۱۴۰۲/۰۱/۱۱

روژه او توبه:(څلورمه او آخري برخه)

د توبې په کولو کي د ځينو خلګو خطاګاني:
۱ – ځيني خلګ ژر توبه نه باسي بلکي ځنډوي يې داسي فکر کوي چي وروسته به بيا توبه وباسم،‌ دا ډېره غلطه مفکوره ده ځکه انسان ندی خبر چي زه به تر کوم وخته ژوندی يم او بل څه وخت به زما توبه قبوله سي؟ نو چي څومره د انسان په طاقت وي بايد ژر توبه وباسي.
۲ – ځيني خلګ د توبې څخه غافل وي او تل دېته ګوري چي ما خو په ظاهره کومه غټه ګناه نه ده کړې نو زه ولي توبه وباسم؟ پداسي حال کي انسان بايد دېته و نه ګوري چي ما خو ظاهرا ګناه نه ده کړې، بلکي تل توبه وباسي، ځکه ځيني وختونه د انسان څخه په ناخبرۍ کي ګناه کيږي او ځيني وختونه انسان داسي شيان کوي چي دی يې ګناه نه بولي سره ددې  چي هغه ګناه وي، پدې خاطر دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: الشرك في هذه الأمة أخفى من دبيب النمل فقال أبو بكر : فكيف الخلاص منه يا رسول الله؟ قال: أن تقول: اللهم إني أعوذ بك أن أشرك بك وأنا أعلم، وأستغفرك لما لا أعلم. [رواه البخاري في الأدب المفرد]
ژباړه: په دې امت کي شرک د ميزيانو د پښو تر ږغ لا سپک دی، ابوبکر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چي يا رسول الله څنګه به نو ځيني خلاصيږو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسي ووايه: ای الله په تا باندي پناه غوام ددې څخه چي ستا سره شريک ونيسم پداسي حال کي چي زه پوهېږم او ستا څخه طلب د بخښې کوم د هغه شرک په اړه چي زه نه په پوهېږم.
نو هميشه دي سړی عامه توبه باسي چي ای الله د هر ډول ګناه څخه مي توبه ده که ما په شعوري ډول کړېوي او که مي په غير شعوري ډول کړېوي.
۳ – ځيني خلګ توبه په دې خاطر نه کوي چي شايد زه بيرته ګناه ته رجوع وکړم، يا يې په دې خاطر نه کوي چي خلګ ما ته پېغور راکوي، يا يې په دې خاطر نه کوي چي زما چوکې او مرتبه له لاسه ځي، دا غلط فکر دی ځکه انسان بايد د ګناه د بيا کولو له وېري توبه ونه ځنډوي بلکي هر وخت توبه وباسي کڅه هم خدای مګړه ګناه ورڅخه ډېره کيږي، همدا راز د خلګو د پېغور له وېري او چوکۍ د لاسته تللو له وېري مسلمان ته د توبې ځنډول نه رواکيږي ځکه د توبې تر کولو پوري د انسان نجات او ژغورل تړاو لري نو د خلګو د پېغور له وجهي يا د يوې وظيفې د دلاسه ورکولو له وجهي نه بايد انسان خپل ځان د هلاکت کندي ته ورواچوي.
۴ - ځيني خلګ بيا توبه نه کوي ځکه د الله تعالی پر رحمت باندي اعتماد کوي، دا هم غلط فکر دی، دا صحيح خبره ده چي الله پاک رحيم او مهربان دی خو دا هم منل سوې خبره ده چي الله پاک قهار هم دی، جبار هم دی، عزيز هم دی، شديد العقاب هم دی او منقم هم دی نو لکه چي سړی بايد د الله پاک رحمت ته اميدوار وسي د الله  پاک څخه بايد وېره هم ولري، الله پاک فرمايي: وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ.[الأنعام:الآية ۱۴۷] ژباړه: د الله پاک عذاب د مجرمينو څخه نه ليري کيږي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: