۱۴۰۲/۰۶/۰۹

د سنبلې د نهمي په مناسبت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د سنبلې۹د مؤمنانو د بريا او کفارو د ماتي ورځ ده، په دې ورځ د اهل ايمان د ايماني جذبې د بريا څرک د آسيا په لوړو څوکو کي و پړکېدی او د اهل باطل د طغيان او سرکښۍ متمرد سر را ټيټ او د غرور دبدبه يې په نړۍ کي نسکوره سوه، په دې ورځ کي ايمان د کفر څخه او خپلواکۍ د اشغال څخه د مبارزې ميدان وګټی، په دې ورځ کي د ملحدينو هغه خوبونه په اوبو لاهو سوه چي د افغانستان په اړه به يې ليدل او غوښتل يې افغانستان د دیموکراسۍ ځالګې جوړه کړي او ددې پر عکس د هغو مؤمنانو د هيلو غوټۍ ګل سوې چي د لسيزو را پدې خوا يې په افغانستان کي د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مبارزه کول، په دې ورځ کي د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه وړاندوينه په واقعيت بدله سوه چي د امريکايي اشغال په پيل کي يې کړېوه او ويل يې: يوه ورځ به آمريکا د لست د سر څخه و پای ته را شوه کيږي.

هوکې؛ همداسي وسوه آمريکا خپل نظامي او سياسي ارزښت له لاسه ورکړ او په نړۍ کي يې هغه هيبت ختم سو چي يو وخت به يې خلګ د نوم په اورېدلو لا وېرېدل او هغه باورونه درواغ وختل چي آمريکا ګرسره ماتي نه خوري.

د سنبلې۹د افغانانو لپاره د تاریخي وياړونو د اعادې او په ۲۱ پېړۍ کي د زرين تاريخ د پيل ورځ ده په دې ورځي کي افغانانو هغه څه تر لاسه کړ چي د لاس ته راوړلو لپاره يې په لکهاوو شهيدان او ټپيان ورکړه، ډېري قربانۍ يې ورکړې او ډېر مالي زيانونه يې وليدل هغه مبارک شی خپلواکي او آزادي وه چي د هر انسان فطرتي حق دی.

دا ورځ دي ټولو ته مبارک وي او الله تعالی دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چي ګټلې خپلواکي او راغلی اسلامي نظام په سمه توګه وساتو او د پوره سمبالولو او دوام لپاره يې مناسب او کوټلي ګامونه واخلو.

د خپلواکۍ ګټل سخت کار دی خو ساتل او غځول يې تر هغه لا سخت دی ځکه نو ټول افغانان بايد په ډېري هوښیارۍ او حوصله مندۍ سره بېله کوم تبعيضه په اتفاق او اتحاد باندي د هيواد د ترقۍ او هيوادوالو د هوسايني لپاره کار وکړي او ددې راغلي اسلامي نظام سره په هره برخه کي پوره مرسته او کومک وکړي.

د دې تر څنګ چي موږ به خپل تېر ژوند او په ژوند کي کارنامې نه هېروو د تېر ژوند څخه به عبرت او تجربې هم حاصلوو او ټوله به په ګډه ددې لپاره کار کوو چي بيا ځلي زموږ هيواد د پرديو د يرغل هدف و نه ګرځي، زموږ افغانان د پرديو لخوا ښکار نسي، په هيواد کي د ننه نظام او ولس د ننګونو سره مخامخ نسي، د نظام او ولس تر مينځ واټن پيدا نسي، افغانان پر مشترکاتو سره راټول سي، ځان ځانۍ او تفردات ختم سي، ژبني، قومي او سمتي تبعيضونه را ژوندي نسي او ټول ولس د خپلو مسئولينو او مشرانو تر څنګ ګران هيواد افغانستان په په پاتي سوي رغنيزي سيالۍ کي د نړۍ په کچه مخ ته کړي او د سيالانو سيال يې وګرځوي.

هیچ نظری موجود نیست: