۱۴۰۲/۰۱/۱۱

د روژې میاشتي برکتونه:

نهم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي په دې مياشتي کي د يوې روژې په نيولو سره انسان د اويا کالو سفر مسافت په اندازه د دوږخ څخه ليري کيږي.  لکه په حديث کي چي راځي:
مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحيح البخاري 2840]
ژباړه: څوک چي يوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونيسي نو الله پاک به يې مخ د اويا 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه ليري کړي.
دا معلومه خبره ده چي هر مسلمان ددې غوښتونکی دی چي الله پاک یې د اور څخه لیري کړي نو د اور د لیري کېدلو لپاره یوه ذریعه ددې مبارکي میاشتي د روژې نیول دي چي هر مسلمان یې باید عملي کړي.

لسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د توبې کولو لپاره ځانګړی وخت بلل سوی دی چي په اخلاص باندي توبه کول ارومرو د الله پاک په دربار کي قبليږي لکه په حديث کي چي راځي: وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ.[سنن ترمذي 3890]
ژباړه: په خاورو دي سي پزه د هغه انسان چي مياشت د روژې ورباندي راسي او بيا بيرته ځيني ولاړه سي مخکي تر دې چي ده ته بخښه وسي.
نو مخكي تر دې چی الله مکړه دا طلایي فرصت راڅخه ولاړ سي راسئ همدا اوس توبه وکړو او پر تېرو ګناهونو باندي د پښېمانۍ په ښکاره کولو سره د الله پاک سره دا وعده وکړو چي هیڅ وخت بیا هغه ګناهونو ته نه ورځو، همدا راز د را روانو وختونو په اړه هم د الله پاک څخه ددې توفیق وغواړو چي د ګناهونو څخه مو وساتي او موږ ته پر توبې د استقامت همت او غیرت راکړي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: