څلورم ادب د بيان دا دی چې بيان ته بايد داسي موضوع انتخاب شي چې د وخت او ګډونوالو د حالت سره مناسبه وي ځکه که مناسبه نه وي بيا نو ممکن يا ګټه ونکړي او يا يې هم تاوان تر ګټي ډېر وي په اثر کې راځي: عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ قَالَ مَا أَنْتَ بِمُحَدِّثٍ قَوْمًا حَدِيثًا لاَ تَبْلُغُهُ عُقُولُهُمْ إِلاَّ كَانَ لِبَعْضِهِمْ فِتْنَةً.[صحيح مسلم ۱۴]
ژباړه: عبيدالله بن عبدالله بن عتبه روايت کوي چې عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وفرمايل: ته د خلکو سره داسي خبري نه کوې چې د هغوی عقلونه نه ورته رسيږي مګر دا چې د ځينو لپاره به فتنه شي.
يعني خلکو ته داسي خبري کوئ چې د هغوی د عقلونو او درک سره برابري خبري وي؛ داسي خبري مکوئ چې خلک ورباندي نه پوهيږي او يا هم غلط برداشت ورڅخه کوي چې خدای مکړه بيا فتنه ورڅخه پيدا نشي او خلک يې په شعوري يا غير شعوري ډول انکار ونکړي.
په بل اثر کې راځي: وَقَالَ عَلِيٌّ حَدِّثُوا النَّاسَ بِمَا يَعْرِفُونَ أَتُحِبُّونَ أَنْ يُكَذَّبَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ.[صحيح البخاري ۵۰]
ژباړه: علي رضي الله عنه وفرمايل: د خلکو سره داسي خبري وکړئ چې هغوی په پوهيږي آيا تاسي خوښ لری چې د الله او پيغمبر تکذيب دې وشي؟.
يعني خلکو ته داسي خبري وکړئ چې د خلکو سر په خلاصيږي داسي خبري مکوئ چې خلکو ته بېګانه او ناشنا ښکاري تر څو خدای مکړه خلک د الله تعالی او پيغبمر د خبرو څخه انکار ونکړي.
په بل اثر کې راځي: عن الْحَسَنُ قَالَ : حَدِّثُوا النَّاسَ مَا أَقْبَلُوا عَلَيْكُمْ بِوُجُوهِهِمْ ، فَإِذَا الْتَفَتُوا فَاعْلَمُوا أَنَّ لَهُمْ حَاجَاتٍ.[مصنف ابن أبي شيبة ۲۷۰۴۵]
ژباړه: خلکو ته تر هغه وخته خبري وکړئ چې هغوی تاسي ته مخ اړولی وي که يې مخ درڅخه واړوی نو پوه شی چې د دوی لپاره اړتياوې شته.
يعني په خبرو کولو کې د خلکو اړتيا او توان په پام کې ونيسئ تر ستاسي خبري پر هغوی و نه غميږي او ستړي نشي.
د دې ټولو اثارو څخه داسي ښکاري چې د خبرو لپاره بايد موضوع هم ډېره خوندوره وي او په خبرو کولو کې د خلکو ذوق ته هم پاملرنه وشي تر څو خبري هم جالبي وي او هم د خلکو د منلو وړ وګرځي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر