۱۴۰۲/۰۸/۳۰

د غزې په جګړه کي مسلمانانو ته د یهودو پيغورونه:

پر غزې باندي د يهودانو د بريد نژدې دي چي 50 ورځي پوره سي، په دې پنځوسو ورځو کي اسرائيلي يهودانو ډېري سختي بمبارۍ کړي چي په ترڅ کي يې په لسهاوو زره مسلمانان شهيدان کړي، په لسهاوو زره يې ټپيان کړي، په لکونو مسلمانان يې بې کوره کړي او د غزې ښار يې د خاورو سره خوري کړی؛ په مقابل کي يې د فلسطيني مجاهدينو مقاومت تر دې دمه د الله تعالی په نصرت ډېر ښه روان دی چي تر اوسه يې په سلهاوو اسرائيلي ټانکونه له مينځه وړي او ډېری يهودان يې وژلي دي خو پر اسلامي نړۍ لا هم چوپتيا حاکمه ده!
يواځي په يمن کي حوثيانو او په لبنان کي حزب الله د اسرائيلو لوري ته يو څو توغندي وار کړي دي نوره اسلامي نړۍ لاس تر زني په ننداره ورته ناسته ده.
د ترکيې ولس مشر يو څو لاپي وويشتلې، د ايران حکومت هم يو څو بغاري ووهلې او په ځينو اسلامي هيوادونو کي يو څه لاريونونه وسوه نوره خبره د اسرائيلو او فلسطيني مسلمانانو تر مينځ پرېښودل سوه.
دا چي اسلامي نړۍ د فلسطين په وړاندي کوم مسئوليت لري هر څوک په پوهيږي او د هر اسلامي هيواد نظام او ولس په خبر دی خو خبره د ضعف الايمان، بې غيرتۍ او غفلت ده؛ که ددې وړاندي مسلمانانو دېته ورته پېښو کي د خپلو مسلمانانو وړونو ننګه کړېوای نن به اسرائيلو د امريکا په ملاتړ په غزه کي نسل وژنه او صليبي جګړه نه کولای، که دوې لسيزي مخکي اسلامي نړۍ پر افغانستان او عراق ننګه کړېوای او د امريکا په وړاندي درېدلې وای نن به ټولي کفري نړۍ په داسي جرئت د مظلومو فلسطينيانو پر ضد د غاصبو اسرائيلو مرسته نه کولای، که عربي هيوادونو د امريکا له لوري د اسرائيلو د پلازميني په صفت د بيت المقدس پېژندنه په غيرت رد کړې وای او خپلي مالي او ديپلوماتيکي اړيکي يې د امريکا او اسرائيلو سره پرې کړي وای او که ترکيې، اردن، لبنان او نورو اسلامي هيوادونو هغه وخت د اسرائيلو سفيران د خپلو هيوادونو څخه  شړلي وای نن به اسرائيلو داسي تېره ښکر نه کولای!
څومره چي اسلامي نړۍ بې غيرته کيږي او چي څومره د اسلامي هيوادونو واکمنان د کفارو لپاره د غلامۍ تناوونه خپلي غاړي ته ور اچوي په هماغه کچه کفار جرئت پيدا کوي او پر مسلمانانو خپلو تېريو او بريدونو ته دوام ورکوي.
نن په عموم کي کفارو او بيا په خاصه توګه يهودانو دومره جرئت پيدا کړی دی چي پر ډېرو اسلامي هيوادونو خپل سياست او دبدبه په زوره تپي، د هغوی څخه په زوره تېل او پيسې اخلي او په خپله ګټه يې په زوره مځکه او فضاء په خپل واک کي اخلي چي د دې لپاره ډېري ښکاره بېلګي پر افغانستان او عراق د امريکا بريد وو او اوس پر غزې د اسرائيلو بريد دی؛ پر افغانستان او عراق د بريد لپاره ډېرو په نامه اسلامي هيوادونو خپله مځکه او فضاء د امريکايانو په اختيار کي ورکړه او اوس د فلسطين ډېرو ګاونډيو هيوادونو خپله مځکه او فضاء د امريکا په اخيتار کي ورکړېده ترڅو د دوی له لاري اسرائيلو ته مرسته ورسوي.
د اسلامي هيوادونو د بې غيرتۍ له کبله اسرائيلو دومره جرئت پيدا کړی دی چي نن په ټولنيزو رسنيو کي مسلمانانو ته پېغورونه ورکوي: ځيني يې مسلمانانو ته په خطاب کي وايي: موږ اوس د منځني ختيځ مشران يو او هيڅ داسي څوک نه وينو چي زموږ مخي ته دي ودريږي، ځيني يې عربو مسلمانانو ته په خطاب کي وايي: تاسي څو ميليونه ياست او موږ څو ميليونه يو ستاسي ډېري پيسې او ډېر بشري ځواک چېري دی؟، ځيني يې د غزې د ورانۍ انځورونه نشر کوي او د پوسخنده ورسره ليکي: مسلمانان بريالي دي، ځيني يې په غزه کي د منسوخ تورات د وېش او لوستلو ويډيوګاني نشر کوي چي ګويا موږ يهودان داسي بريالي يو او ځيني يې په خپل يهوديت افتخار کوي او حماس ته د داعش، خوارجو او تروريستيانو خطاب کوي.
په هر حال؛ نن اسلامي نړۍ لوی خوځښت او انقلاب ته اړتيا لري تر څو په ټولو اسلامي هيوادونو کي د افغانستان غوندي اسلامي نظام حاکم سي او مسلمانان خپل پخواني زور او برم ته بيرته را وګرځي کنه نو دغه بې غيرته ولس مشران، لومړي وزيران او باچاهان به مسلمانان نور هم د هلاکت او بربادۍ کندي ته ور ټېل وهي او د ځانونو غوندي اسلامي امت به ټوله د کفري نړۍ په غلامۍ کي را حصار کړي.
دا چي د هر اسلامي هيواد حکومت د هماغه هيواد د خلګو څخه جوړ دی ځکه نو د هر اسلامي هيواد خلګ په خپل هيواد کي د اسلامي نظام د پلي کولو مسئوليت لري او دا د هر مسلمان دنده ده چي لومړی په خپل هيواد کي په هر ډول چي کيږي اسلامي نظام حاکم کړي وروسته بيا په نړۍ کي د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اتفاق ته کار وکړي.
که مسلمانان پر اسلام او اسلامي نظام سره راټول نسي او په خپلو هيوادونو کي سيکولاريزم او عياشۍ ته د پای ټکي کښې نږدي دا وخت يې نښه چي الله مکړه تر دې به لا د سخت او ستونزمن حالت سره مخامخ کيږي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: