۱۴۰۱/۱۰/۲۹

د قيامت په ورځ لوي ګناهکار:

ژباړه: ځينو حکماو ويلي دي: د قيامت په ورځ الله تعالی ته درې ګوني (مثلث) لويه ګناه ده؛ اصمعي وايي: درې ګوني هغه څوک دی چي خپل ورور باچا ته بيايي نو ځان هم هلاک کوي، خپل ورور هم هلاک کوي او باچا هم هلاک کوي.
يعني د قيامت په ورځ هغه څوک ډېر غټ ګناهکار دی چي خپل بې ګناه مسلمان ورور باچا يا بل مشر ته ګناهکار معرفي کوي چي پدې کار سره دی هم هلاک سو ځکه چي پر مسلمان ورور يې تهمت ولګوی او هغه يې باچا ته مجرم معرفي کړ، خپل ورور هم هلاک کوي ځکه چي باچا د هغه سره حساب کوي او سزا ورکوي او باچا هم هلاک کوي ځکه چي باچا بې ګناه انسان ته سزا او عذاب ورکوي.
نو ګرانه وروره! هيڅوخت خپل بې ګناه مسلمان ورور حکومتي مسئولينو ته ګناهکار مه معرفي کوه او که مشر يې هيڅوخت په پټو سترګو چا ته سزا مه ورکوه تر څو د هلاکت څخه هم وساتل سې او د قيامت په ورځ لوی ګناهکار هم و نه شمېرل سې.
قَالَ بَعْضُ الْحُكَمَاءِ: أَعْظَمُ النَّاسِ خَطِيئَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللهِ الْمُثَلِّثُ. قَالَ الأَصْمَعِيُّ: الْمُثَلِّثُ هُوَ الرَّجُلُ يَسْعَى بِأَخِيهِ إِلَى الْإِمَامِ ؛ فَيُهْلِكُ نَفْسَهُ وَأَخَاهُ وَالإِمَامَ.[المجالسة وجواهرالعلم 1690]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: