۱۴۰۴/۰۴/۲۸

د الله تعالی لوري ته د دعوت کوونکې صفات او اخلاق:

هر څوک چې د الله تعالی لوري ته خلک را بولي؛ يعني خلکو ته تبليغ کوي يا امر بالمعروف او نهي عن المنکر چلوي هغه بايد داسي صفات ولري چې په درلودلو يې انسان ښايسته او ښکلی ښکاري، انسان د نېکو اخلاقو بېلګه ښکاري او د دعوت شويو انسانانو په حضور کې دعوت کوونکې ته جذابيت او مقبوليت ورکوي او دعوت کوونکي د نېکو انسانانو په ډله کې شميري چې ځيني هغه صفتونه په لاندې ډول دي:
صداقت او امانت: دا دواړه داسې اخلاقي ځانګړنې دي چې تل سره یوځای وي، او یو بل بشپړوي. دا دواړه د دې ښکارندويي کوي چې انسان باید د الله تعالی له وېري خپلي خبري، کړني او نیتونه سم وساتي؛ یعني درواغ و نه وايي، بد کار و نه کړي، او بد نیت ونلري.
د دې مطلب دا دی چې دا صفات د انسان د ژوند په ټولو برخو کې اغېز لري. له همدې امله ویلای شو څوک چې خلک د الله لوري ته را بولي، هغوی باید خاماخا له دغو صفاتو سره سمبال وي، ځکه دا ډېر مهم او ارزښتناک صفات دي چې د بلني په بریا کې مهم رول لري.

تواضع او بخښنه: دا دواړه داسي غوره اخلاق دي چې د دعوت کوونکي شخصیت ته جذابیت ورکوي او خلک یې د خبري منلو ته ژر آماده کيږي؛  دا صفات د کبر، غرور او ځان غټ ګڼلو څخه خلاف دي. همداراز  دا صفتونه انسان ته عاجزي، نرمي او د نورو انسانانو د تېروتنو په وړاندي بخښنه ور زده کوي.
د تواضع له جملې څخه دا هم دی چې انسان له الله تعالی څخه د نیت اخلاص، اصلاح، او د عمل د قبلېدو دعا وکړي، او له ریا، ځان ځانۍ او ځان ستایلو څخه ځان وساتي، ځکه دا شیان د عمل ثواب له منځه وړي.

د بلل شویو انسانانو سره نرمي، مهرباني او پر هغوی باندې شفقت: د دې معنی دا ده چې دعوت کوونکی باید په نرمي، مهربانۍ، زغم او صبر سره سمبال وي، او د خلکو د تېروتنو په وړاندي صبر او زغم ولري، په ځانګړي ډول له هغو انسانانو سره چې تازه مسلمان شوي وي.
دا اخلاق د خلکو په زړونو باندې اغېز کوي، هغوی ته د دعوت سره مینه پیدا کوي، په دین کې یې د نرمۍ او ميانه روۍ سره مينه زياتيږي او کار يې اغېزمن واقع کېږي. بل دا چې دعوت کوونکی باید د بلل شویو لپاره خیرخواهۍ ته لېواله وي او هغوی ته د نيکي لارې د ښودلو لپاره هڅه وکړي.

د خبرو او عمل یووالی: دا د بنسټیزو اخلاقو څخه یو دانه دی چې دعوت کوونکی باید په هغه باندي سمبال وي. یعنې باید خپله هم د نېکۍ نمونه وي، او دا چې خپله کوم څه وايي، هغه باید په خپله هم عملي کړي.
دا اخلاق هغه وخت تر لاسه کېږي چې انسان د الله تعالی امرونه پلي کړي، حرام شيان پرېږدي، او د بې‌ګټې کارونو څخه ډډه وکړي. همداراز باید له دنیا څخه بې پروا وي، د خلکو په شتمنیو کې حرص و نه لري، تر څو د خلکو مینه او باور خپل کړي.

له واقعیت سره یو ځای اوسېدل او ژوره خواخوږي: د دې معنا دا ده چې دعوت کوونکی باید د خلکو له حالاتو سره ځان بلد وساتي، له هغوی بې‌خبره نه وي، او د دوی له دردونو، خوښیو، ستونزو او حالتونو ځان خبر کړي.
دا به د دې سبب شي چې د ده دعوت واقعي وي، د خلکو له اړتیاوو سره برابر وي، او د دوی د حالاتو لپاره مناسب وي.

د بلل شویو انسانانو لپاره دعا کول: دا ډېر غوره عادت دی او د الله لپاره د مینې څرګندونه ده. دعوت کوونکی باید خپل ځان د دې عادت کړي چې د بلل شویو لپاره دعا وکړي — د هغوی د فلاح، اصلاح، هدایت، ثبات، او کامیابۍ لپاره دعا وکړي. دا ډول دعاګانې زړونه سره نژدې کوي، نفسونه تسکینوي، او د خلکو په منځ کې د یو بل په وړاندې مينه او محبت پیدا کوي.
مولوي نورالحق مظهري
زموږ تلګرام

هیچ نظری موجود نیست: