۱۴۰۲/۰۹/۰۱

د دين لپاره مبارزه ارومرو يوه ورځ نتيجه ورکوي:

کله چي اسرائیلو پر غزې خپل هوايي او ځمکني ظالمانه بريدونه پیل کړه د اسرائيلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو وويل: موږ به د حماس تر ختمېدلو پوري جګړه کوو او په زوره به خپل بنديان د حماس څخه خلاصوو؛ دا کټ مټ هغه خبره وه چي ۲۰۰۱ م کال کي د امريکا د هغه وخت ولس مشر جورج ډبليو بوش وکړه چي موږ د طالبانو سره هيڅ ډول خبري نه کوو بلکي طالبان به ارومرو بېله کوم شرطه اسامه موږ ته سپاري.
د تاريخ په اوږدو کي په نړۍ کي ډېرو لويو متکبرينو داسي خبري کړي دي لکه فرعون چي په خپل وخت کي موسی علیه السلام او دده قوم ته ويل: سنقتل أبنائهم و نستحيي نسآئهم و انا فوقهم قاهرون.[الاعراف۱۲۷] ژباړه موږ به د دوی اولادونو وژنو ښځي به يې ژوندۍ پريږدو او موږ پر دوی غښتلي يو.
خو د الله تعالی تصميم بيا بېل دی او هغه څه کوي چي خوښه يې وي هيڅوک يې مخه نسي نيولای ځکه نو امريکا يې هم ماته کړه او اسرائيل يې هم ماتي ته نژدې کړه او ددوی لومړنۍ سره کرښه يې په ماته کړه چي دا دی د حماس سره پر څلور ورځني اوربند او د بنديانو پر تبادله هوکړي ته ورسېدل.
موږ مسلمانان بايد تل پر خپل خالق الله تعالی باندي باور ولرو او هره کړنه دده د رضا لپاره سر ته ورسوو.
که فکري او فرهنګي مبارزه کوو او که نظامي مبارزه کوو په هري يوې کي بايد خپل نيت يواځي د الله تعالی رضا وګرځوو، استقامت وکړو، د ننګونو په وړاندي زغم ولرو او په هيڅ صورت کي ناهيلي نسو چي یقينا به مو مبارزه يوه ورځ نتيجه ورکوي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: