۱۴۰۳/۰۵/۱۳

د بيان او تبليغ آداب:(۸)

د بيان او تبليغ بل ادب دا دی چې بيان بايد په ډېره کچه ونشي بلکې د اړتيا سره سم او د خلکو د غوښتني په اندازه وشي؛ د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: حَدِّثِ النَّاسَ كُلَّ جُمُعَةٍ مَرَّةً فَإِنْ أَبَيْتَ فَمَرَّتَيْنِ فَإِنَّ أَكْثَرْتَ فَثَلاَثَ مِرَارٍ ، وَلاَ تُمِلَّ النَّاسَ هَذَا الْقُرْآنَ.[صحيح البخاري ۶۳۳۷]
ژباړه: خلکو ته هر جمعه خبري وکړه که دي ډډه کول نو دوه ځلي يې وکړه، که دي ډېري کولې نو درې ځلي يې وکړه او خلک د قرآن څخه مه ستړي کوه.
عبدالله ابن مسعود رضي الله خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی د دې لپاره چې خلک ستړي نشي لکه په حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي وَائِلٍ قَالَ كَانَ عَبْدُ اللهِ يُذَكِّرُ النَّاسَ فِي كُلِّ خَمِيسٍ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ لَوَدِدْتُ أَنَّكَ ذَكَّرْتَنَا كُلَّ يَوْمٍ قَالَ أَمَا إِنَّهُ يَمْنَعُنِي مِنْ ذَلِكَ أَنِّي أَكْرَهُ أَنْ أُمِلَّكُمْ وَإِنِّي أَتَخَوَّلُكُمْ بِالْمَوْعِظَةِ كَمَا كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَتَخَوَّلُنَا بِهَا مَخَافَةَ السَّآمَةِ عَلَيْنَا.[صحيح البخاري۷۰]
ژباړه: د ابي وائل څخه روايت دی چې عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی، يو کس ورته وويل: ای ابو عبدالله کاشکې دي هره ورځ موږ ته بيان کولای! عبدالله ابن مسعود ورته وويل: ما نه منعه کوي مګر دا چې زه وېرېږم چې تاسي به ستړي شی او زه په بيان کې داسي ستاسي مراعات کوم لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې زموږ مراعات کوی له دې وېري چې موږ ستړي نه شو.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د اصحابو عادت ته په کتو هر بيان کوونکی بايد خلکو ته ډېر بيان ونکړي تر څو خلک ستړي نشي او د بيان څخه يې زړه بد نشي.
د ډېر بيان کولو بل تاوان دا دی چې خبري په خلکو کې بې تأثيره کيږي ځکه د ستړيا سره دا لازمه ده چې خبري دي په خلکو کې عادي شي او خپل ارزښت دې له لاسه ورکړي او د دې پر عکس که خبري لږ وي خلک به ارومرو خبرو ته تږي وي او په ډېري لېوالتيا سره به يې اوري.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: