رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل شوه د خلکو څخه غوره څوک او بهتره څوک دی؟ هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر هغه څوک چې مخموم القلب (زړه يې پاک) وي، او ژبه يې رښتينې وي. اصحابو وويل: رښتينې ژبه موږ پېژنو، خو پاک زړه (مخموم القلب) څه شی دی؟ آنحضرت صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه (شخص) چې متقي (د الله څخه وېرېدونکی) او پاک وي، په هغه کې ګناه نه وي، ظلم نه وي، کينه نه وي، او حسد نه وي.
يعني په هر چا کې چې دوه صفته وي هغه په ټولو انسانانو کې غوره انسان دی: لومړی دا چې رښتيا ويونکی وي يعني د درواغو څخه ځان ساتي او بېله هغه ځايه چې هلته شرعا د درواغو ويل جايز وي بل ځای درواغ نه وايي، دويم هغه څوک چې زړه يې پاک وي يعني په زړه کې يې د ګناه اراده نه وي، په زړه کې يې د چا سره د ظلم او بغاوت اراده نه وي، په زړه کې يې د چا سره کرکه او نفرت نه وي او په زړه کې يې د چا سره حسد نه وي.
که موږ غواړو د ځانونو څخه غوره انسانان جوړ کړو بايد دغه دوه صفته په ځان کې راولو چې په ژبه درواغ و نه وايو او خپل زړه د يادو شيانو څخه پاک کړو.
قِيلَ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: أَيُّ النَّاسِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: كُلُّ مَخْمُومِ الْقَلْبِ، صَدُوقِ اللِّسَانِ، قَالُوا: صَدُوقُ اللِّسَانِ نَعْرِفُهُ، فَمَا مَخْمُومُ الْقَلْبِ؟ قَالَ: هُوَ التَّقِيُّ النَّقِيُّ، لاَ إِثْمَ فِيهِ، وَلاَ بَغْيَ، وَلاَ غِلَّ، وَلاَ حَسَدَ.(سنن ابن ماجة، 4216)
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر