پنځم ادب د بيان او تبليغ کولو دا دی چې د موضوع لپاره بايد تبليغ کوونکی ښه آماده ګي ونيسي؛ د اماده ګۍ نيول دوه ډوله دي يو دا دی چې خپله موضوع ښه زده کړي او بيا يې نورو ته ورسوي ځکه تر څو چې انسان د خپلي موضوع په اړه مطمئن نه وي نورو ته يې په ډاډه زړه نشي رسولای چې شرعا هم انسان په دې باندي مکلف دی؛ يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم۱۵۲۶]
ژباړه: کله چې دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.
يعني د ليکلو په وخت کي ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل شي ځکه د خط په ليکلو کې بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندويي هم کوي؛ لکه په ليکلو کې چې دقت مهم او اړين دی په لوستلو کې هم اړين دی ځکه نو مخکې تر وړاندي کولو د موضوع بايد په اړه يې پوره تياری ونيول شي.
لقمان حکيم صاحب خپل زوی ته وايي: يَا بُنَيَّ، كُنْ سَرِيعًا تَفَهُّمًا، بَطِيئًا تَكَلُّمًا، وَمِنْ قَبْلِ أَنْ تَكَلَّمَ فَتُفْهَمَ. .[الجامع للحديث لإبن وهب۳۳۹]
ژباړه: ای زوي جانه! ډېر تيزفهمه وسه او وروسته خبري كوونكی، او مخكي تر دې چې خبري شروع كړې ځان پوه كړه.
يعني په خبره باندي خپل سر ژر خلاصوه او وروسته خبري كوه كله چې دې په خبره سر خلاص كړ بيا نو په خبرو شروع وكړه ، مخكي تر سرخلاصېدلو خبري مكوه، او چې كله دې غوښتل په يوې موضوع كې خبري وكړې نو مخكي خپل سر په خلاص كړه وروسته بيا ورباندي وږغېږه.
دويم ډول آماده ګي دا ده چې د سند او اعتبار په لحاظ د خپلي موضوع څخه ځان ډاډه کړي په دې معنی سره چې په موضوع کې يې ضعيفي او موضوعي خبر نه وي تر څو خدای مکړه پر الله او پيغمبر درواغ ورڅخه و نه ويل شي چې دنيوي او اخروي نتيجه به يې خطرناکه وي په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».[صحيح مسلم ۴]
ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې پر ما قصدا درواغ ووايي نو د ځان لپاره دي په اور کې ځای وټاکي.
که څوک په خپل تبليغ کې غور ونکړي، احکام، اخبار او قيصې بې سنده بيان کړي ارومرو د واقع خلاف خبره ورڅخه کيږي او د پورته حديث مصداق ګرځي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر