۱۴۰۳/۰۵/۰۸

د بيان او تبليغ آداب:(۶)

شپږم ادب د بيان دا دی چې بيان بايد نه ډېر اوږد وي او نه هم ډېر لنډ وي بلکې منځنی او متوسط وي لکه صحابه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان قيصه همداسي کوي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ كُنْتُ أُصَلِّى مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَكَانَتْ صَلاَتُهُ قَصْدًا وَخُطْبَتُهُ قَصْدًا.[صحيح مسلم ۲۰۴۰]
ژباړه: جابر بن سمره رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه نو لمونځ به يې هم منځنی وو او خطبه به يې هم منځنۍ وه.
همدغه روايت په ابوداود کې راغلی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به څو آيتونه تلاوت کړه او خلکو ته به يې بيان وکړ.[سنن ابي داود ۱۱۰۳]. يعني د څو محدودو آيتونو په لوستلو سره به يې بسنه کوله.
د متوسط بيان ګټه دا وي چې خلک نه ستړي کيږي او په تفهيم کې يې پر خلکو بوج نه راځي بلکې په ښه آرامۍ سره يې هر څوک اوري او ښه يې زده کوي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: