د علم او مال تر منځ ځيني توپيرونه مو په لومړۍ برخي لیکنې کې ولیکل، ځيني دا دی په دې برخي کي ستاسي مخي ته ږدو:
۲۲ ـ امت د هغه چا پر احترام اتفاق لري چې د مال د ټولولو څخه ځان ليري ساتي او د هغه چا پر بد ګڼلو اتفاق لري چې ځان د علم د حاصلو څخه ليري ساتي.
۲۳ ـ د مال د بډايۍ سره وېره او عمګيني مل وي خو د علم د بډايۍ سره امن او خوشحالي مل وي.
۲۴ ـ په مال باندي بډا ارومرو د مال څخه جدا کيږي نو ځکه عذاب او درد ويني خو په علم باندي بډايي له خپل خاوند څخه نه جدا کيږي نو ځکه نه عذاب ويني او نه هم درد.
۲۵ ـ په مال باندي ښايست په هغو مستعارو کالو ښايست دی چې ارومرو به يې يوه ورځ اصلي خاوند ته سپاري خو په علم باندي ښايست په هغه ټينګ او کامله صفت باندي ښايست دی چې هيڅ وخت د خپل خاوند څخه نه جدا کيږي.
۲۶ ـ په مال باندي بډايي د نفس لپاره لوږه ده خو په علم باندي بډايي اصلي او حقيقي بډايي ده.
۲۷ ـ څوک چې د مال په سبب پرمختګ وکړي او عزتمند شي کله يې چې مال ختم شي پرمختګ او عزت يې هم ورسره ختم شي خو څوک چې د علم په سبب پرمختګ وکړي او عزتمند شي ورځ تر بلي يې پرمختګ او عزت ډېريږي.
۲۸ ـ د مال په سبب حاصل شوی خوند يواځي د تازه راتللو په وخت کې وي خو د دوام په وخت کې دغه خوند يا ختم کيږي او يا هم کميږي مګر د علم خوند هم د تازه راتللو په وخت کې وي او هم د بقاء په وخت کې وي البته د تازه راتللو په وخت کې يې خوند نور هم پسې ډېريږي.
۲۹ ـ په مال باندي بډايي د دې غوښتنه کوي چې دی بايد د مال په لګولو د خلکو سره احسان او نيکي وکړي؛ که يې د نيکۍ دروازه پر ځان وتړله نو په خلکو کې په بې خيره او بې ګټي مشهور شي نو خلک بغض ورسره کوي، بد يې وايي او سپکاوی يې کوي همداسي د دومره آفتونو ورته مخ شي لکه وچ بوټي چې په اور باندي سوځوې؛ کله چې دی په دې باندي پوه شي چې خلک يې بد ګڼي او سپکاوی يې کوي نو ارومرو يې زړه درد کوي او ډېر غمونه يې په زړه اوري او که د نيکۍ او ورکړي دروازه خلاصه کړي نو ارومرو ځينو ته به يې ورکوي او ځينو ته به يې نه ورکوي چې په دې کار سره د نوموړي په وړاندي د پاتي خلکو د دښمنۍ او کرکي دروازې را خلاصيږي؛ خو دغه آفات د علم بډايۍ او سرمايې ته نه پېښيږي ځکه د علم خاوند خپل علم هر چا ته ورکولای شي بلکې د ټولي نړۍ سره يې شريکولای شي او چې چا ته يې ورکړي د نورو سره يې د شريکولو امکان نه کميږي او چې څوک يې واخلي د هغه سره تل پاتيږي بلکې هغه يې نور پسې ډېرولای شي.
۳۰ ـ د مال را غونډول درې مهمي ستونزي او مهم مشکلات د ځانه سره لري:
۱ – د مال راټول د ځانه سره سختۍ، ستونزي او دردونه لري چې بېله هغو په لاس نشي راتللای.
۲ – د مال د راټولو وروسته هغه ساتنه او حفاظت غواړي چې په سبب يې خاوند سهار او ماښام د غمونو او ستړياوو سره مخامخ وي.
۳ – د مال د زائل کېدلو وروسته يې خاوند ته ډېري پريشانۍ او غمونه پيدا کيږي او دا چې ځيني وختونه د مال او خاوند تر منځ يې واټن رامنځ ته کيږي نو په سبب يې ډېري روحي نا آرامۍ د مال خاوند ته پيدا کيږي او دا چې د مال د پيدا کولو او لګښت په سبب په دنيا او آخرت کې د مال خاوند د څومره پوښتنو او ګروېږنو سره مخامخ کيږي دا خو لا بېله خبره ده؛ خو د علم خاوند نه تنها دا چې د داسي ستونزو څخه په آمان دی بلکې علم يې لذت او خوند ورته بخښي او چې څومره يې علم ډېريږي په هماغه کچه يې حساب ورته آسانه کيږي.
۳۱ ـ ډېری وختونه د مال خاوند د مال سره د ډېر محبت له کبله د مرګ څخه کرکه کوي تر څو د خپل مال څخه نوره ګټه پورته کړي خو د علم خاوند د الله تعالی ملاقات ته تږی وي او تر دنيا يې د آخرت سره زړه ډېر تړلی وي.
۳۲ ـ ډېری وختونه د مال د خاوندانو نومونه د مړيني وروسته ختم شي او د خلکو هېر شي خو د علم خاوند که مړ هم شي ياد يې د خلکو سره پاتي وي.
۳۳ ـ زړه د بدن پاچا دی او علم يې ښايست او آمادګي ده؛ پاچا ارومرو د لښکرو شمېر او آمادګۍ ته اړتيا لري نو علم يې سورلي، آمادګي او ښايست دی او د مال څخه د خپل ځان او لښکر په آمادګۍ کې ګټه پورته کولای شي او په خپلو مهمو اړتياوو کې يې لګولای شي نو ځکه علم يې اصل او مال يې فرع شو.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر