۱۴۰۲/۰۶/۲۸

په دين کي د آسانۍ ارزښت او د سختۍ تاوان:

دا يو حقيقت دی چي اسلام د دعوت او جهاد په واسطه راغلی دی او تر څنګ يې په تعليم او تزکيه باندي ساتل سوی او غځېدلی دی خو د دعوت او تعليم په ډګر کي مسلمانان په آسانۍ او سالم تساهل باندي امر سوي دي لکه په لاندي حديث کي چي راځي:
عن عائشة، قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من رفق بأمتي رفق الله به، ومن شق على أمتي شق الله عليه.[مسندالشهاب365]
ژباړه: د عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي زما د امت سره آساني وکړي الله تعالی به دده سره آساني وکړي او څوک چي زما د امت سره سختي وکړي الله تعالی به دده سره سختي وکړي.
په ځينو روايتونو کي دا حديث د دعا په شکل راغلی دی چي ای الله! هر څوک چي زما د امت سره آساني کوي ته آساني ورسره وکړه او څوک چي زما د امت سره سختي کوي ته سختي ورسره وکړه.
ځينو علماؤ په آسانۍ باندي د امر کولو په باره کي ليکلي دي: يعني په ټولو وختونو کي د خلګو سره آساني وکړئ او داسي شيان ورته بيان کړئ چي د وعظ د منلو سره ددوی محبت پيدا کړي تر څو پر دوی خبره درنه نسي دا ځکه چي په تعليم کي آساني د ځانه قبول د طاعت لري او په عبادت کي د انسان شوق پيدا کوي همداسي په آسانۍ علم او عمل دواړه آسانه کيږي.[مصباح التنوير]
په دې خاطر چي په دعوت او تعليم کي آساني ډېره مؤثره واقع کيږي په حديث کي آساني تر ټولو غوره دين بلل سوی دی په حديث کي راځي:
عن أبي قتادة عن الأعرابي الذي سمع رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : إن خير دينكم أيسره إن خير دينكم أيسره.[مسند احمد 15978]
ژباړه: ابي قتاده د هغه اعرابي څخه روايت کوي چي هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلی دی چي هغه وفرمايل: يقينا چي غوره ستاسي د دين هغه دی چي آسانه وي، يقينا چي غوره ستاسي د دين هغه دی چي آسانه وي.
همداسي په صحيح مسلم کي د يوه اوږد حديث په آخر راځي:
إِنَّ اللَّهَ لَمْ يَبْعَثْنِى مُعَنِّتًا وَلاَ مُتَعَنِّتًا وَلَكِنْ بَعَثَنِى مُعَلِّمًا مُيَسِّرًا.[صحيح مسلم 3763]
ژباړه: يقينا چي زه الله تعالی سختي کوونکی او خواروونکی نه يم رالېږلی بلکي زه يې آسانۍ کوونکي ښوونکی(معلم) را لېږلی يم.
يعني زه الله تعالی ددې لپاره نه يم رالېږلی چي پر خلګو سختي وکړم او خلګ د عزت او آبرو په آخيستلو باندي سپک کړم بلکي زه الله تعالی داسم ښوونکی را لېږلي يم چي د خلګو سره بايد آساني وکړم.
سخت دريځي دومره بده ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم سخت دريڅو انسانانو ته ښېر کړې او فرمايي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- «هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ». قَالَهَا ثَلاَثًا.[صحيح مسلم6955]
ژباړه: د عبدالله څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ځلي وويل: سخت دريځه دي مړه سي.
محدثينو ددې حديث په تشريح کي ليکلي دي: سخت دريځه و هغه چا ته وايي چي په دين کي بې ځايه ډېره سختي کوي او په خبرو او کارونو کي تر ټاکلي شرعي حدودو تجاوز کوي.
مثلا: شرعي عذرونو ته اعتبار نه ورکوي، فقهي مراتب داسي سره ګډوي چي مباح د مستحب او سنت مرتبې ته او مستحب او سنت د فرض او واجب مرتبې ته رسوي او يا هم د تقوی په نامه مباح او مستحب شيان پر ځان فرض بولي.
وضاحت: په دين کي استقامت او ټينګوالي ته سخت دريځي نه ويل کيږي او نه هم پر دين باندي غيرت سخت دريځي ده البته کفار او بې دينه خلګ هر پرهيزګاره او مبارز مسلمان ته سخت دريځ وايي همداسي د اسلامي احکامو عملي کولو ته هم سخت دريځي وايي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: