۱۴۰۲/۰۷/۱۹

زلزله او د هغې څخه عبرت:

دا چي په جيولوژيکي لحاظ زلزله څنګه کيږي موږ کار نه په لرو خو چي اصلي سبب د زلزلې څشی دی او ولي زلزله کيږي په ځينو احاديثو کي يې يادونه سوېده خو دا نده اړينه چي بايد ټول هغه ګناهونه سوي وي کوم چي په احاديثو کي راغلي دي بلکي د امتحان او عذاب د نزول لپاره همدغه کفايت کوي چي ځيني خلګ مرتکب د ګناه سي او د الله تعالی خښم او قهر را پورته سي.
په عموم کي زلزله د الله له لوري عذاب دی چي د ځينو مخالفتونو او ګناهونو له کبله يې الله تعالی خپلو ځينو مخلوقاتو ته ورکوي خو د مسلمانانو لپاره رحمت هم کېدلای سي ځکه ممکن د دغه عذاب وروسته مسلمانان ځانونو ته متوجه سي او د ګناهونو څخه توبه وباسي او يا ممکن د ځينو مسلمانانو لپاره مرګ خير وي نو ځکه يې د زلزلې په سبب په نصيب سو.
پر هر حال مسلمان پدې باندي مکلف دی چي ټول هغه ګناهونه پسې پريږدي چي له کبله يې الله تعالی خوابدی کيږي او انسان يې په کولو باندي د عذاب مستحق ګرځي نو زموږ لپاره هم لازمه ده چي د هرات ولايت پر زلزلې د غمګينۍ او د اړو انسانانو سره د مرستي تر څنګ ددې پېښي څخه عبرت هم واخلو، د ځانه سره حساب وکړو او ټوله هغه ګناهونه پسې پريږدو چي د داسي طبيعي آفتونو لامل جوړيږي.

په شريعت کې د زلزلې د پېښېدلو وجوهات:
۱ - ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:کله چې غنيمت دولت وشمېرل سي، امانت غنيمت وګڼل سي، زکات ورکول تاوان وبلل سي، د علم زده کړه بېله دين څخه د بل شي لپاره کيږي (د دنيوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی د خپلي ښځي اطاعت کوي، مور يې پسې پرې ايښې وي، ملګری ځان ته را نژدې کوي او پلار د ځانه څخه ليري کوي، په جوماتونوکې آوازونه پورته سي، د قبيلې مشر کوم فاسد سړی غوره سي، د قوم ملک، مشر او زعيم تر ټولو رذيل شخص سي، د يو چا قدر او عزت د هغه له وېري کيږي، ډمياني ښځي، د موسيقۍ او لهو لعب الات را څرګند سي، شراب وڅښل سي، د دې امت وروستني په اولنيو باندې لعنت ووايي، نو دوی دي د سره باد، زلزلې، په مځکه کي خسف کېدلو، مسخ کېدلو، د آسمان څخه په ډبرو او آفتونو د ويشتلو او نورو د قيامت د نښو انتطار وکړي؛ چې داسې به پر له پسې راځي لکه په يوه تار کې پييل سوي ملغلري چي تار يې وشليږي او پر له پسې يو په بل پسې راتوييږي.[سنن ترمذي ۲۳۷۲]

۲ - ژباړه :د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چي زه او يو بل کس ام المؤمنين حضرت عايشه رضي الله عنها ته ورغلو، نو هغه بل سړي د حضرت عايشې رضي الله عنها څخه وپوښتل: ای د مومنانو مور! د زلزلې په باب راته حديث بيان کړه! هغې ورته وفرمايل کله چي خلک زنا مباح وګڼي، شراب وڅښي او د موسيقۍ الات وږغوي، نو الله جل جلاله ته په آسمان کي خښم او غيرت ور سي، نو ځمکي ته ووايي چې پر دغه خلکو زلزله وکړه؛ که دا خلک توبه وباسي او دا ګناه پريږدي د هلاکت څخه به خلاص سي که نه نو ورباندي وبه يې نړوي. 
دې سړي پوښتنه ورڅخه وکړه: ای ام المؤمنين! آيا دا زلزله عذاب دی دوی ته؟ هغې ورته وويل چې نه، بلکې مومنانو ته رحمت او کافرانو ته عذاب او عقوبت دی.[العقوبات ۱۷]

۳ - په ځینو روایاتو کي راځي چي د سود خوړلو له کبله هم انسانان د دې مستحق ګرځي چي الله تعالی دي زلزله ورباندي وکړي.

۴ - ژباړه: د ر سول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي مځکی زلزله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لاس ورباندي کښېښودی او و یې ویل: آرامه سه تر اوسه ستا وخت ندی راغلی! بیا یې خپلو ملګرو ته مخ کړ او ورته و یې ویل: ستاسي رب ستاسي څخه توبه غواړي نو توبه وباسئ.
وروسته بیا د حضرت عمر رضي الله عنه په وخت کي زلزله وسوه حضرت عمر رضي الله عنه خلګو ته وویل: ای خلګو دغه زلزله نده راغلې مګر د هغه شي څخه چي تاسي کړی دی، زما دي په هغه ذات قسم وي که بیا راغله زه به ستاسي سره په هغه کي ګرسره سکونت ونکړم.[العقوبات۱۸]

پورته احاديثو ته په نظرکولو سره دې نتيجې ته رسيږو چي که چيري هر قوم غواړي الله تعالی يې د داسي آفتونو او مصيبتونو څخه وژغوري نو بايد لاندي نکاتو ته پوره پاملرنه وکړي.
۱. په غنيمت او امانت کي دي خيانت نه کوي.
۲. زکات ورکول دي ځان ته تاوان نه بولي.
۳. د الله د دين څخه بغير د بل مقصد لپاره دي تحصيل د علم نه کوي.
۴. ځانونه دي د ښځو تابع نه جوړوي.
۵. خپل مور او پلار دي نه آزاروي.
۶. تر مور او پلار دي د نورو ملګرو سره تړاو نه ډېروي.
۷. په مساجدو کي دې بې ځايه ږغونه او آوازونه نه پورته کوي.
۸. فاسد او ګمراه خلګ دي د ځانونو لپاره مشران نه ګرځوي.
۹. د ويري څخه دي د چا عزت نه کوي.
۱۰. د موسيقي، شرابو او مسکراتو څخه دي ځانونه ليري وساتي.
۱۱. پر پخوانيو اسلافو او علماو دي بد نه وايي.
۱۲. زنا دي روا نه بولي او عملا دي هم نه کوي.
۱۳. سود دي نه خوري.
۱۴. صدقه دي وکړي او توبه کول دي نه ځنډوي.
۱۵. د ګناه څخه دي په پوره توګه لاس واخلي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: