۱۴۰۳/۰۵/۱۳

د بيان او تبليغ آداب:(۷)

بل ادب د بيان دا دی چې بيان بايد په ښه آرامۍ او اطمينان سره وشي په دې معنی سره چې د بيان په کولو کې د چټکۍ او تيزۍ څخه کار وانخستل شي، ځکه تيز بيان د خلکو په ذهنونو کې ځای نه نيسي او هيڅ نشي ورڅخه زده کولای لکه عائشه رضي الله عنها چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان په اړه فرمايي:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ : كَانَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- لاَ يَسْرُدُ الْكَلاَمَ كَسَرْدِكُمْ هَذَا وَلَكِنْ كَانَ إِذَا تَكَلَّمَ تَكَلَّمَ فَصْلاً يُبَيِّنُهُ يَحْفَظُهُ كُلُّ مَنْ سَمِعَهُ.[السنن الکبري للبيهقي۵۹۶۸]
ژباړه: عايشه رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به خبري په ډېر تلوار نه کولې لکه تاسي يې چې کوی بلکې هغه به چې کله خبري کولې نو جدا جدا به يې کولې او هر اورېدونکې به يادولې.
په تيز بيان باندي نه تنها دا چې خلک سم نه پوهيږي بلکې د تبليغ کوونکي څخه هم ډېري خبري پاتيږي او ممکن ډېري داسي خبري چې دی يې د کولو اراده ولري ورڅخه پاتي شي چي په نتيجه کې به د ځان او خلکو وخت هم ضايع کړي او د ښه بيان څخه به هم خلک محروم کړي ځکه که دی سم بيان وکړي خلک به ورڅخه استفاده وکړي او که دی سم بيان نشي کولای بل څوک به يې وکړي. 
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: