۱۴۰۳/۰۳/۰۶

د اسرائيلو ظلم او د نړۍ ناتواني:

د اسرائيلو څخه د امريکا، بريتانيا او فرانسې قاطع ملاتړ، د عربي هيوادونو بې غيرتي، د اسلامي نړۍ بې اتفاقي او د ټولي نړۍ غفلت د اسرائيلو په وړاندي نن ټوله نړۍ عاجزه او ناتوانه کړېده ځکه نو اسرائيلو ته يې دومره جرأت ورکړی دی چې د ټولي نړۍ په مخ کې په غزې او رفح کې ټول وژنه کوي او د ملګرو ملتونو په غونډو کې د اسرائيلو نماينده د ټولي نړۍ د نماينده ګانو په مخ کې د فلسطينيانو په وړاندي د ظلمونو د درېدلو لپاره پرېکړه ليک څيري او کچرې ته يې وراچوي.

پر فسلطينيانو د ټولو ظلمونو اصلي سبب امريکا، بريتانيا او فرانسه هيوادونه دي ځکه که دوی په قطعي توکه د اسرائيلو هر اړخيزه مرسته نه کولای هيڅ وخت اسرائيلو داسي جرأت نشو پيدا کولای.

په دويم قدم کې عربي هيوادونه ډېر سخت ملامت دي ځکه که دوی د اسرائيلو په وړاندي د مخالفت ږغ پورته کړی وای او د هغوی سره يې خپلي مرسته درولي وای هيڅ کله به اسرائيلو داسي تېره ښکرونه نه وای پيدا کړي.

په درېيم قدم کې هغه اسلامي هيوادونه ډېر سخت ملامت دي چې اسرائيلي حکومت يې په رسميت پېژندلی او لا هم د اسرائيلو سره سياسي، نظامي او اقتصادي اړيکي ساتي او لا هم د دوی په هيوادونو کې اسرائيلي سفيران ديپلوماتيکي حضور لري.

او په څلورم قدم کې ټوله نړۍ ځكه ملامته ده چې د اسرائيلو په وړاندي يې د امريکا له ويري ډېر د نرمۍ او تسامح پاليسي غوره کړېده له همدې امله اسرائيل ورځ تر بلي خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي او د ټولو عقلي او بين المللي اصولو پر خلاف د غزې او رفح ښارونو مځکي لاندي کوي او مظلوم اوسېدونکې يې وژني.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: