۱۴۰۲/۰۹/۰۳

د حسد کوونکي اصل او حقيقت:

آيا پوهېږی چي حسد کوونکی څوک دی، آيا پوهېږی چي حسد څومره بد دی، آيا پوهېږی چي حسد کوونکی د چا ملګری او د چا انډيوال دی، او آيا پوهېږی چي حسد کوونکی د چا سره دښمني کوي؟
د دې لپاره چي حسد او حسد کوونکی ښه وپېژنی او ځانونه د حسد څخه وساتی لاندي څو کرښي ښه په غور ولولئ:
۱ – حسد کوونکی انسان د شيطان د لښکر غړی بلل کيږي ځکه چي لومړی هغه کس چي حسد يې وکړ شيطان وو چي د آدم عليه السلام سره يې حسد وکړ؛ ابن قيم رحمه الله فرمايي: فالحاسد من جند إبليس.[بدائع الفوائد] يعني حسد کوونکی د شيطان د لښکر څخه دی.
همداسي بل ځای وايي: لأن الحاسد شبيه بإبليس وهو في الحقيقة من أتباعه.[بدائع الفوائد] يعني حسد کوونکی د شيطان سره مشابه دی بلکي د هغه د پلويانو څخه دی.
۲ – حسد کوونکی انسان ځان د اهل کتابو سره مشابه کوي چي هغوی د مسلمانانو سره حسد کوی؛ الله تعالی فرمايي: وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ.[ سورة البقرة ۱۰۹]
ژباړه: خوښ لري ډېری د اهل کتابوڅخه دا چي تاسي واړوي (کفر ته) وروسته تر دې چي تاسي ايمان راوړی دی، په خاطر د حسد د دوی (ستاسي سره) وروسته تر دې چي دوی ته حق په وضاحت معلوم سوی دی.
۳ – د حسد کوونکي زړه ناروغ وي او نفس يې په فاسدو افکارو لړلی وي.
۴ – حسد کوونکی تل دښمني او غضب پالي.
۵ – حسد کوونکی تل تکبر کوي.
۶ – حسد کوونکی هيڅ وخت ستا لپاره خير نه غواړي بلکي ستا لپاره غم غواړي او ستا په مصيبت ډېر خوشحاله کيږي؛ الله تعالی د اهل کتابو په اړه فرمايي چي د مسلمانانو سره يې حسد کوی: إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا.[آل عمران ۱۲۰] ژباړه: که تاسي ته نيکي ورسيږي ددوی بد راځي او که تاسي ته بدي ورسيږي نو دوی په خوشحاله کيږي.
۷ – حسد کوونکی تل ستا څخه شکايت کوي
۸ – حسد کوونکی ډېر بخيل وي.
۹ – د حسد کوونکي روح تل نا آرامه وي او زړه يې سکون نلري ځکه دی د نورو انسانانو په نعمتونو غمګين وي.
۱۰ حسد کوونکی د الله تعالی په قضاء نه وي خوشحاله او د الله تعالی پر حکمت نيوکي کوي؛ الله تعالي د يهودو په باره کي فرمايي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې حسد کوی: أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ.[النساء۵۴] بلکي دوی د خلګو سره د الله له لوري پر ورکول سوي نعمت حسد کوي.
۱۱ – حسد کوونکی تل د نورو خلګو مخ ته ستا عيبونه بيانوي، په بدو کارونو باندي تا مشهور کوي او ستا پر آبرو او عزت باندي بريد کوي.
۱۲ – حسد کوونکی د دې تر څنګ چي تا په بدو يادوي تا په داسي کارونو متهم کوي چي تا نه وي کړي دا ځکه چي دده زړه تور وي.
۱۳ – حسد کوونکی ستا نيمګړتياوي افشاء کوي تر څو خلګ درباندي وخندوي.
۱۴ – حسد کوونکی ستا په برياليتوب خوابدی کيږي او په ناکامۍ دي خوشحاله کيږي.
۱۵ – حسد کوونکی هيڅ وخت پر تا باندي باور نه کوي بلکي ستا هر کار ته د شک په سترګه ګوري.
۱۶ – حسد کوونکي ستا سره د الله تعالی پر نعمتونو بخالت کوي ځکه نو هيڅ وخت ستا څخه نه خوشحاله کيږي.
۱۷ – حسد کوونکی د نورو انسانانو تېروتني شميري خو خپل تېروتنو ته يې هيڅ پام نه وي.
۱۸ – د حسد کوونکي سره چي هر څومره ښه وکړې نه ورباندي معلوميږي ځکه نو هيڅ ځای ستا ښه يادونه نه کوي.
۱۹ – حسد کوونکی ځان د خلګو مابين ته ور اچوي او د خلګو په مينځ کي نفرت پيدا کوي تر څو خلګ سره وجنګوي او په ټولني کي کرکه پيدا کړي.
۲۰ – حسد کوونکی د مظلوم په لباس کي ظالم دی او د دوست په لباس کي دښمن دی. 
منبع: قصص القرآن الکريم والسنة النبوية.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: