۱۴۰۳/۰۳/۰۷

د علم او مال تر منځ توپير:

لیکنه: يونس بن محمد الصباحي
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري.
که څه هم حلال مال ډېر ښه شی دی او په درلودلو يې انسان ډېر څه لاس ته راوړلای شي؛ همداسي بېله مال څخه ډېر ښه کارونه دي چې نشي کېدلای خو چې کله يې د علم سره پرتله کړو بيا نو علم په ډېرو مراتبو تر مال غوره او ښه دی؛ لاندي هغه ځيني توپيرونه دي چې موږ را غونډ کړي او تاسي ته يې نشر کوو:
۱ ـ علم د انبياؤ ميراث دی او مال د پاچاهانو او اغنياؤ ميراث دی.

۲ ـ علم خپل خاوند ساتي او د مال خاوند خپل مال ساتي.

۳ ـ مال په مصرف او لګښت کميږي خو علم په مصرف او لګښت ډېريږي.

۴ ـ د مال خاوند چې کله مړ شي مال ورڅخه پاتيږي خو د علم خاوند چې کله مړ شي علم قبر ته ورسره داخليږي.

۵ ـ علم پر مال حاکم دی خو مال پر علم نشي حاکم کېدلای.

۶ ـ مال مسلمان، کافر، ښه سړي او بد سړي ټولو ته حاصليږي خو ګټور علم يواځي مسلمان او ښه سړي ته حاصليږي.

۷ ـ عالم ته پاچاهان او تر هغوی کښته خلک اړتيا پيدا کوي خو د مال خاوند ته نيستمند او وږي خلک اړتيا پيدا کوي.

۸ ـ نفس د علم په حاصلولو او راټولولو عزتمند او صفا کيږي خو مال نه نفس صفا کوي، نه يې کمال ته رسوي او نه يې هم د ښو خلکو د ستايني وړ ګرځوي بلکې د مال په ډېرېدلو نفس نور هم نيمګړي کيږي، بخالت ورته پيدا کيږي او حرص يې ورسره ډېريږي.

۹ ـ مال انسان سرکښۍ، فکر او تکبر ته رابولي خو علم انسان عاجزۍ او عبادت ته رابولي.

۱۰ ـ علم د نفس ساتونکی دی او هغي نيکمرغۍ ته يې رسوي کوم چې نفس له هغې لپاره پيدا شوی دی خو مال د نفس او رښتيني نيکمرغۍ تر منځ پرده ده او نفس د ډېرو کمالاتو څخه راګرځوي.

۱۱ ـ څوک چې په علم کې غني وي هيڅ وخت په علمي ډګر کې نه مسکين کيږي خو په مال باندي غني هر ګړی د مالي مسکنت سره مخامخ وي.

۱۲ ـ مال خپل خاوند د ځان محبت او بندګۍ ته رابولي خو علم بيا انسان د الله تعالی محبت او بندګۍ ته  رابولي.

۱۳ ـ د علم محبت او د علم طلب د هر طاعت او عبادت لپاره اصل او سبب دی خو د مال محبت او طلب د هري ګناه لپاره اصل او سبب دی.

۱۴ ـ د بډا انسان ارزښت په مال کې دی او د عالم ارزښت په علم کې دی؛ کله چې د بډا انسان مال ختم شي ارزښت يې هم ورسره ختم کيږي خو د عالم ارزښت ځکه نه ختم کيږي چې علم يې نه ختم کيږي بلکې د ممارست په شرط ورځ تر بلي يې علم ډېريږي چې هم مهاله يې ارزښت هم ورسره ډېريږي.

۱۵ ـ د پيسو ماهيت د بدن ماهيت ته ورته دی او د علم ماهيت د روح ماهيت سره ورته دی او د دوی ترمنځ توپير د روح او بدن ترمنځ توپير دی؛ يعني لکه بدن چې له منځه ځي مال هم له منځه ځي او لکه روح چې له منځه نه ځي علم هم له منځه نه ځي.

۱۶ ـ عالم ته که د ده د علم په اندازه د علم په عوض کې مال ورکړل شي نه يې مني خو هوښيار بډا انسان چې کله د علم عزت او ارزښت و ويني او کمال يې درک کړي ارومرو يې زړه غواړي چې خپله ټوله سرمايه د علم په عوض کې ورکړي. يعني عالم خپل علم پر مال نه سودا کوي خو داسي هوښيار بډا چې د علم په ارزښت پوه وي دېته حاضر دی چې خپل مال په علم باندي سودا کړي.

۱۷ ـ ډېری انسانان چې د الله تعالی اطاعت کوي د علم په ذريعه يې کوي او ډېری کسان چې د الله تعالی نافرماني کوي د مال په سبب يا د مال لپاره يې کوي.

۱۸ ـ عالم انسان په علم او حال باندي نور خلک الله تعالی ته رابولي خو د مال ټولوونکی انسان په خپل مال او حال نور خلک دنيا او مال ته رابولي.

۱۹ ـ د پيسو شتمني کيدای شي د خپل مالک لپاره د ډيرو ستونزو لامل شي، مګر علم د عالم او نورو انسانانو د ژوند لامل کيږي، او کله چې خلک يو څوک ويني چې دوی کنټرولوي او د هغه په لټه کې دي دوی د هغه سره مينه لري، د هغه خدمت او عزت کوي.

۲۰ ـ د دنيا څخه  انسان ته وهمي او خيالي خوند راځي او که يې په خپلو شهوتونو او خواهشاتو کې ولګوي نو بيا حيواني خوند ورته راځي خو د علم خوند عقلي او روحاني خوند دی چې د فرشتو د خوند او لذت سره ورته دی.

۲۱ ـ د ټول امت هوښياران پر دې اتفاق لري چې د مال په ټولولو کې ډېر حرص او لوټماري ناوړه عمل دی او انسان بايد ځان ورڅخه وساتي خو د علم په ټولولو او حاصلولو کې زيار ايستل ښه کار دی بلکې د انسان لپاره کمال دی او انسان د ستايني او تقدير وړ ګرځوي.
دوام لري.....

هیچ نظری موجود نیست: