۱۴۰۲/۰۷/۱۵

موږ نه ويل چي په اسلامي نظام کي به د هرمظلوم غم خوړل کيږي؟

مخکي تر دې چي په افغانستان کي اسلامي نظام حاکم سي موږ به د ګڼو لارو څخه خلګو ته داسي فکر ورکوی چي ګويا د اسلامي نظام راتګ د هر مسلمان په ګټه دی او په اسلامي نظام کي به د هر مظلوم غم خوړل کيږي او د هر ظالم مخه به نيول کيږي چي الحمدلله د اسلامي نظام د حاکميت څخه وروسته همداسي وسوه او دادی لا هم همداسي کيږي.
په هيواد کي د هر اړخيزه او بې ساري امنيت تر څنګ په ډېرو برخو کي ولس ته اړين خدمات عرضه سوي او تر ډېره بريده د رعيت پر ټپونو د روغيتا پټۍ ايښودل سوې چي لويه بېلګه يې د جګړې ختم، د بيا جوړوني چټک اساسي کارونه، د هيوادوالو د اقتصادي پياوړتيا لپاره کار کول او په هره برخه کي د هيواد خپلواکي او استقلال خوندي کول دي او ددې ټولو برسېره په هيواد کي د مظلومانو لاس نيوی هم تر ډېره بريده سوی دی چي په ډاګه نمونه يې د هيواد په ګڼو ولايتونو کي د اوږد محبس څخه د مظلومو ښځو آزادول دي لکه په کابل، خوست او فراه ولايتونو کي چي هغه ښځي د نظام لخوا آزادي سوې چي د ظالمو خپلوانو لخوا د لسو څخه بيا تر شلو کلونو پوري پر ناحقه بندياني سوي وې.
که دا غمخوري، بشر پالنه او د مظلومانو ژغورل نه وي نو غمخوري څشي ته ويل کيږي؟ اسلامي نظام لکه منبع او هدف چي يې رباني او الهي دی اجراات يې هم همداسي مقدس او ډېر مهم دي؛ موږ په ډاګه وايو چي په اسلامي نظام کي د هر چا حق خوندي دی او په شعوري او آګاهانه ډول د هيچا حق نه ضايع کيږي ځکه د اسلامي نظام حاکميت د همدې  لپاره وي چي په خلګو کي ديانت او عدالت پلی کړي او د ټولو هغو انسانانو مخه ونيسي چي په يو نه بل ډول په ټولنه کي نا امني، وحشت، بربريت او بې عدالتي خپروي.
په اسلامي نظام کي تل هدف د انسانانو ژغورنه وي بېله دې چي سيمه، ژبه، قوم او طبقاتي توپير په پام کي ونيول سي چي د تاريخ په اوږدو کي اسلامي نظامونو دا خبره په عمل کي هم په اثبات رسولې ده او دا دی اوس په افغانستان کي موږ د داسي مثبت حالت شاهدان يو.
که اسلامي نظام د خلګو په وړاندي مسئوليت لري خلګ هم د خپل نظام په وړاندي مسئوليت لري ځکه نو موږ افغانان بايد د الله تعالی د شکر پر ځای کولو او د خپل مسئوليت د آداء کولو لپاره ددې نظام سره په هر ډګر کي مرسته او کومک وکړو او د نظام پوره سمبالښت او دوام د ځان دنده وبولو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: