۱۴۰۲/۰۸/۳۰

د حجاب په اړه د شبهاتو جوابونه:(لومړی شبهه)

ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري.
منبع: المنبر ويب پاڼه.
ځيني هغه مستشرقين چي بې حجابۍ او د ښځو مخ لڅوني ته دعوت ورکوي او هغه خلګ چي په عامو ځايونوکي په لڅ مخ او مزينوکالو باندي د ښځو د حضور غوښتونکي دي وايي :حجاب سختي ده خو دين آساني ده؛ د دوی هدف دا دی چي اسلام خو آسانه دين دی خو حجاب پر ښځو باندي سخت تماميږي، همدا راز د ښځي لپاره په حجاب باندي ګرځېدل زموږ په زمانه کي ډېرمشکل کار دی نو مصلحت دا دی چي ښځه بايد حجاب ونکړي.
جواب: ديني تعليمات او شرعي مكلفيتونه ټوله آسانه دي هيڅه سختي پكښې نسته؛ الله تعالی فرمايي: يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ.[ البقرة:185]
ژباړه: الله پاک ستاسو لپاره د آسانۍ اراده لري نه د سختۍ.
همدا راز الله جل جلاله فرمايي:
وَمَا جَعَلَ عَلَيْكمْ فِى الدّينِ مِنْ حَرَجٍ.[ الحج:78]
ژباړه: الله پاک ستاسو په دين کي هيڅ قسم سختي پر تاسو نده ايښې.
 همدا راز الله جل جلاله فرمايي:
لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا.[ البقرة:232]
ژباړه: هيڅ نفس دده تر توان لوړ نه مکلف کيږي.
دغه ټوله آيتونه په دې باندي تصريح كوي چي په شرعي احكامو او مسائلو كي آسانۍ او تخفيف ته حتمي اوضروري پاملرنه سوېده.
حضرت ابوهريرة رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت كوي چي هغه وفرمايل:إن هذا الدين يسر، ولن يشاد الدين أحد إلا غلبه، فسدّدوا وقاربوا وأبشروا.[ صحيح البخاري 39]
ژباړه: يقينا چي دغه دين آساني ده هيچا پر ځان سخت ندی نيولی مګر دا چي دين ورباندي غالبه سوی دی نو ميانه روي وکړئ، ځانونه دين ته نژدې کړئ(يعني چي کوم کار پوره نسی کولای بيا هغه ته نژدې يې وکړئ) او زيری ورکړئ(يعني څوك چي عمل يې لږ وي خو دوامداره وي هغه ته زيری وركړئ ترڅو نا اميده نسي).
ابوموسی اشعري رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چي به كله د ځينو كارونو لپاره صحابه يو ځای ته لېږل نو به يې ورته وفرمايل:بشروا ولا تنفروا، ويسروا ولا تعسروا.[ صحيح مسلم4622]
ژباړه: خلګو ته زيری ورکړئ او مه يې متنفر کوئ او آساني وکړی سختي مکوئ.
نو شارع چي الله پاك دی هيڅ كله  د مكلفينو د ځورولو اراده نه كوي او نه هم دوی په هغه شي باندي مكلف كوي كوم چي دوی يې طاقت او توان ونلري. 
نو بناءً هر هغه شی چي د الله پاك لخوا پر بندګانو باندي د تكليف په صفت وضع سوی وي هغه ارو مرو د دوی په قدرت او طاقت كي راځي.
حجاب د مصلحت خلاف نه دی:
راځو دې خبري ته چي دوی وايي په حجاب كي اوس مصلحت نسته نو بايد حجاب ونكړل سي.
موږ بايد په دې خبره باندي خپل سر خلاص كړو چي كله موږ مسلمانان د مصلحت نوم اخلو نو هدف مو ورڅخه شرعي مصلحت دی نه هغه چي نور بيګانه خلګ ورته په خپل فكر مصلحت وايي، او د شرعي مصلحت لپاره لاندي قوانين او ضوابط سته چي بايد مراعات كړل سي.
أ – مصلحت بايد په شرعي مقاصدو كي داخل وي ‌چي هغه ددين، نفس، عقل، نسل او مال ساتنه ده، هر هغه شی چي د دغو پنځو شيانو ساتنه كوي هغه ته شرعا مصلحت ويل كېدلای سي او هر هغه شی چي د دغه پنځو شيانو او يا د ځينو ساتنه نسي كولای هغه مصلحت نه بلكي فساد دی؛ او دا معلومه خبره ده چي حجاب هغه شی دی چي دغه پنځه واړه په پوره توګه ساتي او بې حجابي دغه پنځه واړه له مينځه وړي.
ب – مصلحت بايد د صحيح نقل سره په ټكرکي نه وي؛ نو بايد د قرآن او حديث سره په ټكر كي نه وي ځكه چي د شرعي مقاصدو پېژندل هغه وخت پوره كېدلای سي او د منلو وړ وي چي استناد او حواله يې شرعي تفصيلي دلائلو او احكامو ته وسي، او دلائل هغه وخت د اعتبار وړ وي چي د قرآن او سنت څخه اخيستل سوي وي.
مصلحت چي كله د قرآن او سنت سره په ټكر كي وي نو د دې څخه داسي لازميږي چي مدعٰي دي د دليل  سره په ټكر كي وي او دا باطله خبره ده. 
همدا راز مصلحت چي كله د قرآن او سنت سره په ټكر كي وي هغه ته ناوړه او فاسده رأيه ويل كيږي، او فاسده رأيه هيڅ قابل د قبول نده.
ج – همدا راز مصلحت بايد د اجماع سره د امت او شرعي قياس سره په ټكر كي نه وي كه په ټكر كي وي هغه ته مصلحت نسي ويل كېدلای او بايد مصلحت حساب نكړل سي.
د – مصلحت بايد داسي وي چي په هغه باندي تر ده  لوی او غټ مصلحت له مينځه ولاړ نسي كه ولاړ سي نو بيا هغه مصلحت ته هيڅ اعتبار نسته.
که موږ  د حجاب ليري کېدل مصلحت وبولو نو هغه داسي مصلحت دی چي د پورته اصولو سره په ټکر کي دی او چي د پورته اصولو سره په ټکر کي وي هغه نه مصلحت دی او نه هم ورته مصلحت ويل کېدلای سي.
او دا قاعده چي "المشقّة تجلب التيسير" يعني سختي د آسانۍ تقاضا كوي، معنا يې دا ده چي د مكلف لپاره هغه مشقت او سختي چي ځيني اوقات يې په تنفيذ كي د شرعي احكامو ويني په يوه نه بله طريقه د تخفيف او آسانۍ شرعي سبب كېدلای سي.
خو د دې قاعدې څخه بايد په داسي طريقه استنباط ونسي چي هغه د قرآن، سنت، اجماع او قياس سره په تناقض كي وي، ‌او يا هم د مصلحت تېر اصول له مينځه پكښې ځي، او يا هم تر هغه لوی مصلحت ورباندي خرابيږي.
ځيني هغه مصلحتونه دي چي په قرآن او سنت كي د هغو حكم صراحتا راغلی دی لكه: عبادات، سوداګاني او عقدونه په دغه قسم مصلحتونو كي الله پاك تنها د عزيمت پر بيانولو باندي اكتفاء نده كړې بلكي د هر حكم سره يې د اسانۍ جنبه او اړخ هم بيان كړی دی.
مثلا لمونځ؛ الله پاك فرض كړی دی د هغه لپاره يې اركان او أحكام هم ايښي دي، خو په بغل كي يې ورسره د آسانۍ احكام هم ايښي دي لكه لمونځ کول په ناسته او يا إشاره سره.
همدا راز د روژې د فرضيت تر څنګ الله پاك اساني او رخصت هم ايښی دی؛ لكه په سفر او ناروغۍ كي يې نه نيول. همدا راز په لمانځه كي الله پاك پاكي د بدن، ځای او كالو فرض كړېده خو تر څنګ يې دا آساني هم ايښې ده چي هر هغه نجاست چي ليري كول يې سخت وي معاف دی.
حجاب هم الله پاك پر ښځي باندي واجب كړی دی نارينه يې هم بېګانه ښځي ته د كتلو څخه منع كړی دی، بيا يې ښځي ته د دې رخصت وركړی دی چي د علاج، شاهدۍ او يا هم د محارمو سره د ملاقات په وخت كي خپل مخ لڅ كړي.
نو په هغي آسانۍ كي چي الله پاك د خپلو احكامو د عزيمت تر څنګ ايښې ده د مصلحتونو د ضوابطو او قوانينو سره يې هيڅ ټكر او ضديت نه راځي.
او دا خبره هم د كولو وړ ده چي هغه تخفيف چي د هغه په باره كي نص راغلی دی پر هغه باندي ډېروالی او زيادت هم نه دی روا؛ مثلا داسي نسي ويل كېدلای چي د جنګ د سختۍ له كبله دي د لښكر څخه د لمانځه كول ساقط سي او يا دي داسي وويل سي چي د اوس په وخت كي د ربا څخه د ځان ساتني د سختۍ له كبله دي هغه روا كړل سي. 
او يا دي هم داسي وويل سي چي په ځينوځاينوكي د حجاب د مراعات كولو د سختۍ له كبله دي ښځي ته بې حجابي روا كړل سي په دې دعوی چي دا خو ټولنيزه اړتيا ده. 
ځکه چي يو خو د اړتيا خبره يې غلطه ده، بل د الله پاك فرمان دی چي فرمايي: 
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا.[ الاحزاب 59]
ژباړه: ای پیغمبره! خپلو ميرمنو او لوڼو ته او د مسلمانانو ښځو ته ووايه چي خپل پړوني پر ځانونو باندي راتاو کړي دا به دې ته ډېره نژدې وي چي دوی و نه پېژندل سي نو دوی ته آزار نه رسول کيږي او الله تعالی بخښونکی او مهربان ذات دی.

هیچ نظری موجود نیست: