۱۴۰۳/۰۵/۰۱

د بيان او تبليغ آداب:(3)

د بيان او تبليغ درېيم ادب دا دی چې تبليغ کوونکی بايد د ريا، فسق او حسد څخه پاک وي، همداسي د ځان ښووني او تکبر څخه بېزاره وي او د انسانانو لپاره د خيرخواهۍ غوښتونکی وي.

د دې صفاتو درلودل ځکه مهم دې چې د دې صفاتو په درلودلو سره نه تنها دا چې د انسان تبليغ مؤثر تماميږي بلکې انسان د ښه مبلغ بېلګه جوړيږي او تبليغ ته يې خلک د غمخوارۍ او خيرخواهۍ په سترګه ګوري چې په نتيجه کې يې هره خبره د نورو انسانانو زړونو ته تېريږي او الله تعالی ډېر معنويات ورباندي مرتب کوي.

نوح عليه السلام خپل قوم ته فرمايي: أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ.[الأعراف۶۲] ژباړه: زه تاسي ته د الله تعالی پيغامونه رسوم، نصيحت درته کوم او زه د الله تعالی له لوري په داسي شيانو پوهېږم چې تاسي نه په پوهېږي.

دا د الله تعالی اراده وه چې د نوح عليه السلام د قوم څخه ډېرو کسانو د ده تبليغ و نه منی کنه نو نوح عليه السلام خو په ډېر اخلاص او خيرخواهۍ سره تبليغ ورته کوی؛ چې د مبلغ مسئوليت هم دغه دی چې دی ځان ورته جوړ کړي که يې خلک خبره مني او که يې نه مني او که خلک ښه راغلاست ورته وايي او که يې نه ورته وايي ځکه د انسانانو هدايت د الله تعالی په قدرت کې دی انسان تنها په ښه طريقه د الله تعالی د پيغام په رسولو مکلف دی.

په حديث شريف کې راځي: الدين النصيحة.[مسلم] يعني دين خيرخواهي ده؛ موږ هغه وخت خلکو ته دين د خيرخواهۍ تر عنوان لاندي رسولای سو چې د دين رسولو او تبليغ کولو مهمي لاري چاري او آداب زده کړو او بيا په چوکاټ کې خلکو ته سالم او اړين بيانونه وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: