په رښتيا د خپل دين لپاره خدمت وکړو ارومرو بايد د يو بل سره مرسته وکړو او د يو بل د کار مخنيوي او پر يو بل باندي نيوکې ونکړو.

دا به زموږ لپاره لوی زيان وي چې يوه طريقه انتخاب کړو او پر نورو طريقو رد وکړو يا يې خدمت ته خنډ واچوو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: