۱۴۰۳/۰۳/۰۳

مسخه شوي فکرونه وپېژنئ!(دويمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
زموږ د زمانې مسخه شوي فکرونه د داسي لويو حقايقو څخه انکار کوي چې هوښيار انسان ورته هک پک پاتيږي او داسي خبري کوي چې د هوښيار ماشوم ذهن ته لا هم نه تيريږي، د بېلګي په ډول: ځيني وايي: طالبان ولي په افغانستان کې ټول شموله حکومت نه جوړوي، ځيني وايي: د طالبانو نظام ځکه مشروعيت نه لري چې نړۍ يې په رسميت نه پېژني او ځيني بيا په هر کار کې طالبان دخيل بولي.

که راشو د ټول شموله حکومت موضوع ته؛ يو خو دا د ټول شموله حکومت واضح تفسير دوی نه دی کړی بلکې د خپلو نفسي غوښتنو پر اساس يې د يوې سوژې او جنګجالي موضوع په صفت يې کاروي او غواړي د ذهنيتونو د تخريب او تخريش له لاري اوسنی نظام د ننګونو سره مخامخ کړي ځکه نو چې کله په همدې موضوع کې بحث ورسره وکړې هيڅ ثابت نظر او سالمه پاليسي نه لري بلکې کله يې د سياسي حزبونو په ګډون تعبيروي، کله يې د ټولو قومونو په ګډون تعبيروي، کله يې د ښځو په ګډون تعبيروي او کله يې بيا د پخوانيو چارواکو په ګډون تعبيروي.

که اسلامي دستوراتو او عقلي معيارونو ته راشو دا به راته ثابته شي چې د نظام د جوړولو لپاره هيڅ حزبي، ژبنی او اقليمي محورونه شتون نه لري بلکې په اسلام کې د عادل، مقتدر، خپلواک او مصلح نظام جوړول مهم دي او داسي نظام د سوسياليسم، حزب پالني او وطن پرستۍ په چوکاټ کې نه جوړيږي بلکې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې جوړېدلای شي.

د ټول شموله نظام تعريف بايد موږ د داسي کسانو څخه ومنو چې دوی خپله ټول شموله وي؛ هغه کسان چې ډېر محدود او محصور فکر لري، د هر څه  لپاره يواځي ځان او خپل همفکره خلک مناسب بولي او د اسلامي افغاني کلتور سره نابلده وي د هغوی څخه د ټول شموله نظام تعريف هيڅ قابل د قبول نه دی ځکه دوی ټول شموله نظام نه پېژّني بلکې ځان يې ټول شموله نه دی جوړ کړی، په دې خاطر چې ټول شموله انسان دا نه دی چې د هر چا سره د تسليمۍ او تأييد سر ښوروي، نړۍ يې په رسمت پېژني او په خبرو کې تکلف او سختي کوي بلکې ټول شموله انسان هغه دی چې په خپل چاپېريال کې د ټولو شيانو په اړه خپل مسئوليت وپېژني او اداء يې کړي.

په اسلام کې د نظام منابع او موخي ډېري مهمي دي؛ کوم نظام چې منابع او موخي يې اسلامي وي هغه ته اسلامي نظام ويل کېدلای شي او په اصلي معنی ټول شموله بلل کيږي ځکه ټول شموله نظام هغه دی چې د هر انسان حق پکې خوندي وي او هره فيصله يې د عدل او انصاف پر اصولو ولاړه وي.

موږ چې د تېر دور څخه بيا تر اوسه د اسلامي امارت په اړه کوم معلومات لرو دا راته ثابته شوېده چې اسلامي امارت، اسلامي نظام دی او د منابعو او موخو له جهته پر اسلامي اساساتو ولاړ دی البته د دې معنی دا نده چې په نظام کې به ټول مسئولين داسي پاک خلک وي لکه فرشتې او يا به هم د نظام د حاکميت په وخت کې کوم جرم سر ته نه رسيږي؛ ځکه بېله انبياؤ بل هيڅوک د ګناه څخه پاک نشي ګڼل کېدلای او نه هم انسانان داسي نظام جوړولای شي چې په تمامه معنی دي د جرمونو څخه پاک وي بلکي چې د نظام اصول او منابع اسلامي وي او د اسلامي موخو لپاره کار کوي بس همدومره د نظام د اسلاميت لپاره بسنه کوي.

دا هم مسلمه خبره ده او موږ يې بايد ومنو چې لکه غير اسلامي نظام چې د ځينو ښو خلکو په شتون نه اسلامي کيږي، اسلامي نظام د ځينو بدو خلکو په شتون نه غير اسلامي کيږي بلکي په نظام کې رهبري، منابع او موخي مهمي دي له همدې امله په نظام کې ظاهري نيمګړتيا د نظام اسلامي کېدل تر پوښتني لاندي نه راولي او نه هم د دې معنی ورکوي چې نظام ټول شمول ندی.

حقيقت دا دی چې اوسنی نظام په دې معنی چې د ټول ولس غم بايد وخوري او اهل کسان پر دندو وګماري ټول شمول دی ځکه په شعوري ډول د هيڅ هيوداوال حق تر پښو نه لاندي کيږي او قصدا نااهله کسان پر دندو نه ګمارل کيږي خو کوم کسان چي يې د ټول شمول په صفت نه پېژني د هغوی فکرونه مسخه شوي دي او د فکري انحراف ښکار ګرځېدلي دي.

بله مسئله چې ځيني کسان يې په اړه ناسم تحليلونه کوي د امريکا څخه د 40 ميليونه ډالرو خبره ده چې ځيني وختونه د مرسته کوونکو هيوادونو لخوا افغانستان ته رالېږل کيږي؛ د يادي مرستي په اړه مرسته کوونکې هيوادونه، امريکا او ملګري ملتونه ټول وايي چې دا مرسته موږ طالبانو ته نه ورکوو بلکې دا هغه مرسته ده چې په افغانستان کې د بهرنيو مرستندويه مؤسساتو لخوا د يوه خاص ميکانيزم له مخي پر افغانانو وېشل کيږي او دا خبره طالبانو هم په څو ځله کړې چې دا مرستي زموږ په اختيار کې نه راکول کيږي بلکې د نړيوالو ناظرينو تر څارني لاندي د مؤسساتو لخوا پر اړمنو افغانانو توزيع کيږي خو فکري منحرفين پر دې خبره ټينګ ولاړ دي چې دا مرستي د امريکا لخوا طالبانو ته ورکول کيږي بلکې دا د امريکا او طالبانو ترمينځ د يو مرموز تړون برخه ګڼي؛ د دې څخه له ورايه ښکاري چې د دغه خلکو فکرونه مسخه شوي کنه نو د داسي سترو حقايقو څخه به يې انکار نه کولای.

بله مسئله د تبعيض او قومي تربګنۍ خبره ده؛ کوم کسان چې خپله په واقعي ډول په قوم پرستۍ تورن دي د ميډيا پر مخ اسلامي امارت په قوم پرستۍ او نژاد پرستۍ متهم کوي تر څو په هيواد کې د افغانانو تر منځ راغلی اتفاق او اتحاد له منځه يوسي او افغانان د سوسياليستي منحوسي جګړې په اور کې وسوځوي په داسي حال کې چې پر دوی خپله کره اسناد شته چې د ډېره وخته څخه بيا تر اوسه پوري د افغان د ټکي سره مخالف دي بلکې د طالب سره يې دومره په پټو دښمني شروع کړې وي چې ځيني وختونه ورڅخه اوتي بوتي ويل کيږي لکه څه مده وړاندي چې يوه کس ويل: د بغلان په سيلابونو کې د طالبانو لاس دی يعني سيلابونه د طالبانو له لاسه پر خلکو راغلي دي؛ په داسي حال کې چې هر هوښيار انسان حتی يو کوچني ماشوم لا هم په دې پوهيږي چې د سيلاب راتلل د باران له کبله کيږي او د باران په کېدلو کې د هيچا لاس نه دی بلکې د الله تعالی په قدرت سره کيږي.

آخري خبره دا کول غواړم چې ټول هيودوال بايد ځانونه پوه کړي چې د داسي خلکو ذهنونه دومره ډېر خراب شوي چې فکرونه يې بيخي مسخه شوي او د فکري انحراف په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي ځکه نو د داسي خلکو پر تجزيي او تحليل هيڅ غوږ مه نيسئ او د دوی له آدرسه پر هيڅ شي باور مه کوئ.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: