۱۴۰۲/۰۷/۰۱

په جنت کي غِلمان څوک دي او د څشي لپاره دي؟

دا به مو د علماؤ څخه اورېدلي وي چي الله تعالی په جنت کي جنتیانو ته غِلمان ورکوي تر څو ددوی خدمت وکړی چی په قرآن شريف کي د غِلمان او وِلدان په نومونو یاد سوي دي؛ دا چي همدغه غِلمان څوک دي او د څشي لپاره يې الله تعالی جنتيانو ته ورکوي؟ په لاندي کرښو کي یې جوابونه موندلی سی. 
کله چي الله تعالی جنتيان جنت ته داخل کړي د نورو نعمتونو تر څنګ چي دوی ته يې ورکوي په جنت کي خادمان هم ورکوي او ددې خادمانو څخه هدف دا نه دی چي جنتيان په جنت کي خدمت ته اړتيا لري او بېله دوی يې خدمت نه کيږي بلکي حکمت په دې کي د جنتيانو لپاره د لوی مقام او لوړي مرتبې ښکاره کول دي لکه په تفسير قرطبي کي چي همدې خبري ته اشاره سوېده او فرمايي: ولكنه أخبر بأنهم على نهاية النعيم.[القرطبي] ژباړه: مګر الله تعالی ددې خبر ورکړ چي جنتيان پر لوړي درجې د نعمتونو دي.
والمقصود:أن أهل الجنة على أتم السرور والنعمة، والنعمة إنما تتم باحتفاف الخدم والولدان بالإنسان.[تفسير قرطبي] مقصود دا دی چي جنتيان پر پوره خوشحالۍ او نعمتونو باندي دي، او د انسان لپاره نعمت په راګرځېدلو د خادمانو او ماشومانو پوره کيږي.

غِلمان څوک دي؟
دا چي غلمان څوک دي؟ په دې کي مختلف قولونه راغلي دي:
۱ - سلمان فارسي رضي الله عنه  فرمايي: د مشرکينو ماشومان د جنتيانو خادمان دي.
۲ - حضرت علي رضي الله عنه او حسن بصري رحمه الله وايي: دغه کسان چي د جنتيانو خدمت کوي د مسلمانانو هغه اولادونه دي چي په ماشومتوب کي مړه سوي وي.
۳ - ځينو علماؤ ويلي دي: دوی الله تعالی په خپل قدرت د جنتيانو لپاره پيدا کړيدي بېله دې چي د کوم چا څخه زېږېدلي وي.[تفسر قرطبي – روح البيان]
شمس الدين السفيري رحمه الله د صحيح البخاري په شرح کي دغه درې قوله را نقل کړي دي او د دريم قول د قوت نسبت يې ابن القيم رحمه الله ته کړی دی او فرمايي: قال ابن القيم: والأشبه أن هؤلاء ولدان مخلوقون من الجنة كالحور العين خدماً لهم وغلماناً.[شرح صحيح البخاري لشمس الدين السفيري]
ژباړه: ابن القيم ويلي دي: ښه خبره دا ده چي دغه ماشومان لکه حورالعين د جنت څخه پيدا سوي دي تر څو د جنتيانو خدمت وکړي.
او تفسير خازن هم دغه قول ته ترجيح ورکړې ده چي دغه خادمان د جنت څخه د جنتيانو د خدمت لپاره پيدا سوي دي.

غِلمان د څشي لپاره دي؟
د تفاسيرو او احاديثو د کتابونو څخه له ورايه ښکاري چي دغه غلمان يا ماشومان چي په جنت کي يې الله تعالی جنتيانو ته ورکوي يواځي د خدمت لپاره دي او ددې لپاره دي چي الله تعالی د جنتيانو لوړه مرتبه دوی ته ثابته کړي چي د لاندي حديث څخه چي په تفسير قرطبي کي را نقل سوی دی همداسي معلوميږي: وعن الحسن أنهم قالوا: يا رسول الله إذا كان الخادم كاللؤلؤ فكيف يكون المخدوم؟ فقال: ما بينهما كما بين القمر ليلة البدر وبين أصغر الكواكب. ژباړه: حسن وايي: دوی پوښتنه وکړه: يا رسول الله چي د جنتيانو خادم داسي ښايسته وي لکه ملغلره نو مخدوم/جنتي به څنګه وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خادم او مخدوم ترمينځ توپير دومره دی لکه د څوارلسمي سپوږمۍ او کوچني ستوري تر مينځ.
او په تفسير بيضاوي کي خو يې  صراحتا ويلي دي: يطوف عليهم (للخدمة)[تفسير بيضاوي]
يعني دوی پر جنتيانو د خدمت لپاره ګرځي. همداسي په ډېرو تفاسيرو کي راغلي دي چي دوی خادمان د اهل جنت دي؛ البته خپله د قرآن شريف څخه  هم معلوميږي چي دوی به پر جنتيانو د جنت د مايعاتو ګلاسونه او پيالې ګرځوي.

د يوې شبهې جواب:
ځيني خلګ داسي ګمان کوي چي جنتيان به د دغو خادمانو څخه د نور خدمت تر څنګ جنسي ګټه هم پورته کوي چي دا خبره بالکل غلطه او ناروا ده ځکه لواطت لکه په دنيا کي چي حرام دی په آخرت کي هم حرام دی او نه يواځي لواطت بلکي جنتيان د هر ناوړه او بې ارزښته کار څخه پاک دي او په جنت کي هيڅ منفي غوښتنه او اشتهاء شتون نلري.
او دا چي ځيني ناخبره خلګ وايي: الله تعالی دغه خادمانو ته په مخ کي سوری ورکوي او جنتيان جنسي استفاده ورڅخه کوي. دا خبره هيڅ نقلي او عقلي لاسوند د ځانه سره نه لري او هسي اټکلي خبره ده لکه تفسير روح البيان چي همدې خبري ته اشاره کړې او فرمايي: وانما يدل على كونهم خدام اهل الجنة وان اهل الجنة يتلذذون بالنظر الى جمالهم وبهجتهم وهذا لا يقتضى التلذذ بالاستمتاع ايضا كما فى حق الحور.[تفسير روح البيان]
ژباړه: د خادمانو طواف پر جنتيانو په دې خاطر دی چي دوی د جنتيانو خدمت کوي او جنتيان ددوی د ښايست او ځلېدلو څخه خوند اخلي او دا ددې تقاضا نه کوي چي جنتيان دي ددوی څخه په ګټي پورته کولو سره داسي خوند واخلي لکه د حورالعين څخه چي يې اخلي.
يعني دا چي الله تعالی خادمانو ته ښه ښايست او ځلا ورکړېده ځکه نو د جنتيانو ددوی ښايست خوښيږي خو داسي نه چي ددوی سره دي جنسي مقاربت وکړي لکه د حورالعين سره يې چي کوي.
همداسي په روح البيان کي راځي: ومنه يعلم أن لا لواطة في الجنة وأن قول من جوزها مردود باطل على ما حققناه مراراً.[روح البيان]
ژباړه: ددې څخه معلوميږي چي په جنت کي لواطت نسته او هغه څوک چي يې جائز بولي د هغه خبره باطله ده لکه څنګه چي څو ځله موږ ددې خبري اثبات کړی دی.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: