۱۴۰۲/۰۱/۰۹

روژه او توبه: (لومړي برخه)

ای روژاتيانو! روژه د توبې کولو لپاره ډېره ښه موقع ده راځئ د ټولو ګناهونو څخه که کوچني وي که لوی توبه وباسو او الله پاک ته راجع سو!
الله پاک په خپل احسان باندي د توبې دروازه خلاصه پرې ايښې ده، ځکه الله پاک د توبې کولو امر کړی دی او د قبلولو وعده يې ورکړېده کڅه هم ګناهونه غټ او ډېر وي. الله پاک فرمايي: وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[الزمر: 54]
ژباړه: خپل رب ته رجوع وکړئ او ورته تسليم سئ مخکي تر دې چي تاسو ته عذاب راسي وروسته بيا ستاسو کومک نه کيږي.
پدې آيت کي الله پاک خپل بنده ګان پدې باندي امر کړيدي چي الله پاک ته راجع سي، د رجوع  معنی همدغه ده چي توبه دي وباسي.
البته د دريو حالتونو وروسته د انسان توبه نه قبليږي: هغه وخت چي لمر د مغرب لخوا را وخيژي، هغه وخت چي د انسان زکندن وي او د غرغرې حالت يې وي او هغه وخت چي د عذاب نزول شروع وي.
چي په همدغه آيت کي يوه شي ته اشاره سوېده ځکه الله پاک فرمايي مخکي تردې چي تاسو ته عذاب راسي الله پاک ته راجع سئ يعني د عذاب راتللو وروسته بيا راجع کېدل کومه ګټه نلري.
همدا راز الله پاک د توبې د قبلولو په اړه فرمايي: وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ. [الشورى: 25]
ژباړه: الله هغه ذات دی چي د خپلو بندګانو څخه توبه قبلوي او ګناهونه يې ورته بخښي او په هغه څه باندي پوهيږي چي بندګان يې کوي.
نو چي الله پاک زموږ توبه راڅخه قبلوي موږ بايد چي څومره ژر وي د ټولو لويو او کوچنيو ګناهونو څخه توبه وباسو او الله پاک ته راجع سو.
دوام لري...
مولوي  نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: