۱۴۰۲/۰۹/۰۲

متعصبينو ته د حال په ژبه د مبارزينو پيغام:

که څه هم تاسي په تخاطب نه ارزی ځکه تاسي د هغي ډلي انسانانو څخه ياست چي زړونه يې تعصب او حسد تور کړي وي، انساني بصيرت يې ځان ځانۍ ختم کړی وي، عقلاني ادراک يې نفساني خواهشاتو له مينځه وړی وي او ايماني نورانيت او روحانيت يې د مادياتو او جهالت تاريکيو ضعيف کړی وي خو د دې لپاره چي په خدمت کي د مسلمانو مبارزينو په جديت ښه پوه سی او د خپل تعصب، حسد او بخالت په اور کي نور هم وسوځی لاندي خبري دي درته ډالۍ وي:
۱ ـ تاسي خپل شيطنت کوئ موږ به خپل خدمت کوو.
۲ ـ تاسي خپل د درواغو ډُولونه او سورناګاني ږغوئ موږ به په نورمال ډول په خپل طبيعت مخ ته ځو.
۳ ـ تاسي خپله چاپلوسي او بوټ پاکي کوئ موږ به په هڅکه غاړه د خپل ولس او اسلامي نظام لپاره اصلاحي، فکري او فرهنګي کارونه پر مخ وړو.
۴ ـ تاسي په ټولنيزو رسنيو کي خپل پروپاګنډونه، تبليغات، انځورونه او پرتي نشر کوئ موږ به د خپلو تکړه علماؤ، ليکوالانو، استاذانو او زده کوونکو علمي مقالې او مطالب نشر کوو.
۵ ـ تاسي ځانونه د شيطانانو غوندي په درواغو، غيبتونو، تهمتونو او چغلګريو ستړي کړئ موږ به نه تنها دا چي ځانونه او ټولنه د داسي منفي کړنو څخه ساتو بلکي په وړاندي به يې د انبياؤ، مجاهدينو او داعيانو په څېر علني مبارزه کوو.
۶ ـ تاسي د شيطان، نفس، حربي کافر او داخلي منافق په څېر د ټولني فساد ته لېڅي را ونغاړئ موږ به د الله تعالی په مرسته د توحيد، تقوی، اخلاص او زغم په توره ستاسي تور لاسونه پرې کوو او ناوړه پلانونه به مو په نطفه کي خنثی کوو.
۷ ـ تاسي په ښو خلګو کي نفوذ وکړئ، هغوی دوکه کړئ او د انسي شيطانانو په څېر په هغوی ګناه او تېروتني وکړئ موږ به هغوی ته نېکي مشورې ورکوو او چي کوم شی د ځان لپاره غواړو هغه به د هغوی لپاره هم غواړو او په وړاندي به يې د خپل انساني او ايماني احساس له مخي د نصيحت، خير خواهۍ، ايثار او مهربانۍ پاليسی غوره کوو.
۸ ـ که تاسي د ژوند په هره برخه کي زموږ مشرانو، اسلامي نظام، خلګو، علماؤ او ټولنو ته ستونزي جوړوی موږ به د تېر پېر په شان په حکيمانه ډول ستاسي منفوري او دوه مخي څهرې بربنډي کوو او ټولي موخي به مو د خاورو سره خاوري کوو.
۹ ـ که تاسي زموږ په ټولنه کي مأيوسي، منفي ګرايي، انحرافات، خرافات او ګډوډي خپروی په دې باندي پوه سئ چي داسي به ناکامه کېږی لکه تر اوسه چي ناکامه سوي يی.
۱۰ ـ که تاسي هر څومره د خلګو د عنعناتو، احساساتو او کلچرونو څخه ناوړه استفاده وکړی هيڅ شی مو په لاس نه درځي او خپل ټول ارمانونه به د ځانه سره ګور ته وړی.
۱۱ ـ تاسي حضرت معاويه رضي الله عنه ښه پېژندلي يی چي فرمايي: كُلُّ النَّاسِ أَسْتَطِيعُ أَنْ أُرْضِيَهُ؛ إِلَّا حَاسِدَ نِعْمَةٍ؛ فَإِنَّهُ لَا يُرْضِيهِ إِلَّا زَوَالُهَا.[المجالسة وجواهرالعلم۶۵۷]
ژباړه: ټوله خلګ زه خوشحاله کولای سم مګر هغه څوک چي د نعمت له کبله حسد راسره کوي؛ ځکه هغه بېله دې چي هغه نعمت زوال سي په بل شي باندي نه خوشحاله کيږي.
تاسي نه خوشحاله کېږی ځکه نو موږ ستاسي د خوشحالۍ لپاره هڅي نه کوو بلکي ستاسي د شر څخه د مسلمانانو د ساتلو هڅي او کوښښونه کوو.
۱۲ ـ دا د مبارزينو د ښه توب او کمال نښه ده چي ستاسي غوندي سپک خلګ يې مخالف دي لکه شاعر چي وايي: لقد زادني حبا لنفسي أنني ـ بغيض إلى كل امرئ غير طائل.
ژباړه: یقينا چي د ځانه سره مي په دې خاطر مينه ډېريږي چي هر سپک او بې اعتبار انسان زما سره بغض او زما څخه کرکه کوي.
خير خواهي:
البته تر اوسه لا د توبې دروازه نده تړل سوې هر ګناهکار که د خپلي ګناه څخه په اخلاص توبه وکړي اميد سته چي الله تعالی به يې توبه قبوله کړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: