ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
نن غاصبو اسرائيلو د سوريې هيواد پر دمشق او ځينو نورو ښارونو په لسګونو هوايي بريدونه کړيدي چې په لسګونو انسانان يې شهيدان او ژوبل کړي دي، دا په داسي حال کې ده چې په غزه کې لا هم د جهنم غوندي اور بل دی او د ورځي په لسهاوو انسانان شهيدان او ژوبل کيږي.
د دې بريدونو لپاره هيڅ معقول دليل وجود نه لري تنها اسرائيل وايي: موږ د دروز شيعه ګانو په ننګه دا کار کړی چې د سوريې حاکم نظام غوښتل په سويدا ښار کې د هغوی بغاوت وځپي. د يادوني وړ ده چې په سوريه کې د نوي نظام د راتګ سره هم مهاله د دروز شيعه توکمو په سويدا ښار کې د سوريې د حاکم نظام حاکميت نه دی منلی او د اسرائيلو څخه يې د ځان د دفاع لپاره مرسته غوښتې چې اسرائيلو يې غوښتنه منلې او څو ځله يې د دوی په ننګه پر سوريې باندې بريدونه کړي دي چې دا ځل يې تر ټول ډېر او سخت بريدونه وکړه او لا يې هم د نورو بريدونو د کولو ګواښ کړی دی.
د اسرائيلو دا کړنه د څو کلونو مخکې د ايران کړنو ته ورته ده چې په سوريه کې يې د علويه او نصيريه شيعه توکمو په مرسته سوريې ته خپل پوځونه، وسلې او مشاورين ولېږل او د بشار اسد سره يې د هغو ولسي کسانو په ځپلو کې مرسته وکړه چې د بشار د نظام د پرځونې لپاره راپورته شوي وه چې په نتيجه کې يې ډېری بې ګناه انسانان ووژل، ډېر ښارونه او ښارګوټي يې وران کړه او په سوريه کې يې د خپلمنځي جګړې هر اړخيز اور بل کړ.
دا د مسلمانانو د کمزورۍ او ضعف پايله ده چې نن يې د اسرائيلو غوندي وړوکی هيواد په هر ځای او هر وخت کې ګواښي او چې په کوم ځای کې يې زړه وغواړي د خپلي خوښي سره سم بريدونه ورباندي کوي چې په دې سلسله کې يې دا دی غزه په پوره توګه ورانه کړه او د خاورو سره يې برابره کړه، پر ايران يې بريد وکړ او اوس يې دا دی پر سوريه باندې خپل سخت او توند ظالمانه بريدونه وکړه خو مسلمانان لا هم په خوب ويده دي؛ ځيني اسلامي هيوادونه په خپل عيش او عشرت اخته دي، ځينو اسلامي هيوادونو په خپلو داخلي جزئي مسائلو ځانونه په پوره توګه مصروف کړي دي، ځيني اسلامي هيوادونه لا هم د بدمرغي ديموکراسۍ تر حاکميت لاندې د جمهوريت سره لاس او پنجه دي او ځيني هيوادونه لا تر اوسه د ملګرو ملتونو پر منځګړيتوب او د امريکا پر کاذب سياست باور لري او په دې طمعه دي چې د اسرائيلو غوندي د ظالمو او غاصبو هيوادونه مخه به ونيسي خو سړی د دې هيوادونو مشرانو ته حيران پاتې کيږي چې په کوم عقل او کوم دليل يې داسي د غفلت مرګونی سياست غوره کړی دی؟ او د دې هيوادونو ملت ته سړی فکر اخلي چې څنګه يې د داسي بې کفايته او غلام مزاجه انسانانو حاکميت منلی دی؟ څوک چې عقل ولري هغه بايد د تېر تاريخ او هري ورځي د تېرېدلو څخه عبرت واخلي او هغه ګامونه پورته کړي چې په مټ يې ځان، ملت او مسلمان وړونه ساتلای شي.
تر څو چې اسلامي هيوادونه سره متحد نه شي، د اسلامي هيوادونو ملتونه د ځان لپاره با احساسه مشران غوره نکړي، د نړۍ د حالاتو سره د ځانونو په عيارولو سره لومړيتوبونه و نه پېژني او هر اسلامي هيواد د اتمي وسلو خاوند نه شي تر هغه وخته به د امريکا د غلامۍ او اسرائيلو د ظلم څخه خلاص نه شي او په دې خبره خو نن هر څوک پوهيږي چې تر څو مسلمانان ځانونه په مادي او معنوي اعداد سمبال نکړي تر هغه وخته به هيڅ ظالم او کافر ورڅخه و نه ويريږي.
نن د دې وخت دی چې مسلمانان را ويښ شي او د عمر بن خطاب، خالد بن وليد، عمرو بن العاص، طارق بن زياد، محمد بن قاسم، صلاح الدين ايوبي، نورالدين زنکي، محمود غزنوي، سلطان محمد فاتح او احمد شاه ابدالي غوندي اتلان د ځانونو لپاره مشران وټاکي تر څو يوځل بيا ستره اسلامي امپراتوري را ژوندۍ کړي او د دې مظلوميت څخه ځانونه خلاص کړي.
له بده مرغه چې د دومره سترو حقائقو د څرګندېدلو سره او د داسي سترو ظلمونو د کېدلو برسېره بيا هم ځيني اسلامي هيوادونه لکه مصر، ترکيه، اردن، متحده امارات، مراکش، اذربايجان، بحرين، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان اسرائيل په رسيمت پېژني او ديپلوماتيکي او تجارتي اړيکي ورسره ساتي په رښتيا چې له يوې خوا نړۍ ظالمه ده او له بلي خوا مسلمانان د غفلت په خوب ويده دي.
که حالات همداسي دوام پيدا کړي او مسلمانان همداسي غافل وي نو لري نه ده چې اسرائيل به خپل خوب رښتيا کړي، خپل ګاونډي اسلامي هيوادونه به اشغال کړي او د نړۍ هر اسلامي هيواد به د خپل هيبت تر پوښښ لاندي راوړي.
په آخره کې یوځل بيا وايم چې څومره غريب او عاجزه مسلمانان يو چې د يوه وړوکي اسرائيل مخي ته نه شو درېدلای!.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر