۱۴۰۲/۱۲/۰۲

ترهګر او تروريست څوک دی؟

راځئ چې د تاريخ پاڼي وګورو او د خپل عقل څخه په استفاده دا معلومه کړو چې تروريست څوک دی؟ په خاصه توګه هغو کسانو ته وايم چي د تعصب له کبله يا د کفري نړۍ  څخه په ړوند تقليد مسلمانانو ته او يا هم هغو کسانو ته چې د خپلو هيوادونو څخه دفاع کوي تروريست او ترهګر وايي.

هر انسان چې د تعصب پردې د خپلو سترګو څخه ليري کړي، د خپل عقل څخه کار واخلي، د عدل او انصاف په ترازو فيصله وکړي، د درواغجنو انسانانو تقليد ونکړي او تاريخ ته په ځراکت وګوري ارومرو به ترهګر او تروريست وپېژني.

راځئ د تروريست او ترهګر فيصله به تاسي لوستونکو ته پرېږدو لومړی به په تاريخ کې د هغو سترو وژنو احصائيه ذکر کړو چې د تاريخ کتابونه او ويب سايټونه په ډک دي:

۱ – جاپاني کمونيست "هيديکي توجو" ۵ مليونه انسانان ووژل.
۲ – بلجيکي نصراني دويم "ليوبولد" ۱۰ مليونه افريقايان ووژل.
۳ – آلماني کاتوليک نصراني "ادولف هتلر" ۲۰ مليونه انسانان ووژل.
۴ – روسي کمونيست "جوزف ستالين" ۴۰ مليونه او د ځينو رواياتو پر اساس ۶۰ مليونه انسانان ووژل.
۵ – چينايي کمونيست "ماوستي تونغ" ۵۰ مليونه او د ځينو رواياتو پر اساس ۷۰ مليونه انسانان ووژل.
۶ – روسي کمونيست "ليونيد بريجينيف" ۱.۵ مليونه انسانان ووژل.
۷ – ايتوپيايي کونيست "منغستو هيلا مريام" 2 مليونه انسانان ووژل.
۸ – روسي کمونيست "لينين" ۴ مليونه انسانان ووژل.
۹ – کوريايي کمونيست "تيم ال سونغ" ۲.۵ مليونه انسانان ووژل.
۱۰ – کمبوديايي کمونيست "بول بوت" ۲ مليونه انسانان ووژل.

ښه! پورته کسانو چې ټوله غير مسلمان وه سره د دې چې په مليونونو انسانان يې وژلي دي ولي څوک ورته ترهګر او تروريست نه وايي؟ ولي يې څوک د مذهب او ايديالوژۍ غندنه نه کوي؟ ولي يې څوک هيوادونه د نړۍ لپاره خطر نه ګڼي؟ او ولي يې لا هم پلويان د نړۍ پر ډېرو هيوادونو واکمن دي؟؟؟

دا ملګري ملتونه چې د عدالت او منځګړيتوب نغارې ډنګوي چيري دي؟ دا د بشر د حقوقو مدافعين چې په ډېرو بغارو يې ستوني څيري سوه چيري دي؟ او دا نړيواله جنايي محکمه چې يواځي يې د مسلمانانو پسې لېڅي رانغښتي دي چيري ده؟؟؟

د تکنالوژۍ او روښن فکرۍ په زمانه کي چې ځيني سوټه فکره انسانان يې هر وخت او هر ځاي زمزمه کوي دا روښن فکري، عقلانيت او بشرپالنه چيري ده چې په مخ کې يې نن د اسرائيلي غاصبو صهيونستانو لخوا په ډله ايز ډول د غزې مسلمانان وژل کيږي؟

اصلي خبره دا ده چې دا ټوله د مسلمانانو او اسلامي نظامونو لپاره دسيسې دي خو د افسوس خبره دا ده چې لا هم زموږ ځيني ساده فکره، سرټمبه او غرب پلوه انسانان د دوی سره د ترهګر خبره زمزمه کوي او مسلمانانو ته يې نسبت کوي.

دا ځيني په اصطلاح روښن فکره انسانان چې خپل فکر، زړه او خوله يې ټوله د مادياتو تابع ګرځولي وي ولي د يو لږ وخت لپاره خپل فکر نه روښانه کوي او د خپل عقل څخه د اصلي مثبت او منفي، تور او سپين او ښه او بد په جلا کولو کې کار نه اخلي؟؟؟

راځئ مسلمانانو وړونو او خويندو! نور د خپل انساني فکر، بشري استعداد، ديني فراست او علمي ځراکت څخه کار واخلو او د خپلو مسلمانانو وړونو او اسلامي نظام په وړاندي د پرديو په تبليغاتو دوکه نسو او ځانونه د ناپوهو انسانانو ښکار جوړ نه کړو!
د تاريخي پيښـو مأخذ: ويکيپډيا، قاسيون او ارم نيوز ويب پاڼي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: