۱۴۰۲/۰۹/۰۶

د حجاب اړوند د شبهاتو ځوابونه:(درېيمه شبهه)

ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري.
د شرعي حجاب ځيني مخالفين وايي: حجاب د شخصيت پټولو يوه وسيله ده ځکه چي د حجاب په کولو د نورو انسانانو څخه د ښځي شخصيت پټيږي‌ او ډيري داسي ښځي سته چي ناوړه كارونه كوي خو د حجاب په كولو باندي خپل شخصيت د نورو څخه پټوي چي په دې کار سره په ښځو کي مجرمين پټيږي او ممکن ډېری نارينه د ښځو په يونيفورم کي جرمونو ته لاس واچوي؛ نو بناءً حجاب بايد له منځه ولاړ سي ترڅو هيڅوك ونه كولای سي خپل شخصيت د نورو څخه پټ كړي.
ځواب:لومړی خبره دا ده چي: اسلام د ښځي لپاره دا كار مشروع کړی چي خپل مخ پټ كړي ځكه چي په دې باندي د نارينه وو او ښځو زړونه ډېر پاك ساتل كيږي لكه څنګه چي د الله جل جلاله په مبارك كلام كي هم راځي: 
وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ.[ الأحزاب ۵۳]
يعني كله چي تاسي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميرمنو څخه د يو شي پوښتنه كوی نو د پردې تر شا ورڅخه پوښتنه وكړئ، دا كار ستاسو او د دوی د زړونو لپاره ډېره پاكي ده. پاكي يې دغه وي چي د دواړو طرفينو په زړونو كي د يو بل په نسبت ناوړه او بېكاره وسوسې نه راګرځي چي په دې باندي زړه د ډېرو باطني او پټو ناروغيو څخه ساتل كيږي.
او په دې باندي هر عقل والا پوهيږي چي هره ښځه چي ډېر ستركوي آن تر دې چي خپل مخ او لاس لا هم نه ښكاره كوي دغه د دې ښځي د پاك لمنۍ او ځان ساتني لپاره دليل دی ‌او په دې باندي هم هر هوښيار انسان پوهيږي چي د ښځي بې حيايي او بېګانه وو ته د خپل زينت ښكاره كول د دې پر بدۍ، لږوالي د حياء او د ځان پر سپكاوي باندي دلالت كوي؛ په دې خاطر دی چي پر داسي ښځو باندي د دوی د دغه ناوړه كار له امله تل بدګماني كيږي ځكه چي دوی خپل زينت د يوې سودا غوندي د خلګو مخي ته وړاندي كوي او په خپل لاس خلګ پر خپل ځان باندي بدګمانه كوي او د فاسدو انسانانو او بشري شرموښانو طمع او اميد ځان ته پيدا كوي.
دويمه خبره دا ده چي نن زموږ په زمانه كي چي په محجبو او مستورو ښځو پسې كومي خبري كيږي؛ غربي، كفري او د فسق او فجور رسنۍ يې پسې كوي، په هر ځای كي منافقين ورته ناوړه ناوړه نسبتونه كوي، ددين قسم خوړلي دښمنان يې اهانت او سپكاوی كوي او په ځينو هيوادونوكي خو د حكومتونو لخوا ځورول كيږي؛ بيا هم د دې برسېره دوی صبر او تحمل كوي او خپل شرعي حجاب نه غورځوي دا ټوله ددې ښکارندويي کوي چي د مسلمانو ښځو دغه جديت او د حجاب سره مينه د الله د رضا لپاره ده او دا د هغو ښځو کار دی چي رښتيني او صادقي مسلماني وي او د قرآن او سنت په پالنه کي پيدا سوي، لويي سوي او پالل سوي وي.
لكه سعيد بن العاص چي خپل زوي ته وايي: قَالَ سَعِيدُ بْنُ الْعَاصِ: "يَا بُنَيَّ، إِنَّ الْمَكَارِمَ لَوْ كَانَتْ سَهْلَةً يَسِيرَةً لَسَابَقَكُمْ إِلَيْهَا اللِّیامُ، وَلَكِنَّهَا كَرِيمَةٌ مُرَّةٌ لَا يَصْبِرُ عَلَيْهَا إِلَّا مَنْ عَرَفَ فَضْلَهَا وَرَجَا ثَوَابَهَا ".[ شعب الإيمان ۸۱۸۷]
يعني ای زويه! كه ښه اخلاق آسانه كار وای نو بد خلګ به تر تاسو ورته وړاندي سوي وای؛ خو ليكن ښه اخلاق ډېر ښه شی دی چي تارخه دي پر هغه باندي هغه څوك صبر كولای سي چي ارزښت يې ورته معلوم سوی وي او د ثواب طمعه يې ولري.
يعني د ښو اخلاقو درلودل او بيا د هغو پر ساتني باندي صبر کول او د ستونزو ګالل هغه کار دی چي بېله ښو او نيکو خلګو بل هيڅوک يې نسي کولای.
نو اوس چي يوه فاسقه او بې اعتباره ښځه را ولاړه سي اسلامي حجاب په تن كړي، د خلګو د سترګو څخه ځان په هغه لباس باندي پټوي چي هغه شعار د پاكلمني ښځي او نښه د حفاظت ددې ده او خپل آفتونه، ګناهونه او بې حيايي په با اعتباره كالو باندي پټ كړي؛ نو په دې كي د حجاب څه ګناه ده؟ دا خو د دوی خپله ګناه ده چي د يوه سپېڅلي شعار څخه ناوړه استفاده كوي؛ معلومه خبره ده او هر هوښيار انسان په دې باندي پوهيږي چي په دې كار كي د حجاب هيڅ ګناه نسته. 
په ځينو هغو هيوادونو کي حجاب ته د کرکي په سترګه ګوري او په دوی کي دغسي بې حيايي او بې بندوباري رواج سوې وي دوی د فسق او فجور د انحراف او بربادۍ و دومره لويي شېلې ته لويدلي دي چي د دوی فاسقي ښځي ستر ته هيڅ اړتيا نه لري او دې ته هيڅ احتياجي نه لري چي د خلګو د سترګو څخه دي ځان په حجاب باندي پټ كړي؛ ځكه چي د دوی حياء او غيرت دومره كم سوی وي چي پر دوی باندي د ځان او د بل چا د ښځي هيڅ فرق نه كيږي؛ په دوی كي خور، مور، لور او مېرمن هيڅ تفاوت نه لري؛ دوی دومره د غيرت څخه خالي دي چي خپله مېرمن د بل چا سره د اړيكو نيولو څخه نسي را ګرځولای او په عامه توګه مېرمن يې د ځان پوره اختيار لري كه دده سره ارتباط نيسي او كه د بل چا سره.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي د پخواني نبوت څخه يعني د نبوت څخه د عيسی عليه السلام او يا د نبوت څخه د نورو أنبياؤ دا خبره په خلګو كي پاته ده چي إِذَا لَمْ تَسْتَحِى فَافْعَلْ مَا شِیتَ. يعني كله چي حياء درڅخه ولاړه نو بيا هر څه چي دي زړه غواړي كوه يې.
همدا راز په سنن ابن ماجة كي راځي: 
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: إِنَّ لِكُلِّ دِينٍ خُلُقًا، وَخُلُقُ الإِسْلاَمِ الْحَيَاءُ.[ سنن إبن ماجه۴۱۸۱] يعني د هر دين لپاره اخلاق سته، د اسلام اخلاق حياء ده. 
نو چي په چا كي حياء نه وي ‌په هغه كي اسلامي اخلاق نسته او چي په چا كي اخلاق نه وي هغه هر ناوړه كار ته مخه كوي او د هر فساد لوري ته په خپل طبيعت ور ځغلي.
او دا چي ځيني منافقين او ملحدين پرتي وايي او بې مفهومه خبري كوي چي د حجاب په كولو كي امنيتي ستونزي را ولاړيږي؛ نو دوی دي ووايي څنګه د حجاب په واسطه امن خرابيږي؟ ‌سره د دې چي ددوی په فكر يو ځل هم د بې حجابو او لڅو ښځو په سبب نه دی خراب سوی!.
امنيت د حجاب سره څه تړاو لري؟ كه د حجاب سره يې تړاو درلودلای نو ارومرو د بې حجابۍ سره هم تړاو لري خو تاسو ولي پر هغه باندي سترګي پټي كړيدي؟ آيا تاسو يې نه وينی چي نن د بې حجابۍ او بي پردګۍ له وجهي څومره ستونزي را ولاړي سويدي؟ 
ښه تاسو واياست په حجاب كي ځيني ښځي يا ځيني خلګ ناوړه كارونه كوي؟ نو بايد حجاب منع سي!
دا څومره د بې عقلۍ خبره ده! تاسو فكر وكړئ كه يو څوك د يو لوی جنرال او مشر په څېر ځان جوړكړي، د هغه په ډول كالي واغوندي او خلګ خطاباسي تر څو پر ده باندي د هماغه مشر او يا جنرال فكر وكړي ‌او د هغه يونيفورم په ناوړه ځای كي استعمال كړي‌ نو تاسي و واياست چي د دغه سړي سره به څه كيږي؟ آيا ده ته به مجازات وركول كيږي او كه له دې ويري چي ځيني خلګ ددغه يونيفورم څخه ناوړه استفاده كوي د جنرالانو او مشرانو يونيفورم لغوكيږي؟ 
همدا راز ځيني نور هغه ځانګړي كالي چي خاص خلګ يې اغوندي‌ لكه سپورټيان، ډاكټران او دولتي كاركوونكي؛ ښه! اوس كه يو څوك د دغوكالو څخه ناوړه ګټه پورته كړي، يا خپله سپورټي، ډاكتر او حكومتي كار كوونكی  په خپلو كالو كي جرم وكړي او د خپلوكالو څخه ناوړه استفاده وكړي اوس به تاسو واياست چي نور بايد د دا ډول كالو سره مقابله وسي، ‌بايد سپورټي، طبي او حكومتي كالي څوك په تن نه كړي؟ معلومه خبره ده چي جواب منفي دی؛ يعني د كالوسره مقابله نه كيږي او نه هم تر اوسه پوري په نړۍ كي داسي سوي دي ‌بلكي دغه اشخاصو ته مجازات وركول كيږي چي د دغه لباس او كالو څخه يې ناوړه استفاده كړېده.
ښه نو بيا د حجاب سره ولي مقابله كيږي؟ ولي بايد حجاب ورك كړل سي؟ ولي دومره ډنډورې په حجاب او محجبو ښځو پسې تړل كيږي؟‌ بايد هغه خلګ مجازات كړل سي چي د حجاب څخه ناوړه استفاده كوي نه دا چي ته د حجاب سره خپله دښمني اعلان كړې.
بله خبره دا ده چي اسلام لكه ښځه چي په حجاب باندي امر كوي په دې باندي يې هم امر كوي چي ښځه بايد تقوی او اسلامي اخلاق ولري؛ د اسلام له نظره مخكي تر دې چي پر ښځي باندي حجاب راكش كړل سي بايد د ماشومتوب څخه په اسلامي عقيده او عمل باندي سمباله سي او په اسلامي اخلاقو باندي ښايسته كړل سي. 
په سورت الأعراف ۲۶ آيت كي الله جل جلاله فرمايي:[ وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذالِكَ خَيْرٌ]. يعني كالي د تقوی ډېر ښه دي.
تر څو مسلمانه مېرمن مخكي تر دې چي لوړوالي ته د ستر او حجاب ورسيږي لوړوالي ته د پاكۍ او كمال ورسيږي؛ كومه ښځه چي په يوه باندي اكتفاء كوي ‌يعني د پاكۍ، كمال او تقوی حجاب ځان ته غوره كوي خو د كالو حجاب ته بيا پاملرنه نه كوي ‌او يا هم په كالو باندي حجاب كوي خو د تقوی او پرهيزګارۍ حجاب ته پاملرنه نه كوي مثال د هغه انسان لري چي پر يوه پښه باندي ځي او يا مثال د هغه مارغه لري چي په يوه وزر باندي الووزي. يعني د دوی کار نيمګړی دی او خلاف د ا‌نساني فطرت دی.
نو اسلام لكه ښځه يې چي په حجاب باندي امر كړېده همداسي يې د حجاب څخه د ناوړه استفادې كولو څخه هم منع كړېده رښتينې مسلمانه ښځه هيڅكله د حجاب څخه ناوړه ګټه نه پورته كوي او نه هم په دې باندي خوشحاله كيږي چي بل څوك دي د حجاب څخه ناوړه استفاده وكړي؛ د مسلماني ښځي كالي حجاب دی، د كالو څخه ناوړه استفاده د دې لپاره باعث نسي كېدلای چي انسان دي كالي وغورځوي او لڅ دي وګرځي.
داسي ډېر لږ پيښ سوي دي چي د حجاب څخه دي تر داسي كچي او اندازې ناوړه استفاده وسي چي په هغه باندي دي حجاب ګرم وبلل سي او هغه ته دي د تنفر او كركي په سترګه وكتل سي. 
‌كه موږ  په عامه توګه د فسادونو او جرائمو د كېدلو لاري چاري او د هغو كوونكي وڅېړو ‌نو په زغرده داسي ثابتېدلای سي چي په هر وخت كي هغه خلګ جرائمو او فسادونو ته لاس اچوي چي دوی اسلامي اصولو ته پابنده نه وي رښتينی مسلمان او اسلامي اصولو ته پابنده کس هيڅ كله د جرم او فساد لوري ته مخه نه كوي.
نو تر ټولو معقوله او سمه خبره دا ده چي كوم خلګ او ښځي چي په حجاب كي جرائم او ګناهونه سر ته رسوي هغوی ته بايد مجازات وركړل سي، ‌داسي تعزيرونه ورته كښېښودل سي چي هيڅوك د دې جرئت ونكړي چي د حجاب څخه دي ناوړه استفاده وكړي  دا يې لاره او طريقه نده چي حجاب دي منع كړل سي او يا دي هم حجاب بدنام كړل سي.
په دې باندي بايد هر څوك خپل سر خلاص كړي چي د هر شي څخه ناوړه استفاده كېدلای سي او ډېری شيان دي چي د ښه او بدي استفادې دواړو وړتيا لري؛ مبارزه بايد د هغه چا سره وسي چي ناوړه استفاده كوي په هره بڼه او هر پوښ كي چي وي. دا هم يو حقيقت دی چي د حجاب څخه د خطر د را پورته كېدولو تر احتمال په بې حجابۍ او بې پردګۍ كي د خطر احتمال څو برابره ډېر دی او په دې باندي هر هوښيار او عاقل سړی پوهيږي.
نو ای مسلماني خوري! ستا حجاب ستا لپاره عزت دی، ستا حجاب ستا د شخصيت ساتني لپاره لويه وسيله ده، ستا حجاب ستا لپاره د فاسقانو او فاجرانو په مقابل كي امنيتي سپر او خنجر دی، ستا حجاب ستا د مسلماني او پتمني كورنۍ لپاره وياړ او اطمينان دی، ستا حجاب ستا د ايماندارۍ او مسلمانۍ نښه او شعار دی،‌ ستا حجاب ستا د پاكۍ ضامن او ستا د ښكلا ډېروونكی دی، ستا حجاب ستا د عفت، آبرو او ارزښت ساتونكی دی،‌ ستا حجاب ستا د اعتبار او ارزښت لوړوونكی دی، ستا حجاب تا ته د نيكيو او ثوابونو ګټونكی دی، ستا حجاب ستا څخه ستا د خالق خوشحالوونكی دی او ستا حجاب ستا لپاره د جنت ګټونكی دی.
ای مسلماني خوري! دا ستا لپاره وياړ دی چي ستا د حجاب مخالفين ټوله فاسقان، فاجران او ګناهكاران دي؛ هيڅ رښتينی مسلمان ستا د حجاب مخالفت څه چي ستا حجاب ته په سپكه سترګه هم نه ګوري. الله پاك، د الله پاك رسول او ټوله رښتيني مسلمانان ستا د حجاب سره محبت او مينه لري همدغه سعادت او نيكمرغي ستا لپاره كافي ده؛ لكه د ژوند په نورو چارو كي چي د فاسقانو خبري درته بې اعتباره ښكاري په دې مسئله كي هم د فاسقانو خبرو ته اعتبار مه وركوه.
لكه چي په حجاب وې او په حجاب يې همداسي محجبه پاته سه.
منبع: المنبر ویب پاڼه

هیچ نظری موجود نیست: