۱۴۰۴/۰۵/۰۷

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(درېيمه برخه)

اخلاقي فساد:
د ځوانانو د انحراف بله بېلګه اخلاقي فساد دی؛ له بده مرغه چې په مجموع کې په اسلامي نړۍ کې زموږ ځيني ځوانان تر بل هر وخت اوس ډېر په اخلاقي فساد باندې اخته دي چې له امله يې په ټولنه کې فحشاء او بې حيايي خپلي لوړي کچي ته رسېدلې ده.

د يوې خوا څخه په ځوانانو کې د هوس ډېروالي او د بلي خوا څخه د کفارو او ګمراه انسانانو پلانونو او پروژو زموږ ځيني ځوانان د اصلي اخلاقي مسير څخه اړولي دي.

په ځوانانو کې د منفي ميني او عشق احساس، په کوڅو کې په نجونو پسې کتل، د ځينو ناروا لارو څخه د نجونو سره تماس او رابطه، په تلويزيونونو او ټليفونونو کې د مبتذلو فيلمونو، سريالونو او انځورونو کتل، په تالارونو، کافيشاپونو او اطاقونو کې ناروا بانډارونه جوړول او په ودونو کې د موسيقۍ مراسم نيول ټوله هغه شيان دي چې د اخلاقي انحراف په سبب زموږ په ټولنه کې په خاصه توګه په ځوانانو کې ليدل کيږي.

که چيري زموږ ځوانانو ځان په اسلامي اخلاقو سمبال کړی وای، ديني زده کړي يې پوره کړي وای او د هر ډول دښمن په وړاندي يې ځانونه د پوهي او ځيرکتيا په وسلې مسلح کړي وای هيڅ وخت به په داسي بربادوونکو شيانو باندي نه اخته کېدلای، ځکه د اسلامي اخلاقو او ديني زده کړو په ذريعه په انسان کې حياء او غيرت پيدا کيږي او چې د هر چا سره حياء او غيرت پيدا شي بيا هيڅکله يادو ناروا شيانو ته لاس نه اچوي ځکه مضمون د حدیث دی: چې کله حیاء درڅخه ولاړه بیا نو هر کار چې دي زړه غواړي کوه یې. یعني د هر انسان څخه چې حیاء ولاړه شي بیا نو هر کار چې یې مخي ته راسي کوي یې.

همداسي د اسلامي تعليماتو په رڼا کې ځيرکتيا د دې سبب جوړيږي چې انسان دې خپل هر بربادوونکی دښمن وپېژني او د هغه د هر منفي پلان په وړاندي دي چټکه مبارزه وکړي چې په نتيجه کې د هيڅ منفي تبليغ او ناروا پروژې ښکار نه ګرځي.

که زموږ ځوانان د خپلو ديني پوهانو، علماو، مساجدو او مدارسو سره نژدې رابطه ولري او په ځان کې ديني مقدسه روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړي زه سل په سلو کې ډاډه يم چې د هر ډول اخلاقي فساد څخه نه تنها دا چي نجات پيدا کوي بلکې د اخلاقي فساد پر ضد به تکړه مبارزين ورڅخه جوړيږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: