۱۴۰۲/۰۷/۲۲

زلزله د تاريخ په پاڼو کي:

که تاريخ ته وګورو په دنيا کي ډېري عجيبي زلزلې رامينځ ته سوي دي او ډېر انسانان يې وژلي دي چي د ډېري پخوانۍ زمانې څخه موږ څو بېلګي ليکو:
۱ – په ۲۰ کال کي د هجرت د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کي زلزله وسوه.
۲ – په ۹۴ کال کي د هجرت ۴۰ ورځي زلزله وه چي په ډېر تلفات يې واړول او د انطاکيې ښار مکمل ورسره ويجاړ سو.
3 – په ۲۲۴ کال کي د هجرت په فرغانه ښار کي زلزله وسوه چي ۱۵۰۰۰ کسان پکښې ووژل سوه.
۴ – په ۲۲۵ کال کي د هجرت په اهواز ښار کي ۱۶ ورځي پرله پسې زلزله وه، غرونه سره وجنګېدل او خلګ سيندونو او بيړيو ته وتښتېدل.
۵ – په ۲۳۳ کال کي د هجرت په دمشق کي داسي زلزله وسوه چي کورونه را نسکور سوه او ډېر انسان ورسره ووژل سوه او د غوطه په نامه يوه قريه ورانه سوه چي بېله يوه نفره نور ټول اوسېدونکي يې ووژل سوه او په همدې کال په انطاکيه کي زلزله سوه چي ۲۰۰۰۰ کسان پکښې ووژل سوه.
۶ – په ۴۲ کال کي د هجرت په ری، جرجان، طبرستان، نيشابور، اصفهان، قم او کاشان ښارونو کي په يو ځل زلزله وسوه؛ همداسي په دامغان ښار کي زلزله وسوه چي ۲۵۰۰۰ انسانان يې ووژل، غرونه سره پرې سوه، سره نژدې سوه او په آسمان او مځکه کي ډېر وېروونکي ږغونه اورېدل کېدل.
۷ – په ۲۴۵ کال کي د هجرت په انطاکيه کي زلزله وسوه چي ۱۵۰۰ کورونه يې ونړول او د کلاګانو څخه يې تر ۹۰ ډېر برجونه چپه کړل، د کورونو د سوريو څخه خلګو ډېر وېروونکي ږغونه اورېدل او د تنيس پر خلګو ډېره سخته چيغه وسوه چي ډېر خلګ ورسره ووژل سوه او بسته غر پر خلګو را وښويېدی.
۸ – په ۸۸ کال کي د هجرت په دنبل ښار کي د شپې زلزله وسوه چي کله سهار سو په استثناء د ډېر لږ ځای نور ټول ښار وران سوی وو چي د همدې ښار د نړېدلو کورونو څخه يې ۱۰۰۰۵۰ انسانان را وايستل.
۹ - په ۳۴ کال کي د هجرت په تبريز کي زلزله وسوه د ښار کلا او حصار يې ونړوی او تر ورانيو لاندي ۵۰۰۰۰ انسانان ووژل سوه.
۱۰ – په ۴۴۴ کال کي د هجرت په اذربايجان ښار کي داسي عجيبه زلزله وسوه چي دېوالونه سره پرې سوه او د هغه وخت د يوه سړي په وينا چي زه په تاغ کي ناست وم د کور دېوال داسي وچاودی چي آسمان تر ښکاره سو بيرته دېوال سره ورغی.
۱۱ – په ۴۶۰ کال کي د هجرت په فلسطين کي زلزله وسوه چي ۱۵۰۰۰ نفره ووژل او د بيت المقدس څخه يوه ډبره وچاودل بيرته خپله سره ورغله او روغه سوه او سيند ټوله وچ سو او د ساخ په نوم قيتمي بوټی پکښې شين سو، خلګ ورغله چي هغه بوټي را ټول کړي سیند ورباندي راغی او ډېری خلګ يې غرق کړه.
۱۲ – په ۶۲ کال کي د هجرت د ينبع او مصر تر مينځ د زلزلې له کبله د ايله ښار په پوره توګه په مځکه خسف سو.
۱۳ – په ۷۱ کال کي د هجرت د شام په يوه برخه کي زلزله وسوه چي د رهاء په ښار کي ۱۳ برجونه ونړېدل او د سميساط ښار په مځکه کي خسف سو.
۱۴ – په ۱۱ کال کي د هجرت په بغداد کي داسي زلزله وسوه چي دېوالونه به دې خوا او هغي خوا ته په حرکت تلل.
۱۵ – په ۵۳۳ کال کي د هجرت د ايران په جنزه ښار کي زلزله وسوه او ۲۳۰۰۰۰ نفره يې ووژل.
۱۶ – په ۵۳۶ کال کي په پورته ښار کي زلزله وسوه چي د ټوله ښار پر ځای توري اوبه راپورته سوې او ټول ښار يې غرق کړ.
۱۷ – په ۵۵۲  کال کي د شام په ۱۳ ښارونو کي په يو ځل ډېري سختي زلزلې وسوې چي په ځينو کي يې ټول اوسېدونکي ووژل او په ځينو کي يې ځيني ووژل.
منبع: ايضاح المقال فی اسباب الزلزال
ژباړونکی: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: