۱۴۰۴/۰۵/۰۹

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(څلورمه برخه)

فکري انحراف:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه فکري انحراف دی؛ په دې معنی سره چې زموږ د ځينو ځوانانو فكرونه د اصلي مسير څخه بلي خوا ته اووښتي دي ځکه ډېر فکر يې په مادياتو او دنيوي اسبابو کې وي همداسي د دوست او دښمن په پېژندلو کې او د وظيفوي لومړيتوبونو په معلومولو کې ستونزه لري په دې خاطر ډېری وختونه يې ايماني جذبات مړه وي او د دين لپاره يې احساسات نه را پورته کيږي بلکې دنيوي ژوند ته په داسي حيثيت ګوري په کوم حيثيت چې يو بې دينه انسان ورته ګوري او دين ته د يوه قانون په سترګه نه بلکې د يوه شخصي طيبعت په سترګه کتل کوي نو ځکه يې دفاع او عملي کول د ځان دنده نه بولي.

د مسلمان ځوان فکر بايد داسي جوړ وي چې په هراړخيزه توګه په اسلامي چوکاټ کې داخل وي او د توحيد، رسالت او ميعاد اصول په خپل هر فکري او عملي فعاليت کې په نظر کې ونيسي تر څو خپله هم اصلاح شي او د شيطان په شمول د نورو شيطاني کړيو د وسوسې او دسيسې څخه هم وساتل شي.

مسلمان ځوان بايد د خپل دين ټوله عقايد او اعمال زده کړي او تر نورو انسانانو پوري يې ورسوي ځکه امر بالمعروف او نهي عن المنکر د خپل توان سره سم د هر با احساسه مسلمان دنده ده.

مسلمان ځوان بايد د خپل وخت او خپل ماحول ټولي باطلي ډلي او ګمراه انسانان وپېژني تر څو چې هغوی يې دوکه نکړي او د دين پر ضد يې استعمال نکړي.

مسلمان ځوان بايد د "ولاء او براء" د اصل پر بنياد خپل اصلي دښمن او اصلي دوست وپېژني تر څو چې د دښمن سره دوستي او د دوست سره دښمن ونکړي.

مسلمان ځوان بايد ټول عقيدوي او عملي منکرات وپېژني تر چې خپل ځان هم ورڅخه وساتي او نورو ته يې هم ور وپېژني.

مسلمان ځوان بايد ځان ته داسي حيواني آزادي ورنکړي چې د هر شي ويل او کول ځان ته روا وبولي بلکې ټوله کړه يې بايد د اصيل انساني فطرت پر قانون چې اسلام دی برابر وي او خپله هره کړنه د همدې اساسي قانون په چوکاټ کې داخل تر سره کړي.

مسلمان ځوان بايد په دين کې د فرائضو، واجباتو، سنتونو، مستحباتو، مباحاتو، حرامو، مکروهاتو او بدعاتو څخه ځان خبر کړي تر څو هر عمل په هماغه اصلي حيثيت باندي سر ته ورسوي او مراتب ورڅخه ګډوډ نه شي.

مسلمان ځوان بايد ځان د رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو په سيرت باندي خبر کړي تر څو خپل فکر د هغوی د فکر غوندي جوړ کړي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: