۱۴۰۲/۰۹/۰۴

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(دويمه شبهه)

ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري
د شرعي حجاب مخالفین وايي: حجاب د عربو د جاهليت د زمانې د عاداتو څخه يو عادت دی ځكه چي په عربوكي حمايت د شرف او په حياء کي غلو ډېره وه له همدې امله به يې خپلي لوڼي د پيغور له وجهي ژوندۍ په خاورو كي پټولې نو يې د خپل پخواني تعصب او عار له مخي پر ښځو حجاب حتمي کړ او دا معلومه خبره ده چي اسلام د عربو ټول باطل رسمونه ناروا ګڼلي او بند کړي يې دي ځکه نو حجاب شاته تګ او تر نورو ټولنو شاته پاته کېدل دي.
ځواب: لومړی خو دا خبره غلطه ده چي اسلامي حجاب دي د جاهليت د وخت په عربو پوري وتړل سي ځكه چي هغوی د اسلام مخكي حجاب نه پې‍ژندی، ‌په دې خاطر دی چي الله پاك مسلمانانو ښځو ته د دې خطاب كوي چي تاسي په خپلو كورونو كي كښېنئ او د جاهليت د وخت تبرج او بې حجابي مكوئ.وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَـاهِلِيَّةِ الأولَى.( )
لكه چي د هغو ډېرو احاديث څخه چي په بد ګڼلو كي د تغيير لخلق الله راغلي دي له ورايه ښكاري چي د ورېښتيانو نښلول او كښل د اسلام مخكي په يهودي ښځو كي وو او دا هم مشهوره خبره ده چي بې حجابو ښځو به دغه كارونه كول خو د اسلام د راتګ سره  ورباندي بنديز ولګول سو؛ نو بې حجابي هم همداسي په دوی كي ناوړه عادت وو چي د اسلام په راتګ سره ورباندي بنديز ولګول سو.
دا صحيح خبره ده چي اسلام د عربو هغه بد او ناوړه عادتونه او اصطلاګاني باطلي كړي دي خو سره ددې يې د دوی هغه كارونه پر خپل ځای باندي پرېښودل چي ښه كارونه وه لكه:مېلمه پالنه، شجاعت، سخاوت او داسي نور....
او د دوی د ناوړه عادتونو څخه يو عادت دغه وو چي ښځي به په زينت كي، لڅ مخ، لڅه غاړه او لڅي ووږې (لكه اوس په بهرني هيوادونوكي) د كور څخه بهر وتلې نو الله پاك پر ښځه باندي حجاب فرض كړ تر څو ښځي ته لوړه مرتبه وركړي، د دې د عزت او كرامت ساتنه وكړي ‌او د دې څخه د فاسقانو او مغرضو انسانانو آزار بند كړي.
دويمه خبره دا ده چي كله مسلماني ښځي په خپلو هغه كالو باندي خوشالي وي چي اغوستل يې دوی د متخلفينو او شاتګپالو په ټولنه كي نه داخلوي نو د دې كار ضرر هغه خلګو ته څه شی دی چي په دې كار(يعني تخلف او شاتګپالني كي) مخ ته تللي دي؟ همدا راز چي كله مسلمانه ښځه خپل حجاب اغوندي او هيڅ ورڅخه په تنګه كيږي هم نه نو بيا د څه لپاره دغه خلګ په يوې شخصي او فردي قضيې كي دومره سره را ټول سويدي؟. 
د تعجب وړ خبره خو دا ده چي موږ يې اورو دغه خلګ چي شخصي حريت او آزادۍ ته نور خلګ را بولي او د هغه ستاينه كوي او هيچاته ددې اجازه نه وركوي چي د دوی ښځو ته دي څوك لاس وروړي خو خپله په نورو باندي د خپلي خوښي د لباس په اغوستلو د نورو خلګو په حريت كي مداخله كوي؟
نو اصلي خبره همدا ده چي دوی په مسلمانانو كي د فحشاء او بې حيايۍ د ډېرولو لپاره داسي پلانونه پر مخ باندي بيايي، كنه نو مسلماني ښځي نه تنها دا چي د خپل حجاب سره په عذاب ندي بلكي په ډېر شوق او لېوالتيا سره خپلي اسلامي جامې په تن كوي؛ ښځه چي مسلمانه وي هيڅ كله په داسي لباس باندي نه خوشاله كيږي چي په هغه كي دي ددې ستر نه وي موجود.
دا چي مسلمانه ښځه د خپل حجاب سره څومره ډېره مينه لري ‌دوی ته هم معلوميږي‌ خو په دې خاطر چي دوی دلته خپل اهداف لري نو د خپلو ناوړو كړنو لپاره داسي رنګ وركوي چي ګويا مسلمانه ښځه په خپل حجاب باندي نده خوشاله كنه نو چي دا اوس په اسلامي هيوادونو كي د حجاب په مسئله كي ټول پوښتنه وسي زه په دې باندي پوره باور لرم، چي 90 % په سلوكي مسلماني ښځي به د حجاب پلوي وكړي. 
له همدې كبله موږ وينو چي دغه فحاشان ددې لپاره چي مسلماني ښځي د بې حجابۍ سره آموخته او عادي كړي په پيسو باندي ځيني فاسدي او بدلمني ښځي په بازارونو كي په بې حجابۍ باندي را باسي‌ تر څو نوري ښځي يې وويني او د دوی څخه په متأثره كېدلو مسلماناني ښځي هم خپل حجاب ناديده ونيسي او لڅي وګرځي. 
تاسو ونه ليدل چي په همدغه زموږ اسلامي هيواد كي په بازارونوكي يې ښځي د مدني حركت په پلمه نيمه لڅي را ونه ايستلې؟ د حجاب د بدنامولو لپاره يي د نارينه وو پر سرو باندي بوغرۍ ورنكړې؟ په دې نامه  چي موږ د ښځو د حقوقو څخه دفاع كوو او پر ښځو باندي كورنی تشنج ختموو. 
خو اصلي خبره دا ده چي دغه كارونه ټوله دوی د همدې لپاره كوي چي زموږ د مسلمانو خويندو او ميندو د عزت او پت پړوني د دوی د سرونو څخه وغورځوي او مسلمانه ښځه هم د غربي اوكفري لنډغرو غوندي د نارينه وو د بازيو او سات تېريو  يوه آله جوړه كړي او بس.
لكه په رسنيزو چارو كي چي موږ د فحشاء او بې بندوبارۍ شاهدان يو ‌د باوري خلګو په وينا چي د حجاب او مسلمانو ښځو دښمنان د مسلمانو ښځو د بې حياء كولو لپاره د همدغه شيطاني چم او فريب څخه كار اخلي څو دانې ښځي يې پيدا كړيوي چي د دوی سره په ژونديو خپرونوكي اړيكي ونيسي، په ټلفن كي ورسره ټوكي ټكالي وكړي،‌ زمزې وړاندي كړي او ډول ډول بانډارونه وكړي ‌تر څو چي نوري مسلماناني ښځي يې واوري بيا ور څخه متأثري سي او د دوی غوندي كارونه وكړي. 
آن تر دې چي دغه د دوی ښځي ځي د نورو ښځو سره ويني هغوی دېته تشويقوي تر څو د راډيو سره اړيكه ونيسي او د نارينه وو سره د دوی په اصطلاح د زړه خواله وكړي، كنه نو زموږ مسلماني خويندي دومره د حياء او شرم څخه ډكي دي چي چاته د دروازې ترشا جواب نه وايي، د بيګانه خلګو سره په موټر كي نه سوريږي خو دغه بدبخته إنسان يې كرار كرار د شيطان په چم او مرسته  د ځان غوندي جوړوي.
راځودريمي خبري ته چي هغه دا وه چي دوی وايي: حجاب او مخ پټول انحطاط او شاته تګ دی او د ترقۍ مخي ته خنډ دی.
دوی ته بايد وويل سي چي پرمختګ او شاته تګ هر يو ځان ته سببونه او لاملونه لري، ‌د شرعي حجاب او اخلاقو دخيل ګڼل پكښې ښكاره او بربنډه تېروتنه ده‌ چي تنها هغه څوك په تېروځي او ورڅخه متأثره كيږي چي عقل او درك يې سم نه وي. 
او بيا كه حقيقت ته وګورو نو له ورايه به راته ښكاره سي چي پر مختګ او شاته تګ كله په لباس او كالو پوري تړاو درلودی چي اوس يې ولري؟  پرمختګ او شاته تګ او بدلون په هغه بحثونو، څېړنو او پلټنو باندي كيږي چي انسان يې په خپل عقل او فكر باندي كوي ‌په كالو او ظاهري بڼي پوري هيڅ كار نه لري.
سالمه عقل هم همداسي حكم كوي ځكه كه موږ د تاريخ په اوږدوكي وګورو په مادي لحاظ پرمختللي خلګ په هري ټولني او هر ډول جامه كي تېر سويدي او بيا اسلام خو په دې اړونده مسایلو كي خپل امتحان وركړی دی د نړۍ په سطحه  په مسلمانانو كي په مختلفو برخوكي پوهان پوهان خلګ پيدا سويدي او اوسنی مادي پرمختګ د هغوی د زحمتونو نتيجه ده.
په تېرو وختونوكي چي اسلامي خلافتونه او حكومتونه برحاله او قوي وه د هري ترقۍ او پرمختګ لپاره پرېمانه كارونه پكښې كېدل او په پوره پيمانه پكښې د وخت او زمان د اړتيا سره سم هر قسم فكري او عملي تكنالوژۍ ته پاملرنه كېدل، اختراعات،  انكشافات، څېړني، عصري او مدرني زده كړي، اقتصادي پرمختګ، دفاعي او ساتنيز منظم پلانونه او د انساني ژوند نور ډېر ضرورتونه په پراخه پيمانه پكښې موجود وه. 
هيڅ داسي بېلګه او نمونه څوك نسي وړاندي كولای چي د هغوی د وخت ترقي په بې حجابۍ كي وه بلكي د دې پر عكس هغوی اسلامي حجاب ته ژمن او پوره متعهد وه، داسي هم څوك نسي ثابتولای چي د اسلامي زبرځواكونو د ړنګېدلو او بيا د مسلمانانو د شاته تګ لامل حجاب وو، بلكي حجاب د اسلامي شعائرو څخه يو شعار دی چي د مسلماني ښځي د عزت، پت، شرافت او حياء د ساتني لپاره، او په ټولنه كي د فحشاء د خپرېدلو د مخنيوي په حكمت د الهي دستور په صفت مسلمان يې په عملي كولو باندي مكلف دی. 
‌د حجاب مراعات كول د هرچا خپله شخصي دنده هم ده چي هر څوك بايد په خپلي كورنۍ كي د حجاب په عملي كولو كي پوره جدي وي‌ او بيا چي هر حكومت ځان ته اسلامي وايي د هغه دغه ايماني او وجداني وظيفه ده چي په مسلمانانو كي په زوره حجاب عملي كړي، ځكه ځيني داسي انسانان تل په ټولنه كي موجود وي چي په مسلمانانو كي قصدا د اسلام شعائر كم رنګه كوي او په هره وسيله چي يې په توان كي وي مسلمانان د بې لارۍ او بې دينۍ لوري ته بيايي.
ترڅو وكولای سي مسلمانان د مستقيم مسير څخه واړوي، اسلامي فرهنګ او كلتور ورڅخه بيګانه كړي، ټولنه او اجتماع يې ور فاسده كړي، او د خپل فكر سره سم د خپلو پلان سوو شومو اهدافو لپاره مسلمانان وكاروي.
خلاصه دا چي د دوی دغه خبره سل په سلوكي بې بنياده ده ‌نه حجاب د عربو د جاهليت له عاداتو څخه دی او نه هم اسلام د دوی ټوله عادات رد كړيدي بلكي هغه عادات يې رد كړيدي چي بد او ناوړه عادات وه او دا خبره خو د حقيقت څخه دومره ليري ده چي د تعبير او مقايسې لپاره يې موږ هيڅه بېلګه نلرو چي اسلام دي حجاب منع كړی وي بلكي اسلام حجاب لا ټينګ كړی او مسلمانه ښځه يې پدې باندي مكلفه كړيده چي حجاب وكړي.
او نه هم د حجاب كول، انحطاط او شاته تګ دی، بلكي د حجاب كول د ښځو لپاره تر هري دنيوي پرمختيا ډېرمهم او اړين دی.
كه سړی دخپل عقل څخه كار واخلي، په ټولنه كي په غور او دقت سره وګوري نو په ډېره آسانه به ورته معلومه سي چي نن ډېری اخلاقي فسادونه د همدغه بې حجابۍ څخه پيدا سويدي په هري ټولني او قوم كي چي د حجاب پوره غم خوړل سوی وي ‌په هغوی كي د اخلاقي فساد كچه هم ډېره كمه وي. 
د 2016 ميلادي كال په كلني راپور كي چي په ټولنيزو شبكوكي د آزادو رسنيو لخوا خپور سوی دی داسي راځي:
د جنسي تېريو کلنی راپور …
• امريکا —————-/–• ۸۹.۲۴۱
• هندوستان ———–/–• ۲۱.۳۹۷
• برطانيه —————/–• ۱۵.۰۸۴
• ميکسيکو ————-/–• ۱۴.۰۷۸
• فرانسه —————-/–• ۱۰.۱۰۸
• جرمني —————-/–• ۷.۷۲۴
• پيرو ——————–/–• ۶.۷۵۱
• سويډن —————-/–• ۵.۹۶۰
• فلپاین ——————/–• ۵.۸۱۳
• روسيه —————–/–• ۴.۹۰۷
دا ټول هغه هيوادونه دي چي د ميرمنو د آزادۍ حقوق پکښې عملي سوي دي؛ دوی د ميرمنو آزادي نه بلکي هغوی ته د ورسېدلو آزادي غواړي داسي آزادي چي ښځه د کورني نظام نه محرومه او بازار ته د سکس سمپل په توګه عرضه کړي.
دا هغه شميرې دي چي د دوی لخوا كشف سوي دي ددې څو برابره هغه قضيې دي چي كشف سوي نه دي همدا راز دا هغه پيښي دي چي په زوره سويدي هغه چي د جانبينو په خوښه كيږي هغه ته خو دوی جنسي تېری نه وايي.
دا يې د ملحدانو بشري حقوق! وايي اسلام ښځو ته حقوق نه ورکوي؛ لعنت دې د خداى وي په داسې فاسدو حقونو...
منبع: المنبر ويب پاڼه

هیچ نظری موجود نیست: