۱۴۰۳/۰۲/۳۰

مسخه شوي فکرونه وپېژنئ!(لومړی برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
که تاريخي پيښو ته وګورو او حقائق وڅېړو دا به راته ثابته شي چې لکه د تاريخ په اوږدو کې چې د ځينو انسانانو جسمونه الله تعالی مسخ کړي او په بده څېره يې اړولي د ځينو انسانانو فکرونه يې هم مسخه کړي او بد حالت ته يې اړولي.

د داود او عيسی عليهما السلام په زمانه کې د يهودو د مسخي قيصې ډېري مشهوري دي چې الله تعالی دوی په سرکوزانو او بيزوګانو باندي مسخه کړه يعنی د دوی څخه يې سرکوزان او بيزوګاني جوړ کړه چې دا قيصې د نورو الهي کتابونو ترڅنګ په قرآن شريف او احاديثو کې هم راغلي دي.

همداسي زموږ د عقايدو په کتابونو کې د داسي کسانو يادونه هم شوېده چې دوی په فکري لحاظ دومره منحرف وه چې سړی ورته فکري مسخه ويلای شي؛ د بېلګې په ډول د سوفسطائيه ډلي يادونه شوې ده کوم چې د حقائقو څخه منکر وه يعني د شيانو لپاره يې پر حقائقو باور نه درلودی چې هغوی بيا په هغه وخت کې درې ډلي وې: عنديه، عناديه او لاادريه.

عنديه په دې باور وه چې د حقائقو په اړه د هر چا خپل آند او فکر د اعتبار وړ دی؛ کوم څوک چې کوم شی مني هغه يې خپل کار دی او هغه ته د اعتبار وړ دی، او کوم څوک چې يې نه مني هغه هم د هغه انسان خپل کار دی او ده ته د اعتبار وړ دی.

عناديه بيا د تضاد او تعصب دومره لوړي کچي ته رسېدلي وه چې ممکن سر يې په حقائقو خلاصېدی خو د تضاد او تعصب له وجهي يې انکار ورڅخه کوی.

لاادريه بيا هغه جاهله او ناپوه ډله وه چې د حقائقو په وړاندي يې ځان ناخبره او ناپوه ښکاره کوی او د حقائقو د منلو څخه به يې په دې پلمه انکار کوی چې موږ نه په پوهيږو.

نن زموږ په زمانه کې د جسمي مسخي مستنده بېلګه موږ نده ليدلې خو د فکري مسخي بېلګي بيخي ډېري دي او هره ورځ د داسي انسانانو سره مخامخ کيږو چي د بربنډو حقائقو څخه په سپنيه ورځ په ډېري سپين سترګۍ سره انکار کوي.

زموږ د زمانې فکري منحرفين کټ مټ د پخوانيو سوفسطائيه ډلو په څېر د ډېرو حقائقو په وړاندي د انکار ږغ پورته کوي بلکي يواځي د ږغ په پورته کولو بسنه هم نه کوي بلکي د حقائقو د پټولو او درواغ ويلو لپاره په خپل فکر دلائل هم وايي.

راځو زموږ په زمانه کې د فکري مسخه سوو انسانانو ځيني هغه خبري نقل کوو چې د هغو څخه د دوی انحراف او فکري مسخه په ثبوت رسيږي:

په افغانستان کې  د اسلامي امارت د رهبر او اميرالمؤمنين شتون او وجود داسي حقيقت دی چې موږ يې د کره دلائلو پر اساس تواتر بللی شو ځکه د اميرالمؤمنين قوم، ځای او اصالت دومره خلکو ته معلوم دی چې د هغه څخه هيڅ کله انکار نشي کېدلای؛ که څه هم د هر شي د وجود لپاره د هغه ليدل شرط نه دی خو بيا هم اميرالمؤمنين په سلهاؤ انسانانو شفاهي او مخامخ ليدلی دی او د ټول افغانستان څخه ډېرو جهادي مشرانو، علماؤ او سپينږيرو څو ځلي ملاقاتونه ورسره کړيدي بلکې هره ورځ د ټول افغانستان څخه ډېری کسان ورځي او ملاقات ورسره کوي، البته د اسلامي امارت د حاکميت څخه وروسته خو په څو جلساتو او د اختر په لمونځونو کې د عام ولس پر مخ راښکاره شوی دی خو بيا هم داسي کسان شته چې د اميرالمؤمنين د جود څخه منکر دي، دوی هيڅ دليل نه لري؛ د دوی دليل دا دی چې دوی نه دی ليدلی سره د دې چې دوی ډېر شيان نه دي ليدلي خو بيا يې هم مني او انکار ورڅخه نه کوي.

که وګورو داسي کسانو په نړۍ کې ډېر نور انسانان چې مشهور دي نه دي ليدلي خو بيا يې هم د وجود څخه انکار نه کوي، په نړۍ کې ډېر مشهور ښارونه يې نه دي ليدلي خو بيا يې هم د وجود څخه انکار نه کوي او په تېره زمانه کې ډېري پيښي وي چې دوی نه دي ليدلي خو بيا يې مني؛ ولي يې مني؟ ځکه چي دومره ډېر خلک يې وايي چې پر هغوی څوک د درواغو ګمان نشي کولای خو په دغه ځای کې بيا تعصب او عناد غلبه ورباندي وکړي او د حقيقت څخه يې منکر کړي يا يې نفسي غريزه دومره باندي قوي شي چې د ښکاره حقيقت په وړاندي ورته شک پيدا شي او سمدم انکار ورڅخه وشي.

د يو شي په منلو او نه منلو کې هر انسان خپل اختيار لري خو د حقائقو په منلو کې ځکه انسان اختيار نه لري چې د حقائقو څخه انکار د انسان د بې عقلۍ او سرټمبګۍ ښکارندويي کوي او د سالم عقل په فيصله د حقائقو څخه منکرين ناپوه، ګمراهان او بې لاري دي دا په دې خاطر چې الله تعالی انسان ته عقل ورکړی چې حيثيت د رسول لري او انسان بايد په خپل عقل حقائق درک کړي؛ کوم کسان چې حقائق نشي درک کولای معلومه خبره ده چې د عقل څخه محروم دي او يا هم د حقائقو په مقابل کې تجاهل کوي چې دا بيا د بې عقلۍ سربيره بله بې عقلي ده.

که سړی د داسي انسانانو کړني تر څارني لاندي ونيسي دا به له ورايه ورته ثابته شي چې دوی د حقائقو څومره سرسخته دښمنان دي! ځکه د امارت په تاوان کې د يوه نفر د درواغو خبره مني او هغې ته ډېر پاړسوب ورکوي خو کوم شی چې د دوی په فکر د امارت په ګټه وي د هغه څخه بيا په سپينه ورځ او ډېري سپين سترګۍ سره انکار کوي حتی په ډېري بې شرمۍ سره خپله خبره د ولس په مخ کې په رسنيو کې هم نشر کوي؛ نو د داسي انسانانو په اړه ويلای شو چې د دوی فکرونه مسخه شوي دي او د تعصب له کبله يې د حقائقو د منلو څخه انکار کړی دی آن تر دې چې د حقائقو په ردولو کې يې لفظي او خبريز سنگرونه جوړ کړي دي او د ورځي څو ځلي د حقائقو د پټولو او ردولو لپاره خبري سرويسونه او تحليلونه پر مډيا نشر ته سپاري.

زموږ د مسلمان او ويښ ولس دا دنده ده چې داسي انسانان وپېژني تر څو يې په خبرو دوکه نشي او خدای مکړه د حقائقو د منکرينو په کتار کې و نه شمېرل شي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: