۱۴۰۲/۰۱/۱۰

ای د الله بنده تکبر مکوه!

ای د الله بنده! ته د ځانه سره فکر وکړه! د کوچنۍ ناروغۍ او تبي طاقت نه لرې او په يو ګړي دي تر بستر رسوي، د وړوکي غم طاقت نه لرې او په چيغو دي را ولي او د لږي ستړيا طاقت نه لرې پر ځای دي کښېنوي نو بيا ولي تکبر کوې! ته نه يې خبر چي الله تعالی فرمايي: خلق الانسان ضعيفا. يعني انسان ضعيف پیدا سوی دی. خپل ضعف درک کړه او د تکبر څخه ځان وساته!

ای د الله بنده! وظيفه چي هرڅومره غټه وي ددې ارزښت نلري چي انسان يې په درلودلو باندي تکبر وکړي.
ای د الله بنده! ته نه يې خبر چي تکبر د شيطان او فرعون صفته خلګو کار دی؟

ای د الله بنده! تا هغه حدیث ندی اورېدلی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د چا په زړه کي چي يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نسي.؟

ای د الله بنده! تا هغه قدسي حدیث ندی اورېدلی چي الله جل جلاله فرمایي: تکبر زما پټو دی څوک چي په هغه کي زما سره لانجه کوي یعني تکبر کوي زه به هغه څوک اور ته وغورځوم؟

ای د الله بنده! تا هغه حدیث ندی اورېدلی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هر څوک چي د الله تعالی پر مخلوقاتو تکبر وکړي الله تعالی به یې داسي بې ارزښته کړي چي آخر به یې اسفل السافلین ته ور واچوي؟

او ای د الله بنده! ته چي هر څومره تکبر وکړې نه ځانته ګټه په رسولای سې او نه هم بل چا ته تاوان، هسي خپلو سږمو ته باد مه ورکوه چي هرڅه وکړې آخر د نورو انسانانو غوندي ته هم يو انسان يې؛ ددوی غوندي ډوډې خورې او قضاء حاجت کوې، ددوی غوندي په ناروغۍ لوېږې او په اجل باندي مړ کېږې.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: