۱۴۰۱/۱۰/۳۰

په وظيفه کي برياليتوب:

که غواړې په وظيفه کي کامياب او بريالي سې لاندي شيان په پام کي ونيسه:
۱ – دا معلومه خبره ده چي په نظام کي د هر مسئوليت لپاره پر لائحه باندي ډېر کار سوی وي او ټولو جوانبو ته پاملرنه پکښې سوېوي ځکه نو د خپلي کاري لائحې سره سم ته ځان پر نظام او مسئوليت جوړ کړه نظام او مسئوليت پر ځان مه جوړوه.
۲ – کوښښ وکړه چي د موضوعه اصولو په چوکاټ کي د ننه ابتکارات ولرې او هره ورځ د خپل مسئوليت په ساحه کي نوي نوي کارونه وکړې چي په نتيجه کي هم به دي اداره پرمختګ وکړي او هم به ستا لاسته راوړني بروز وکړي.
۳ – روابطو ته پر ضوابطو ترجيح مه ورکوه کنه نو کارونه به دي ټول سره ګډوډ سي او د ورځي کار به په اونۍ کي هم نسې کولای او د اونۍ کار به دي تر مياشتي هم ډېر وخت ونيسي.
۴ – خپل ټول کارونه د جوړ سوي ميکانيزم له مخي د لومړيتوبونو پر اساس پر څو کتګوريو ووېشه او په کولو کي يې اولويت په پام کي ونيسه ځکه په کارونو کي تفاوت د همدې غوښتنه کوي.
۵ – کوښښ وکړه چي د هري دندي تر کولو مخکي هغه ښه زده کړې او مثبت او منفي اړخونه يې ځان ته معلوم کړې تر څو وروسته بيا آرمان او پښېمانتيا ونکړې.
۶ – که څه هم د ځان د هوساکۍ لپاره لږ فارغ وخت ضروري دی خو کوښښ وکړه چي بېله تفريح نور وختونه ځان بېکاره پرې نږدې ځکه تېر سوی وخت بيا نه راګرځي.
۷ – د هغه کار پر کولو تلوار مکوه چي دقت او غور ته اړتيا لري بلکي په سړه سينه يې پوره سر ته ورسوه تر څو کار دي نيمګړی او خراب نسي.
۸ – د کارونو په پيل او کولو کي به ارومرو د پوهانو سره مشوره کوې خو ځان هم بايد دومره په خپل کار کي ورسوې چي پر خپل نفس پوره باور ولرې ځکه پر ځان د اعتماد نه درلودل د ناکامۍ لوی سبب دی.
۹ – کوم شی چي ستا مسئوليت وي کوښښ وکړه چي خپله يې تر سره کړې، بل چا ته يې مه سپاره ځکه په بل چا د خپل کار کولو دوه لوی تاوانونه دي: يو دا چي انسان ټنبل آموخته کيږي او بل دا چي ممکن بل څوک ستا کار په پوره توګه تر سره نکړي.
۱۰ – په کار کي د لائحې عملي کول، د طرزالعمل جوړول او د پلان ترتيب کول ډېر مهم دي ځکه نو هر وخت بايد ورته متوجه وسې ځکه په بل ډول ته هيڅ مقرره نسې عملي کولای.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: