۱۴۰۱/۱۰/۲۸

د بې عقلۍ، ناپوهۍ او ړوندوالي علامې:

د ځينو حکماو څخه پوښتنه وسوه چي پوره بې عقلي کومه ده؟ هغه ورته وويل: د بدو خلګو په کارونو د ښو خلګو د مرتبو غوښتنه او د اهل حق انسانانو سره بغض او د اهل باطل انسانانو سره محبت؛ بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: د ناپوهۍ علامه څشی ده؟ هغه ورته وويل: د سرمايه دارۍ سره محبت، اوږد اميد او ډېر حرص؛ بيا يې پوښتنه ورڅخه وکړه: د ړوندوالي علامه څشی ده؟ هغه ورته وويل: هغه چا ته تمايل کول چي ته يې د دوکۍ څخه په آمان نه يې، د صدقې سره احسان ايښودل او د بخالت سره عبادت کول.
يعني د پوره بې عقلۍ دوې علامې دي: دا چي څوک د بدو خلګو کارونه کوي خو ددې طمعه لري چي د ښو خلګو مرتبې تر لاسه کړي او بل دا چي د نيکو انسانانو سره بغض کوي او د نا اهله انسانانو سره محبت کوي، د ناپوهۍ درې علامې دي: د غنی او سرمايه دارۍ سره محبت، اوږد اميد او د حرص ډېروالی او د عقلي ړوندوالي درې علامې دي: هغه چا ته تمايل چي ته يې د تاوان او دوکې څخه په آمان نه يې، د خيرات کولو سره احسان ايښودل او د بخالت سره عبادت کول.
قِيلَ لِبَعْضِ الْحُكَمَاءِ: مَا كَمَالُ الْحُمْقِ؟ قَالَ: طَلَبُ مَنَازِلِ الأَخْيَارِ بِأَعْمَالِ الأَشْرَارِ، وَبُغْضُ أَهْلِ الْحَقِّ وَمَحَبَّةُ أَهْلِ الْبَاطِلِ. قِيلَ: فَمَا عَلامَةُ الْجَهْلِ؟ قَالَ: حُبُّ الْغِنَى، وَطُولُ الأَمَلِ، وَشِدَّةُ الْحِرْصِ . قِيلَ: فَمَا عَلامَةُ الْعَمَى؟ قَالَ: الرُّكُونُ إِلَى مَنْ لا تَأْمَنُ غِشَّهُ، وَالْمَنُّ مَعَ الصَّدَقَةِ، وَالْعِبَادَةُ مَعَ الْبُخْلِ.[المجالسة وجواهرالعلم 1630]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: